Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1د سبت ورځ تېره شوه او د یکشنبې سهار وختي ؤ چې مریم مجدلیه او هغه بله مریم د قبر لیدلو ته لاړلې.
2ناڅاپه یوه سخته زلزله وشوه، ځکه چې د څښتن فرښته له اسمانه راښکته شوه، قبر ته ورغله او هغه تیږه یې بېرته راورغړوله او ورباندې کښېناستله.
3د هغې مخ د برېښنا په شان ځلېده او کالي یې د واورې په شان سپین وو.
4ساتونکي له وېرې ولړزېدل او لکه د مړو په شان په ځمکه ولوېدل.
5خو فرښتو هغو ښځو ته وویل: «مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو عیسی لټوئ چې په صلیب باندې ځړول شوی ؤ.
6هغه دلته نشته. لکه څنګه چې هغه خپله ویلي وو، هغه راژوندی شوی دی. راشئ او هغه ځای وګورئ چې هغه په کې پروت ؤ.
7نو بیا زر لاړې شئ او د هغه شاګردانو ته ووایئ چې عیسی د مړو نه راژوندی شوی دی. ګورئ، هغه ستاسو څخه مخکې جلیل ته ځي او تاسو به یې هلته ووینئ. څه چې مې درته وویل هغه یاد ساتئ.»
8نو هغوی په بیړه د قبر څخه روانې شوې او په وېرې او ډېرې خوشحالۍ سره په منډه منډه لاړې چې شاګردان خبر کړي.
9ناڅاپه عیسی د هغوی سره مخامخ شو او ویې ویل: «سلام دې وي په تاسو!» هغوی ورغلې او د هغه په پښو کې پرېوتلې او سجده یې ورته وکړه.
10بیا عیسی هغوی ته وویل: «مه وېرېږئ. لاړې شئ او زما ورونو ته ووایئ چې جلیل ته لاړ شي او هلته به ما وویني.»
11په هغه وخت کې چې ښځې په لاره روانې وې، یو څو عسکره چې د قبر ساتنه یې کوله، ښار ته لاړل او څه چې پېښ شوي وو هغه یې مشرانو کاهنانو ته وویل.
12کله چې مشرانو کاهنانو د قوم د مشرانو سره لیدنه کتنه وکړه او مشوره یې وکړه او هغوی ساتونکو ته زیات رشوت ورکړ
13او ورته ویې ویل: «تاسو باید خلکو ته داسې ووایئ، کله چې د شپې مونږ ویده وو نو د هغه شاګردان راغلي او د هغه مړی یې غلا کړی دی.
14که چېرې دا خبره د والي غوږ ته ورسیږي نو مونږ به هغه ته قناعت ورکړو چې تاسو بې ګناه یئ او نه پرېږدو چې د کومې ستونزې سره مخ شئ.»
15نو ساتونکو پیسې واخیستې او څه چې ورته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل. یهودیان تر نن ورځې پورې یو بل ته دا کیسه کوي.
16بیا یوولس شاګردان د جلیل هغه غره ته لاړل چې عیسی ورته ویلي وو چې لاړ شي.
17کله چې هغوی عیسی ولید نو ورته په سجده شول. خو په هغوی کې ځینې ورباندې شکمن وو.
18بیا عیسی هغوی ته نژدې ورغی او ورته ویې ویل: «د ځمکې او اسمان ټول واک او اختیار ماته راکړل شوی دی.
19لاړ شئ او ټول قومونه زما پیروان کړئ او هغوی ته د پلار او زوی او روح القدس په نوم د تعمید غسل ورکړئ.
20هغوی ته دا تعلیم ورکړئ چې په هغو ټولو حکمونو باندې عمل وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي. او په دې باور ولرئ چې زه به تل او د نړۍ تر پایه ستاسو سره مل یم.»