Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
74 verses
1کله چې عیسی خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو شاګردانو ته یې وویل:
2«لکه څنګه چې تاسو خبر یئ چې دوه ورځې وروسته به د فسحې اختر وي او د انسان زوی به دښمنانو ته په لاس ورکړل شي چې په صلیب باندې وځړول شي.»
3په همدې وخت کې مشران کاهنان او د قوم مشران د لوی کاهن قیافا په کور کې سره راټول شول
4او هغوی یوه دسیسه جوړه کړه چې عیسی په یو چل راونیسي او ویې وژني.
5خو هغوی وویل: «دا کار باید د اختر په ورځو کې ونه شي، هسې نه چې د خلکو په منځ کې شور او غوغا جوړه شي.»
6کله چې عیسی په بیت عنیا کې د شمعون کور ته لاړ چې مخکې د جذام په ناروغي اخته ؤ،
7یوه ښځه چې د قیمتي عطرو څخه ډک د مرمرو بوتل ورسره ؤ راغله او په داسې حال کې چې عیسی ډوډۍ ته ناست ؤ هغه عطر یې د هغه په سر باندې واچول.
8کله چې شاګردانو دا ولیدل نو خفه شول او ویې ویل: «دا عطر ولې بېځایه مصرف شول؟
9کېدای شول چې هغه په لوړه بیه خرڅ شوي وای او پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای.»
10عیسی پوه شو چې هغوی څه وویل او هغوی ته یې وویل: «تاسو ولې هغه ښځه تنګوئ؟ هغې زما سره ښه کار کړی دی.
11غریبان به تل ستاسو سره وي، خو زه به تل تاسو سره نه یم.
12هغې چې دا عطر زما په بدن باندې واچول نو زه یې ښخولو ته تیار کړم.
13په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د نړۍ په هرځای کې چې دا زېری ورکول کیږي نو دې ښځې چې څه کړي دي خلک به هغه یادوي.»
14بیا یهودا اسخریوتي چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ مشرانو کاهنانو ته ورغی
15او پوښتنه یې وکړه: «که زه عیسی تاسو ته دروسپارم نو ماته به څه راکړئ؟» نو هغوی ورته د سپینو زرو دېرش سکې ورکړې.
16د هماغه وخت نه هغه په دې لټه کې ؤ چې یوه موقع پیدا کړي او عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
17د فطیرې ډوډۍ د اختر په لومړۍ ورځ شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «په کوم ځای کې غواړې چې د فسحې ډوډۍ درته تیاره کړو؟»
18هغه وویل: «په ښار کې فلاني سړي ته ورشئ او ورته ووایئ: استاذ وایي چې زما ټاکل شوی وخت رانژدې شوی دی، زه به د فسحې اختر د خپلو شاګردانو سره ستا په کور کې ولمانځم.»
19نو څنګه چې عیسی ورته ویلي وو شاګردانو هماغسې وکړل او د فسحې ډوډۍ یې تیاره کړه.
20کله چې ماښام شو نو عیسی د خپلو دولسو شاګردانو سره دسترخوان ته کښېناست.
21د ډوډۍ په وخت کې عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو کس زما سره خیانت وکړي.»
22شاګردان ډېر غمجن شول او هر یو د عیسی نه پوښتنه کوله: «استاذه! ایا هغه زه یم؟»
23عیسی ځواب ورکړ: «چا چې زما سره په دې کاسه کې لاس ښکته کړ هغه به زما سره خیانت کوي.
24لکه څنګه چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، د انسان زوی باید مړ شي خو افسوس د هغه چا په حال چې د انسان د زوی سره خیانت کوي. د هغه سړي دپاره به دا ښه وای چې هېڅ پیدا شوی نه وای.»
25بیا یهودا خاین وویل: «استاذه! ایا هغه زه یم؟» عیسی په ځواب کې وویل: «تا په خپله وویل.»
26د ډوډۍ خوړلو په وخت کې عیسی یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست او هغه یې ماته کړه او شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: ��دا واخلئ او ویې خورئ، دا زما بدن دی.»
27بیا هغه پیاله راواخیستله، د خدای شکر یې وویست او شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «تاسو ټول دا وڅښئ.
28دا زما وینه ده چې د ډېرو خلکو د ګناهونو د بخښنې دپاره توییږي. دا د خلکو سره د خدای د لوظ نښه ده.
29زه تاسو ته وایم چې زه به بیا تر هغې ورځې پورې دا د انګورو شربت ونه څښم ترڅو د خپل پلار په پاچاهۍ کې یې ستاسو سره بیا ونه څښم.»
30بیا د یوې روحاني سندرې د ویلو څخه وروسته د زیتون غره ته لاړل.
31بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «همدا نن شپه به تاسو ټول ما به پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:زه به شپون ووهم او د رمې پسونه به خواره واره شي.
32خو کله چې بیا راژوندی شم نو ستاسو نه مخکې به جلیل ته لاړ شم.»
33پطروس په ځواب کې وویل: «که ټول تا پرېږدي، خو زه به دې هېڅکله پرې نږدم.»
34عیسی ورته وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې همدا نن شپه به د چرګ د اذان نه مخکې درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.»
35پطروس ورته وویل: «که زه تا سره مړ هم شم خو هېڅکله به ونه وایم چې تا نه پېژنم.» او نورو ټولو شاګردانو هم همداسې وویل.
36بیا عیسی د خپلو شاګردانو سره د جتسیماني په نوم یو ځای ته ورسېده او شاګردانو ته یې وویل: «ترڅو پورې چې زه هلته ځم او دعا کوم، تاسو دلته کښېنئ.»
37هغه د پطروس او د زبدي دوه زامن د ځان سره بوتلل. هغه ډېر غمجن شو او زړه یې خفه شو.
38او هغوی ته یې وویل: «زما زړه له غمه چوي او مرګ ته نژدې یم. تاسو دلته پاتې شئ او زما سره بېداره اوسئ.»
39هغه لږ لېرې لاړ، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او دا دعا یې وکړه: «زما پلاره، که چېرې کېدای شي نو دا د مصیبت پیاله زما څخه لېرې کړه! خو زما رضا نه بلکې ستا رضا دې پوره شي.»
40بیا هغه بېرته شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي، نو پطروس ته یې وویل: «ایا زما سره یو ساعت هم ویښ نه شوئ پاتې کېدلی؟
41بېداره اوسئ او دعا وکړئ چې وسوسه نه شئ. زړه غواړي خو بدن کمزوری دی.»
42عیسی یوځل بیا لاړ او دعا یې وکړه: «زما پلاره، که چېرې بله لاره نه وي بې له دې چې دا پیاله وڅښم نو ستا رضا دې پوره شي.»
43عیسی بیا راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي او سترګې یې له خوبه ډکې وې.
44بیا عیسی هغوی پرېښودل او لاړ او د درېم ځل دپاره یې هماغه شان دعا وکړه.
45بیا هغه بېرته شاګردانو ته راغی او ورته ویې ویل: «تاسو لا ویده یئ او ارام کوئ؟ ګورئ، هغه ساعت رارسېدلی چې د انسان زوی به ګناهکارانو ته په لاس ورکول کیږي.
46پاڅېږئ، راځئ چې ځو، هغه څوک چې غواړي زما سره خیانت وکړي، رارسېدلی دی.»
47عیسی لا خبرې کولې چې یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ د ګڼ شمېر خلکو سره چې تورې او کوتکونه ورسره وو او د مشرانو کاهنانو او قومي مشرانو له خوا رالېږل شوي وو، راورسېد.
48هغه خاین هغوی ته یوه نښه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو: «څوک چې زه ښکل کړم نو دا هماغه سړی دی، هغه راونیسئ.»
49یهودا سمدلاسه عیسی ته ورغی او ورته ویې ویل: «سلام ای استاذه! او هغه یې ښکل کړ.»
50عیسی هغه ته وویل: «ای ملګریه! خپل کار دې زر وکړه.» بیا هغوی رامخکې شول، عیسی ته یې لاس ورواچاوه او هغه یې ونیوه.
51په دې وخت کې د عیسی په ملګرو کې یو کس خپله توره راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې ګوزار وکړ او د هغه غوږ یې پرې کړ.
52عیسی هغه ته وویل: «خپله توره دې بېرته په خپل ځای کې کېږده، ځکه څوک چې د تورې څخه کار اخلي نو په توره وژل کیږي.
53ایا ته نه پوهېږې چې زه کولای شم د خپل پلار څخه مرسته وغواړم او هغه به سمدلاسه د فرښتو دولس لښکرې راولېږي؟
54خو بیا به د خدای په کلام کې چې څه لیکل شوي دي هغه څنګه رښتیا کیږي چې وایي دا کار به خامخا کیږي؟»
55په هماغه وخت کې عیسی خلکو ته وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟ زه به هره ورځ د خدای په کور کې کښېناستم او تعلیم به مې ورکاوه خو تاسو ونه نیولم؟
56خو دا هرڅه ځکه وشول ترڅو هغه څه چې پیغمبرانو لیکلي دي پوره شي.» بیا ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل.
57بیا هغو خلکو چې عیسی یې نیولی ؤ، هغه د لوی کاهن قیافا کور ته چې د شریعت عالمان او د قوم مشران هلته راټول شوي وو، بوتو.
58خو پطروس په یوې لېرې فاصله کې په عیسی پسې روان ؤ ترڅو د لوی کاهن د کور حوېلۍ ته ورسېده او دننه ورغی او د ساتونکو سره کښېناست ترڅو وویني چې اخر به څه کیږي.
59مشرانو کاهنانو او ټولې شورا هڅه کوله چې د عیسی په خلاف د دروغو کوم شاهد پیدا کړي، ترڅو هغه ووژل شي.
60سره له دې چې ډېر کسان راوړاندې شول او د دروغو شاهدي یې ورکړه خو هغوی ونه شو کولای چې کوم ثبوت پیدا کړي. په پای کې دوه تنه راوړاندې شول
61او ویې ویل: «دې سړي ویلي دي چې زه کولای شم د خدای کور وران کړم او په درې ورځو کې یې بېرته آباد کړم.»
62لوی کاهن راپاڅېد او عیسی ته یې وویل: «ایا ته دې ټولو تورونو ته چې هغوی یې درباندې لګوي، ځواب نه ورکوې؟»
63خو عیسی غلی پاتې شو. بیا لوی کاهن وویل: «زه د ژوندي خدای په نوم تاته قسم درکوم، مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟ ته د خدای زوی یې؟»
64عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې. خو زه تاسو ټولو ته وایم چې د نن نه وروسته به تاسو ووینئ چې د انسان زوی به د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي او د اسمان په ورېځو کې به راروان وي.»
65په دې خبره لوی کاهن خپل ګرېوان وشلاوه او ویې ویل: «هغه کفر وایي. مونږ نورو شاهدانو ته څه اړتیا لرو؟ تاسو همدا اوس دا کفر واورېد.
66ستاسو پرېکړه څه ده؟» هغوی ځواب ورکړ: «هغه د مرګ لایق دی.»
67بیا هغوی د هغه په مخ لاړې ورتو کړې او هغه یې په سوکانو وواهه او ځینو په څپېړو واهه
68او ویل یې: «ای مسیح! که ته پیغمبر یې نو ووایه چې چا ووهلې.»
69په دې وخت کې پطروس دباندې په حوېلۍ کې ناست ؤ چې یوه وینځه ورغله او ورته ویې ویل: «ته هم د جلیلي عیسی سره وې.»
70پطروس د ټولو په مخکې منکر شو او ویې ویل: «زه نه پوهېږم چې ته څه وایې.»
71بیا کله چې پطروس د حوېلۍ د دروازې خواته لاړ نو هلته یوې بلې وینځې ولید او هلته چې کوم خلک وو ورته ویې ویل: «دا سړی د عیسی ناصري سره ؤ.»
72هغه یوځل بیا منکر شو او ویې ویل: «زه قسم خورم چې هغه سړی نه پېژنم.»
73لږه شېبه وروسته په هغه ځای کې ولاړ خلک پطروس ته راغلل او ورته ویې ویل: «بې له شکه چې ته هم د هغو خلکو څخه یې، ځکه چې ستا د لهجې څخه معلومیږي.»
74بیا پطروس وویل: «زه قسم خورم چې رښتیا وایم. که زه دروغ وایم نو په ما دې د خدای لعنت وي. زه هغه سړی نه پېژنم.» او سمدلاسه چرګ اذان وکړ.