Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
46 verses
1عیسی زیاته کړه: «په هغه وخت کې به اسماني پاچاهي د هغو لسو پېغلو په شان وي چې خپل څراغونه یې واخیستل او د زوم لیدلو ته لاړلې.
2په هغوی کې پنځه یې کم عقلې وې او پنځه یې هوښیارې وې.
3کم عقلو انجونو خپل څراغونه د ځان سره واخیستل خو تېل یې ورسره وانه خیستل.
4خو هوښیارو انجونو د خپلو څراغونو سره د تېلو نه ډک بوتلونه هم د ځان سره واخیستل.
5کله چې زوم د راتللو په وخت کې ځنډ شو، نو هغوی ټولو ته خوب ورغی او ویدې شوې.
6خو په نیمه شپه کې چیغې شوې: ‹وګورئ زوم راروان دی. راځئ چې مخې ته یې ورشو.›
7نو ټولې انجونې راپاڅېدلې او خپل څراغونه یې تیار کړل.
8کم عقلو انجونو هوښیارو انجونو ته وویل: ‹د خپلو تېلو څخه مونږ ته لږ راکړئ، ځکه چې زمونږ څراغونه مړه کیږي.›
9هوښیارو انجونو ورته ځواب ورکړ: ‹نه، زمونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار ورباندې وشي، دا به ښه وي چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او خپل ځان ته تېل واخلئ.›
10کله چې هغوی د تېلو اخیستلو پسې لاړلې، نو زوم راورسېد. هغه انجونې چې تیارې وې د هغه سره د واده مېلمستیا ته لاړلې او دروازې بندې شوې.
11وروسته بیا هغه نورې پنځه انجونې راغلې او چیغې یې کړې: ‹ای ښاغلیه! ای ښاغلیه! مونږ ته دروازه خلاصه کړه.›
12زوم وویل: ‹په یقین سره زه تاسو ته وایم چې تاسو نه پېژنم.›
13نو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې د انسان زوی به په کومه ورځ او په کوم ساعت راځي.
14اسماني پاچاهي د هغه سړي په مثال ده چې غوښتل یې په سفر لاړ شي، نو خپل نوکران یې راوغوښتل او خپل مال او شتمني یې ورته وسپارله.
15هر یو ته یې د هغوی د توان سره سم یو څه ورکړل. یو ته یې د سرو زرو پنځه کڅوړې ورکړې، بل ته یې دوه د سرو زرو کڅوړې او درېم ته یې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړه. بیا په سفر روان شو.
16هغه نوکر چې د سرو زرو پنځه کڅوړې یې ورته ورکړې وې سمدلاسه لاړ او کار یې ورباندې پیل کړ او په هغو باندې یې نورې د سرو زرو پنځه کڅوړې وګټلې.
17همدارنګه هغه نوکر چې د سرو زرو دوه کڅوړې یې درلودلې هغه ورباندې نورې د سرو زرو دوه کڅوړې وګټلې.
18خو کوم نوکر ته چې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړل شوې وه، هغه لاړ او ځمکه یې وکیندله او د خپل بادار پیسې یې په کې ښخې کړلې.
19ډېر وخت وروسته د هغو نوکرانو بادار راغی او د هغوی څخه یې حساب وغوښت.
20کوم نوکر ته چې د سرو زرو پنځه کڅوړې ورکړل شوې وې راغی او نورې د سرو زرو پنځه کڅوړې یې د ځان سره راوړلې او ویې ویل: ‹باداره، تا ماته د سرو زرو پنځه کڅوړې راکړې وې، اوس ګورئ! ما ورباندې پنځه نورې کڅوړې وګټلې.›
21بادار یې ورته وویل: ‹شاباس، زما نېک او وفادار نوکره! تا په لږ شي کې خپل اعتبار ثابت کړ. نو زه به تاته نور ډېر کارونه دروسپارم. راشه او د خپل بادار په خوشحالۍ کې شریک شه.›
22بیا هغه نوکر چې دوه کڅوړې سره زر ورته ورکړل شوي وو راغی او ویې ویل: ‹باداره! تا ماته دوه کڅوړې راکړې وې، اوس ګورئ! ما ورباندې دوه نورې هم وګټلې.›
23بادار یې ورته وویل: ‹شاباس، ای نېک او وفاداره نوکره! تا په لږ شي کې خپل اعتبار ثابت کړ، نو زه به تاته نور ډېر کارونه دروسپارم. راشه او د خپل بادار په خوشحالۍ ک�� شریک شه.›
24بیا هغه نوکر چې یوه کڅوړه ورته ورکړل شوې وه راغی او ویې ویل: ‹باداره! زه پوهېدم چې ته یو سخت سړی یې، ته هغه فصل رېبې چې کرلی دې نه دی او د هغه ځای حاصل راټولوې چې تخم دې په کې نه دی شیندلی.
25نو زه ووېرېدم او لاړم او ستا سره زر مې په ځمکه کې ښخ کړل. هغه دا دي، بېرته یې واخله.›
26خو بادار یې ورته په ځواب کې وویل: ‹ای بېکاره او لټ نوکره! کله چې تاته معلومه وه چې زه هغه فصل رېبم چې کرلی مې نه دی او له هغه ځای څخه حاصل راټولوم چې تخم مې په کې نه دی شیندلی،
27نو تا باید زما پیسې صرافانو ته ورکړې وای او کله چې زه بېرته راغلی وم نو هغه به مې بېرته د سود سره اخیستې وای.
28د هغه څخه هغه د سرو زرو کڅوړه واخلئ او هغه چاته یې ورکړئ چې لس کڅوړې ورسره دي.
29ځکه د چا سره چې څه وي هغه ته به نور هم ورکړل شي، ترڅو د هغه سره نورې هم زیاتې شي. خو د چا سره چې څه نه وي نو څه چې ورسره وي هغه به هم ترې واخیستل شي.
30دا بېکاره نوکر دباندې تیارې ته وغورځوئ یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.›
31کله چې د انسان زوی د خپل جلال سره د ټولو فرښتو سره راشي نو بیا به هغه په خپل شاهانه تخت باندې کښېني،
32او د ټولو قومونو خلک به د هغه په حضور کې راټول شي او هغه به هغوی داسې یو له بل نه بېل کړي لکه څنګه چې شپانه پسونه له وزو نه بېلوي.
33نو په دې ډول به هغه نېک خلک خپل ښي لاس ته او بد خلک خپل چپ لاس ته ځای په ځای کړي.
34بیا به پاچا هغو خلکو ته چې د هغه ښي لاس ته دي ووایي چې ای هغو خلکو چې زما د پلار له خوا درته برکت درکړل شوی دی، راشئ او د هغې پاچاهۍ وارثان شئ چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې ستاسو دپاره تیاره شوې وه.
35ځکه کله چې زه وږی وم نو تاسو راته خواړه راکړل، کله چې تږی وم نو اوبه مو راته راکړې، کله چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
36کله چې زه لوڅ وم نو کالي مو راته راکړل او کله چې ناروغه وم نو تاسو راباندې پام کاوه او کله چې زه بندي وم نو تاسو زما لیدلو ته راغلي وئ.
37بیا به نېکان خلک ورته په ځواب کې ووایي: ‹څښتنه! ته مونږ کله وږی لیدلی یې او موړ کړی مو یې او یا تږی وې او مونږ درته اوبه درکړې وي؟
38کله مونږ لیدلی چې ته مسافر وې او کور ته مو بېولی یې او یا لوڅ وې او مونږ درته کالي درکړي دي؟
39یا مونږ کله ته ناروغه یا بندې لیدلی یې او لیدلو ته دې راغلي یو؟›
40پاچا به ورته ځواب ورکړي: ‹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو زما د دې پیروانو څخه چې عادي خلک دي، د کوم یو سره هم څه کړي دي، هغه مو زما سره کړي دي.›
41بیا به هغو خلکو ته چې د هغه چپ لاس ته دي ووایي: ‹ای لعنتیانو! زما څخه لېرې شئ او هغه تلپاتې اور ته لاړ شئ چې د شیطان او د هغه د پیروانو دپاره تیار شوی دی.
42ځکه کله چې زه وږی وم تاسو راته خواړه رانه کړل، کله چې تږی وم نو اوبه مو راته رانه کړې،
43کله چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته راونه بللم، کله چې لوڅ وم نو تاسو راته کالي رانه کړل او کله چې زه ناروغه او بندې وم نو تاسو مې لیدلو ته رانغلئ.›
44هغوی به هم په ځواب کې ووایي: ‹څښتنه! ته مونږ کله وږی، تږی، مسافر، لوڅ، ناروغه یا بندي لیدلی یې او مرسته مو درسره نه ده کړې؟›
45بیا به هغه ځواب ورکړي: ‹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم کله چې تاسو زما د پیروانو سره که څه هم هغوی عادي خلک دي، د یوه سره هم مرسته نه ده کړې نو تاسو زما سره مرسته نه ده کړې.›
46او هغوی به هغه ځای ته لېرې وشړل شي چې هلته به هغوی ته د تل دپاره سزا ورکول کیږي، خو نېکان خلک به تلپاتې ژوندون ومومي.»