Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
66 verses
1کله چې سهار شو نو ټولو مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو په خپل منځ کې مشوره وکړه چې عیسی څنګه ووژني.
2بیا یې هغه وتړلو او روان یې کړ او د روم والي پیلاتوس ته یې وسپاره.
3کله چې یهودا خاین پوه شو چې په عیسی باندې د مرګ حکم وشو، نو د خپل کار څخه پښېمانه شو او هغه د سپینو زرو دېرش سکې یې بېرته مشرانو کاهنانو او د قوم مشرانو ته راوړلې
4او ویې ویل: «ما ګناه کړې ده چې د یو بې ګناه سړي سره مې خیانت وکړ او د هغه د مرګ سبب شوم.» خو هغوی وویل: «په مونږ یې څه؟ دا ستاسو کار دې.»
5یهودا هغه سکې د خدای په کور کې په ځمکه وغورځولې او دباندې ووت او خپل ځان یې په دار وځړاوه.
6خو مشرانو کاهنانو هغه پیسې راواخیستې او ویې ویل: «د خدای د کور په خزانه کې د دې پیسو اچول روا نه دي، ځکه چې دا د انسان د ژوند بیه ده.»
7نو هغوی په خپلو کې مشوره وکړه او په هغو پیسو یې د کلال ځمکه واخیستله چې د نورو قومونو د خلکو دپاره په کې هدیره جوړه کړي.
8نو له دې امله هغه ځمکه تر نن ورځې پورې «د وینو د پټي» په نوم یادیږي.
9په دې ډول د ارمیا نبي هغه پېشګويي رښتیا شوه چې وایي: «هغوی د سپینو زرو دېرش سکې یعنې د هغه د سر بیه چې د اسراییلو د قوم له خوا ټاکل شوې وه، واخیستلې
10او په هغو پیسو باندې یې د کلال ځمکه واخیستله، لکه څنګه چې څښتن ماته ویلي وو.»
11بیا یې عیسی پیلاتوس والي ته راوست او والي ترې پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی وویل: «ته په خپله وایې.»
12خو کله چې د مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو له خوا په هغه تور ولګول شو نو هغه په ځواب کې هېڅ ونه ویل.
13بیا پیلاتوس هغه ته وویل: «هغوی چې ستا په خلاف کومه شاهدي ورکوي ته یې نه اورې؟»
14خو عیسی یوه خبره هم ونه کړه او والي ډېر حیران شو.
15د اختر په ورځو کې دا رواج ؤ چې والي به یو بندي د خلکو په خوښه د زندان څخه ازاداوه.
16په هغه وخت کې د باراباس په نامه یو بدنام سړی بندي ؤ.
17کله چې خلک سره راټول شول نو پیلاتوس د هغوی نه پوښتنه وکړه: «تاسو څوک غواړئ چې درته یې ازاد کړم، باراباس یا عیسی چې مسیح ورته وایي؟»
18ځکه چې هغه په دې پوهېده چې هغوی د بخیلۍ له مخې عیسی هغه ته په لاس ورکړی دی.
19کله چې هغه د قضاوت په چوکۍ ناست ؤ نو ښځې یې ورته دا پیغام راولېږه: «د هغه بې ګناه سړي سره کار مه لره، ځکه پرون شپه چې ما د هغه په هکله کوم خوب ولیده نو د هغه له امله ټوله ورځ پرېشانه وم.»
20خو مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو خلک دې ته هڅول چې د پیلاتوس څخه وغواړي چې باراباس ورته ازاد کړي او عیسی اعدام کړي.
21والي یوځل بیا هغوی ته وویل: «په دې دواړو کې تاسو څوک غواړئ چې درته یې ازاد کړم؟» هغوی وویل: «باراباس.»
22پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «نو بیا د عیسی سره چې د مسیح په نوم یادیږي څه وکړم؟» هغوی ټولو وویل: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه.»
23خو پیلاتوس وویل: «ولې؟ هغه څه جرم کړی دی؟» هغوی چیغې نورې هم زیاتې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړه.»
24خو کله چې پیلاتوس پوه شو چې هغه هېڅ نه شي کولای او کېدای شي چې شور او غوغا جوړه شي، نو اوبه یې راواخیستې او د خلکو په مخکې یې خپل لاسونه ووینځل او ویې ویل: «زه د دې سړي د مرګ مسوول نه یم، دا ستاسو کار دی.»
25ټولو خلکو ځواب ورکړ: «د دې سړي خون دې زمونږ او زمونږ د اولادونو په غاړه وي.»
26نو پیلاتوس باراباس د هغوی دپاره ازاد کړ او بیا یې حکم وکړ چې عیسی دې په دورو باندې ووهل شي او په صلیب باندې دې ځوړند کړای شي.
27بیا د پیلاتوس عسکرو عیسی د والي د ماڼۍ حوېلۍ ته بوتو او ټول کنډک یې ترې راچاپېر کړ.
28کالي یې ترې وویستل او سور رنګې چپنه یې ورته ورواغوستله.
29بیا یې د اغزیو څخه یو تاج جوړ کړ او په سر یې ورته کېښود او په ښي لاس کې یې ورته یو لرګی ورکړ. بیا د هغه په مخکې په ګونډو شول، ملنډې یې ورباندې وهلې او ویل یې: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا.»
30په هغه یې لاړې ورتو کړې او لرګی یې ترې واخیست او په سر یې پرې وواهه.
31کله چې هغوی ملنډې وهل بس کړل نو چپنه یې ترې وویستله او خپل کالي یې ورته بېرته ورواغوستل. بیا یې هغه بوتو چې په صلیب یې ځوړند کړي.
32هغوی روان وو چې په لاره کې د شمعون په نوم یو سړي سره چې د قیروان څخه ؤ مخامخ شول او عسکرو هغه مجبوره کړ چې د عیسی صلیب یوسي.
33کله چې هغوی یوځای ته ورسېدل چې د جلجتا په نوم یادېده چې معنی یې د سر کوپړۍ ده،
34هلته یې عیسی ته داسې شراب چې ترخه شیان په کې ګډ شوي وو ورکړل، خو کله چې یې وڅښل نو ویې نه غوښتل چې ویې څښي.
35کله چې هغه یې په صلیب باندې مېخ کړ نو د هغه په کالیو یې پچه واچوله او په خپل منځ کې یې سره ووېشل.
36بیا هغوی کښېناستل او د هغه پهره یې کوله.
37د هغه د سر دپاسه یې یوه تخته ځوړنده کړه چې د هغه جرم په کې لیکل شوی وو: «دا د یهودیانو پاچا عیسی دی.»
38د هغه سره دوه داړه ماران هم په صلیب ځړول شوي وو، چې یو یې ښي لاس ته او بل یې کیڼ لاس ته.
39څوک چې له هغه ځای څخه تېرېدل نو خپل سرونه به یې خوځول او عیسی ته به یې ښکنځلې کولې
40او ویل به یې: «تا غوښتل چې د خدای کور وران کړې او په درې ورځو کې یې بېرته جوړ کړې. که ته په رښتیا د خدای زوی یې نو خپل ځان وژغوره او د صلیب څخه راښکته شه.»
41همدارنګه مشرانو کاهنانو، د شریعت عالمانو او یهودي مشرانو په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې:
42«هغه نور خلک ژغورل، خو خپل ځان نه شي ژغورلی. که چېرې هغه د اسراییلو پاچا وي، نو د صلیب څخه دې راښکته شي نو بیا به مونږ ورباندې ایمان راوړو.
43هغه په خدای توکل درلود او دعوه یې کوله چې د خدای زوی یم، نو که خدای غواړي اوس دې هغه وژغوري.»
44همدارنګه هغه داړه مارانو چې د هغه سره په صلیب ځړول شوي وو هم هغه ته ښکنځلې کولې.
45د غرمې د دولسو بجو نه د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره راخپره شوه.
46شاوخوا درې بجې وې چې عیسی په زوره زوره چیغه ووهله: «ایلي، ایلي، لما سبقتني؟ یعنې ای زما خدایه، ای زما خدایه، زه دې ولې پرېښودم؟»
47ځینو خلکو چې په هغه ځای کې ولاړ وو، دا واورېدل او ویې ویل: «هغه الیاس نبي ته نارې وهي.»
48د هغوی څخه یو تن سمدلاسه منډه کړه، اسفنج یې راواخیست او په عادي شرابو کې یې لوند کړ او د لرګي په څوکه یې کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي.
49خو نورو وویل: «صبر وکړئ، پرېږده وګورو چې الیاس نبي د هغه د خلاصولو دپاره راځي او که نه.»
50عیسی یوځل بیا په لوړ اواز چیغه ووهله او ساه یې ورکړه.
51هغه وخت د خدای د کور پرده د سر نه تر بېخه پورې په منځ کې دوه ټوټې شوه. زلزله شوه او د تیږو تختې وچاودلې،
52قبرونه پرانیستل شول او هغه ډېر سپېڅلي خلک چې د مرګ په خوب ویده وو بیا راژوندي شول
53او د خپلو قبرونو څخه راووتل او د عیسی د راژوندي کېدلو څخه وروسته د اورشلیم سپېڅلي ښار ته لاړل او ډېرو خلکو ته ښکاره شول.
54کله چې هغه رومي منصبدار او د هغه عسکرو چې د عیسی پهره یې کوله، زلزله او ټولې پېښې ولیدلې نو ډېر ووېرېدل او ویې ویل: «هغه په رښتیا د خدای زوی ؤ.»
55په هغه ځای کې ډېرو ښځو چې د جلیل څخه د عیسی د خدمت دپاره راغلې وې د لېرې نه دا هرڅه لیدل.
56په هغوی کې مریم مجدلیه، د یعقوب او یوسف مور مریم او د زبدي د زامنو مور وه.
57کله چې ماښام شو نو یو شتمن سړی چې یوسف نومېده او د رامه د ښار څخه ؤ چې هغه هم د عیسی شاګرد شوی ؤ راغی.
58هغه پیلاتوس ته ورغی او د هغه څخه یې د عیسی مړی وغوښت. نو پیلاتوس امر وکړ چې هغه ورته ورکړي.
59یوسف هغه مړی یووړ او په یو سپین کفن کې یې تاو کړ
60او په هغه قبر کې یې کېښود چې یوسف د خپل ځان دپاره په یوه تیږه کې کیندلی ؤ. بیا یې یوه غټه تیږه د قبر خولې ته راورغړوله او لاړ.
61مریم مجدلیه او هغه بله مریم دواړه قبر ته مخامخ ناستې وې.
62په بله ورځ چې د سبت ورځ وه، مشران کاهنان او فریسیان پیلاتوس ته ورغلل
63او ویې ویل: «ښاغلیه! مونږ ته په یاد دي هغه چلباز چې لا ژوندی ؤ ویلي یې وو چې درې ورځې وروسته به زه بیا راژوندی شم.
64نو امر وکړئ چې تر درېو ورځو پورې دې د دې قبر ښه ساتنه وشي، هسې نه چې شاګردان یې راشي او د هغه مړی په غلا یوسي او خلکو ته ووایي چې هغه د مرګ څخه وروسته بیا راژوندی شوی دی او وروستنۍ غولونه به یې د لومړنۍ غولونې څخه ډېره بدتره وي.»
65پیلاتوس هغوی ته وویل: «ساتونکي درسره واخلئ، لاړ شئ او څنګه چې کولای شئ د هغه قبر ساتنه وکړئ.»
66نو هغوی لاړل او د قبر په تیږه باندې یې نښه ولګوله چې څوک یې ونه خوځوي او ساتونکي یې ورباندې ودرول چې ساتنه یې وکړي.