Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
51 verses
1کله چې عیسی د خدای د کور څخه روان شو نو شاګردان یې ورته راغلل چې د هغه پام د خدای د کور ودانۍ ته راواړوي.
2خو هغه وویل: «ایا دا ټولې ودانۍ وینئ؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»
3عیسی د زیتون په غره کې ناست ؤ چې شاګردان یې ورته راغلل او په پټه یې ورته وویل: «مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله وشي؟ او ستا د راتګ او اخرې زمانې نښه به کومه وي؟»
4عیسی ځواب ورکړ: «پام کوئ چې څوک مو بې لارې نه کړي.
5ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به چې زه مسیح یم او ډېر خلک به بې لارې کړي.
6تاسو به د جګړې غږ د نژدې نه او د لېرې نه د جنګ اوازې اورئ، خو ګورئ چې وارخطا نه شئ، ځکه چې دا شیان به خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې اخرنی وخت رارسېدلی دی.
7یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي او یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي او د نړۍ په ډېرو ځایونو کې به قحطي او زلزلې راشي.
8خو دا ټول به د لنګون د دردونو د شروع کېدلو په شان وي.
9کله چې دا هرڅه پېښ شول نو تاسو به ونیول شئ او وبه ځورول شئ او بیا به ووژل شئ او زما د نوم په خاطر به د ټولو قومونو خلک ستاسو څخه کرکه کوي.
10نو بیا به ډېر خپل ایمان له لاسه ورکړي او یو د بل سره به خیانت کوي او یو د بل څخه به کرکه کوي.
11ډېر جعلي پیغمبران به راپیدا شي او ډېر خلک به بې لارې کړي.
12بدکاري به دومره زیاته شي چې د خلکو مینه به یو د بله سره ورکه شي.
13خو څوک چې تر اخره پورې ټینګ پاتې شي هغه به خلاصون ومومي.
14او د اسماني پاچاهۍ زېری به په ټوله نړۍ کې خپور شي ترڅو د ټولو قومونو دپاره شاهدي اوسي او بیا به نړۍ ختمه شي.
15نو کله چې تاسو هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي او سپېڅلی ځای ناپاکه کوي او دانیال نبي د هغو په هکله خبرې کړي دي، ووینئ (لوستونکي دې پوه شي چې د دې معنی څه ده)
16نو څوک چې په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي.
17که څوک د بام په سر وي نو هغه دې د کور د سامان د وړلو دپاره نه راښکته کیږي.
18که څوک په پټي کې وي هغه دې د خپلې چپنې پسې بېرته کور ته نه ورځي.
19افسوس د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او هغو میندو په حال چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي.
20دعا کوئ چې ستاسو تېښته په ژمي کې او یا د سبت په ورځ نه وي.
21ځکه چې په هغه وخت کې به داسې سخت مصیبت رامنځته شي چې د نړۍ له پیل څخه تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي.
22که چېرې خدای هغه ورځې لنډې کړې نه وای نو هېڅوک به ژوندی پاتې شوی نه وای، خو خدای به د خپلو غوره شویو خلکو په خاطر هغه ورځې لنډې کړي.
23که په هغه وخت کې څوک تاسو ته ووایي: ‹وګورئ، مسیح دلته دی یا هلته دی،› نو باور ورباندې مه کوئ.
24ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او لویې معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي، د دې دپاره که ممکن وي نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي.
25نو پام کوئ، تاسو مې له مخکې نه خبر کړئ.
26نو که چېرې څوک تاسو ته ووایي چې مسیح په دښته کې دی، نو هلته مه ځئ او یا درته ووایي چې هغه په یو پټ ځای کې دی نو باور ورباندې مه کوئ.
27ځکه لکه څنګه چې برېښنا له ختیځې خوا راځي نو رڼا یې تر لوېدیځه پورې ځلیږي نو د انسان د زوی راتګ به هم همداسې وي.
28چېرته چې مرداره وي هلته ټپوسان راټولیږي.
29څنګه چې د مصیبت هغه ورځې تېرې شي، نو سمدلاسه به لمر تیاره شي او سپوږمۍ به نوره رڼا نه ورکوي، ستوري به د اسمان څخه راولویږي او اسماني موجودات به ولړزیږي.
30هغه وخت به په اسمان کې د انسان د زوی د راتللو نښې راښکاره شي او د نړۍ ټول قومونه به ویر کوي او هغوی به وویني چې د انسان زوی به د قدرت او زیات جلال سره د اسمان په ورېځو کې راروان وي.
31هغه به خپلې فرښتې چې په لوړ اواز سره به سرنی وهي راولېږي او هغوی به د نړۍ د یو سر نه تر بله سره پورې خپل غوره شوي خلک راټول کړي.
32د انځر د ونې څخه عبرت واخلئ. کله چې د هغې څانګې غوټۍ ونیسي او پاڼې وکړي، نو تاسو پوهېږئ چې اوړی رانژدې دی.
33نو په همدې ډول کله چې تاسو دا ټول شیان ووینئ نو پوه شئ چې هغه وخت نژدې دی بلکې رارسېدلی دی.
34په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي.
35ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.
36خو د هغې ورځې او هغه ساعت نه هېڅوک خبر نه دي، نه د اسمان فرښتې او نه زوی، خو یوازې پلار پرې خبر دی.
37لکه څنګه چې د نوح په زمانه کې شوي وو نو همداسې به د انسان د زوی د راتګ په وخت کې وشي.
38د سېلاب د راتللو څخه مخکې تر هغې ورځې پورې چې نوح کشتۍ ته ننوت، نو خلکو به خوړل او څښل او وادونه به یې کول.
39دوی تر هغه وخته نه پوهېدل چې څه به کیږي، ترڅو سېلاب راغی او هغوی ټول یې له منځه یووړل. نو د انسان د زوی راتګ به هم همداسې وي.
40نو په هغه وخت کې که چېرې دوه کسان په پټي کې وي، نو یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.
41او د دوو ښځو څخه چې یوځای سره میچن کوي یوه به یې بوتلل شي او بله به پرېښودل شي.
42نو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې ستاسو څښتن به په کومه ورځ راځي.
43خو په دې پوه شئ، که چېرې د کور خاوند په دې پوهېدلی چې غل د شپې په کوم وخت کې راځي، نو هغه به ویښ پاتې شوی وای او غل به یې نه پرېښود چې کور ته یې ورننوځي.
44نو تاسو هم باید تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به په هغه وخت کې راشي چې ستاسو په خیال کې به هم نه وي.
45هغه وفادار او هوښیار نوکر څوک دی چې بادار یې هغه د خپلې کورنۍ د نورو نوکرانو مشر ټاکلی وي ترڅو هغوی ته په خپل وخت ډوډۍ ورکړي.
46بختور دی هغه نوکر چې بادار یې راشي او هغه په خپل کار کې بوخت وویني.
47په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بادار به هغه د خپل ټول مال او جایداد واک هغه ته وسپاري.
48خو که هغه نوکر خراب سړی وي نو د خپل ځان سره به ووایي چې د بادار راتګ به مې ډېر وخت ونیسي.
49او هغه به د نورو نوکرانو په وهلو ټکولو پیل وکړي او د شرابیانو سره به خوري او څښي،
50نو د هغه نوکر بادار به په هغه ورځ راشي چې نوکر به یې انتظار هم نه لري او په داسې وخت کې به راشي چې هغه به خبر هم نه وي.
51نو بادار به هغه ته سخته سزا ورکړي او هغه به د منافقانو سره یوځای واچوي چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»