Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
45 verses
1دا د خدای د زوی عیسی مسیح د زېري پیل دی.
2هغه داسې پیل شو لکه څنګه چې د اشعیا نبي په کتاب کې لیکل شوي دي: «ګوره، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږم چې ستا دپاره لاره تیاره کړي.
3یو څوک په دښته کې نارې وهي: ‹د څښتن دپاره لاره تیاره کړئ، او د هغه دپاره لاره سمه کړئ.›»
4د تعمید غسل ورکوونکی یحیی په دښته کې راښکاره شو او وعظ یې کاوه چې خلک باید د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر توبه وباسي او د تعمید غسل واخلي.
5د ټولې یهودیې خلک او د اورشلیم ټول اوسېدونکي یحیی ته راتلل. هغوی په خپلو ګناهونو باندې اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د هغه په لاس د تعمید غسل اخیسته.
6یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوړل.
7هغه اعلان کاوه او ویل به یې: «زما څخه وروسته چې کوم څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی، زه د دې لایق هم نه یم چې ټیټ شم او د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم.
8زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم خو هغه به درته په روح القدس د تعمید غسل درکړي.»
9داسې وشول چې په هماغو ورځو کې عیسی د جلیل د ولایت د ناصرې د ښار څخه راغی او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل واخیست.
10کله چې عیسی د اوبو څخه راووت نو ویې لیدل چې ناڅاپه اسمان سوری شو او روح القدس د کوترې په شکل په هغه باندې رانازل شو
11او له اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «ته زما ګران زوی یې، زه ستا څخه خوشحاله یم.»
12سمدلاسه روح القدس هغه دښتې ته په تللو مجبور کړ.
13هغه څلوېښت ورځې په دښته کې ؤ او شیطان د هغه ازمایښت کاوه. عیسی په هغه ځای کې ؤ چېرته چې ځنګلي ځناور وو او فرښتو د هغه خدمت کاوه.
14کله چې یحیی په زندان کې واچول شو نو عیسی جلیل ته لاړ او هلته یې د خدای زېری اعلاناوه
15او ویل یې: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی او د خدای پاچاهي رانژدې شوې ده. توبه وباسئ او په زېري باندې ایمان راوړئ.»
16کله چې عیسی د جلیل د دریاب په غاړه ګرځېده نو شمعون او د هغه ورور اندریاس یې ولیدل. هغوی په دریاب کې جال اچاوه، ځکه چې هغوی ماهي نیوونکي وو.
17عیسی هغوی ته وویل: «ما پسې راځئ او زه به تاسو ته وښایم چې څنګه د ماهیانو په ځای انسانان ونیسئ.»
18هغوی سمدلاسه خپل جالونه پرېښودل او هغه پسې روان شول.
19کله چې عیسی لږ وړاندې لاړ نو هغه د زبدي زوی یعقوب او د هغه ورور یوحنا ولیدل چې په کشتۍ کې ناست وو او خپل جالونه یې تیارول.
20عیسی سمدلاسه هغوی ته نارې کړې او هغوی خپل پلار زبدي د مزدورانو سره په کشتۍ کې پرېښود او عیسی پسې روان شول.
21عیسی او شاګردان یې کپرناحوم ته لاړل او کله چې د سبت ورځ راورسېدله نو عیسی کنیسې ته ننوت او هلته یې تعلیم ورکول پیل کړ.
22خلک د عیسی په تعلیم حیران شول، ځکه چې هغه د شریعت د عالمانو په شان نه بلکې په پوره اختیار سره هغوی ته تعلیم ورکاوه.
23ناڅاپه په کنیسه کې یو سړي چې پېریانو نیولی ؤ، په لوړ اواز چیغې ووهلې:
24«ای عیسی ناصري، زمونږ سره څه کار لرې؟ ته راغلی یې چې مونږ تباه کړې؟ زه دې پېژنم چې ته څوک یې، ته د خدای سپېڅلی یې.»
25عیسی پېري ته امر وکړ: «غلی شه او د دې سړي څخه راووځه.»
26پېري هغه سړي ته سخت ټکان ورکړ او په چیغو چیغو د هغه څخه راووت.
27ټول خلک دومره حیران شول چې یو له بله یې پوښتنه ک��له: «دا څه دي؟ دا خو یو نوی تعلیم دی. هغه په پوره اختیار سره پېریانو ته امر کوي او هغوی یې مني.»
28ډېر زر هغه د جلیل په ټوله سیمه کې مشهور شو.
29بیا عیسی د کنیسې څخه روان شو او د یعقوب او یوحنا سره یوځای د شمعون او اندریاس کور ته لاړل.
30د شمعون خواښې تبې نیولې وه او په کټ کې پرته وه. څنګه چې عیسی هلته ورسېده نو هغوی ورته سمدلاسه د هغې په هکله وویل.
31عیسی ورغی، هغه یې له لاسه ونیوله او مرسته یې ورسره وکړه چې راپورته شي. نو هغه ښځه تبې پرېښودله او د هغوی خدمت یې شروع کړ.
32کله چې لمر پرېوت او ماښام شو نو خلکو خپل ټول ناروغان او هغه خلک چې پېریانو نیولي وو هغه ته راوستل.
33د ښار ټول خلک د هغه کور مخې ته راټول شول.
34عیسی ډېر ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو روغ کړل او ډېر پېریان یې وویستل. عیسی پېریان خبرو ته پرېنښودل، ځکه چې هغوی پوهېدل چې هغه څوک دی.
35سهار وختي چې لا تیاره وه، عیسی له خوبه راپاڅېد، د کور نه ووت او یو ګوښه ځای ته لاړ او هلته یې دعا کوله.
36نو شمعون او د هغه ملګري لاړل چې هغه ولټوي،
37او چې کله یې هغه پیدا کړ نو ورته ویې ویل: «ټول خلک تا لټوي.»
38عیسی هغوی ته وویل: «راځئ چې شاوخوا کلیو ته لاړ شو ترڅو هلته هم خپل پیغام ورسوم، ځکه چې زه د همدې کار دپاره راغلی یم.»
39عیسی په ټول جلیل کې ګرځېده، د هغوی په کنیسو کې یې وعظ کاوه او پېریان یې ویستل.
40یو سړی چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ، عیسی ته راغی، د هغه په مخکې په ګونډو شو او زاري یې ورته وکړه: «که چېرې ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.»
41د عیسی زړه ورباندې وسوځېد، خپل لاس یې وراوږد کړ، په هغه باندې یې کېښود او ورته ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.»
42نو سمدلاسه د هغه څخه د جذام ناروغي لېرې شوه او هغه پاک شو.
43بیا عیسی هغه زر رخصت کړ او سخت خبرداری یې ورکړ
44او ورته ویې ویل: «ګوره، په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.»
45خو هغه سړی ووت او څه چې شوي وو ټول خلک یې پرې خبر کړل. له دې امله عیسی نور نه شو کولای چې په ښکاره کوم ښار ته ننوځي، بلکې د ښار نه دباندې په ګوښه ځایونو کې به پاتې کېده، خو بیاهم خلک به له هرځای څخه ورته راتلل.