Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1څو ورځې وروسته کله چې عیسی بېرته کپرناحوم ته لاړ نو خلک خبر شول چې هغه په کور کې دی.
2هلته دومره زیات خلک راټول شول چې نور ځای نه ؤ، تر دې چې د کور د دروازې مخې ته هم ځای پاتې نه شو او عیسی هغوی ته د خدای د کلام وعظ کاوه.
3په دې وخت کې څلورو کسانو یو شل سړی نیولی ؤ او عیسی ته یې راوست.
4خو د ګڼې ګوڼې له امله یې ونه شو کولای چې عیسی ته ورنژدې شي نو هغوی د هغې کوټې چت چې عیسی په کې ؤ، سوری کړ او د هغه سوري له لارې یې هغه شل سړی په بستره کې ورښکته کړ.
5کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید، نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زویه، ستا ګناهونه وبخښل شول.»
6په هغه ځای کې د شریعت یو څو عالمان ناست وو، هغوی د خپل ځان سره وویل:
7«دا سړی ولې داسې خبرې کوي؟ هغه کفر وایي. ایا بې له خدایه څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟»
8عیسی سمدلاسه پوه شو چې د هغوی په زړه کې څه دي. نو هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې په خپلو زړونو کې داسې فکرونه کوئ؟
9کومه خبره اسانه ده چې دې شل سړي ته ووایم: ‹ستا ګناهونه وبخښل شول› یا دا چې ووایم: ‹پاڅېږه او خپله بستره واخله او وګرځه؟›
10خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل:
11«زه تاته وایم پاڅېږه، بستره دې واخله او کور ته لاړ شه.»
12هغه پاڅېد او په داسې حال کې چې ټولو ورته کتل، زر یې خپله بستره واخیست او روان شو. نو هغوی ټول حیران شول او د خدای ثنا یې وویله. هغوی وویل: «داسې کار مونږ هېڅکله نه ؤ لیدلی.»۲
13عیسی یوځل بیا د دریاب غاړې ته لاړ، ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او هغه ورته تعلیم ورکول پیل کړ.
14کله چې هغه په لاره روان ؤ نو د حلفي زوی لاوي یې ولید چې د مالیې ټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.» نو لاوي راپاڅېد او په هغه پسې روان شو.
15بیا عیسی د لاوي په کور کې مېلمه شو. ډېر مالیه ټولوونکي او نور ګناهکاران چې د عیسی پیروان شوي وو هم د عیسی او د هغه د شاګردانو سره دسترخوان ته ناست وو.
16کله چې د شریعت ځینو عالمانو چې د فریسیانو د ډلې څخه وو ولیدل چې عیسی د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري نو د هغه شاګردانو ته یې وویل: «هغه ولې د مالیه ټولوونکو او ګناهکارانو سره ډوډۍ خوري؟»
17عیسی دا خبره واورېدله او هغوی ته یې وویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري بلکې ناروغان ورته اړتیا لري. زه د دې دپاره نه یم راغلی چې پرهېزګاران راوبولم، بلکې ګناهکاران راوبولم.»
18په یو وخت کې چې د یحیی شاګردانو او فریسیانو روژه نیولې وه، نو ځینې خلک عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ولې د یحیی شاګردان او د فریسیانو شاګردان روژه نیسي خو ستا شاګردان روژه نه نیسي؟»
19عیسی ورته وویل: «ایا دا کېدای شي چې د زوم ملګري دې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي روژه ونیسي؟ بې له شکه چې نه، ترڅو پورې چې زوم د هغوی سره وي، هغوی نه شي کولای چې روژه ونیسي.
20خو داسې وخت به راشي چې زوم به د هغوی څخه بوتلل شي نو په هغه وخت کې به هغوی روژه ونیسي.
21هېڅوک په زړو کالیو باندې نوی پیوند نه لګوي. که داسې وکړي نو هغه پیوند به د زړو کالیو څخه راوشلیږي او له مخکې څخه به یو لوی سوری په کې جوړ شي.
22هېڅوک تازه شراب په زړو مشکونو کې نه اچوي. که چېرې داسې وکړي نو شراب به هغه مشکونه وشلوي او شراب او مشکونه دواړه به له منځه لاړ شي. باید تازه شراب په نویو مشکونو کې واچول شي.»
23د سبت په یوه ورځ عیسی د غنمو په پ��یو باندې تېرېده نو شاګردانو یې د غنمو د وږو په شکولو شروع وکړه.
24فریسیانو هغه ته وویل: «ګوره، ستا شاګردان ولې داسې کار کوي چې د سبت په ورځ روا نه دی؟»
25عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دا نه دي لوستلي کله چې داود او د هغه ملګري وږي شوي وو او د خوراک دپاره ورسره څه نه وو، نو هغه څه وکړل؟
26هغه څنګه د لوی کاهن ابیاتار په زمانه کې د خدای کور ته ورننوت او هغه سپېڅلې ډوډۍ یې چې پرته له کاهنانو بل هېچا ته روا نه وه وخوړله او خپلو ملګرو ته یې هم ورکړه.»
27بیا عیسی هغوی ته وویل: «د سبت ورځ د انسان دپاره پیدا شوې ده، نه انسان د سبت د ورځې دپاره.
28ځکه چې د انسان زوی د سبت د ورځې خاوند هم دی.»