Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1بیا عیسی خلکو او خپلو شاګردانو ته وویل:
2«د شریعت عالمان او فریسیان د موسی په چوکۍ ناست دي،
3هغوی چې هرڅه درته وایي تاسو یې ومنئ او عمل ورباندې وکړئ، خو د هغوی په شان کارونه مه کوئ، ځکه دوی چې څه وایي عمل ورباندې نه کوي.
4هغوی درانه پنډونه تړي او د خلکو په اوږو یې باروي، خو خپله نه غواړي چې ګوتې هم ورته وروړي چې د پنډ په وړلو کې ورسره مرسته وکړي.
5کوم کارونه چې هغوی یې کوي هغه د دې دپاره کوي چې خلک یې وویني، هغوی لوی لوی تعویذونه جوړوي او په خپل تندي او مټ باندې یې تړي او داسې چپنې اغوندي چې اوږده ځونډي لري.
6هغوی دا خوښوي چې په مېلمستیاوو کې په ډېرو ښو ځایونو کې کښېني او په کنیسو کې مخکې ځایونه ونیسي،
7او خلک ورته په بازارونو کې سلام واچوي او ‹استاذه، استاذه› ورته ووایي.
8خو تاسو ته باید ‹استاذ› ونه ویل شي، ځکه چې تاسو یوازې یو استاذ لرئ او تاسو ټول سره ورونه یئ.
9په دې نړۍ کې هېچا ته ‹پلار› مه وایئ، ځکه چې تاسو یوازې یو پلار لرئ چې هغه په اسمان کې دی.
10نه دې څوک درته ‹لارښوونکی› ووایي، ځکه چې تاسو یوازې یو لارښوونکی لرئ چې هغه مسیح دی.
11په تاسو کې هغه څوک د ټولو نه لوی دی چې ستاسو خدمتګار وي.
12ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي هغه به عاجز شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي هغه به سرلوړی شي.»
13عیسی زیاته کړه: «ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د اسماني پاچاهۍ دروازې د خلکو دپاره بندوئ، نه تاسو ورننوځئ او نه نور خلک پرېږدئ چې ورننوځي. [
14ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د کونډو مالونه خورئ، خو د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوئ، خو خدای به تاسو ته د نورو څخه سخته سزا درکړي.]
15ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو په وچه او دریابونو ګرځئ چې کوم څوک خپل دین ته راواړوئ او کله چې ستاسو دین قبول کړي نو هغه ستاسو څخه دوه چنده د دوزخ د سزا وړ شي.
16افسوس دې وي په تاسو باندې ای د ړندو لارښوونکو! تاسو وایئ: ‹که چېرې څوک د خدای د کور په نوم قسم وخوري، نو هېڅ خبره نه ده، خو که څوک د خدای د کور په سرو زرو قسم وخوري نو هغه مجبور دی چې په خپل قسم ولاړ اوسي.›
17ای کم عقلو ړندو! کوم یو یې مهم دی، سره زر یا د خدای کور چې سره زر پاک او سپېڅلي کوي؟
18همدارنګه تاسو وایئ: ‹که چېرې څوک د قربانۍ د ځای په نوم قسم وخوري نو هېڅ خبره نه ده، خو که څوک د قربانۍ د ځای په نذرانې قسم وخوري نو هغه مجبور دی چې په خپل قسم ولاړ اوسي.›
19ای ړندو خلکو! کوم یو یې مهم دی، نذرانه یا د قربانۍ ځای چې هغه نذرانه پاک او سپېڅلې کوي؟
20نو څوک چې د قربانۍ په ځای قسم خوري، هغه د قربانۍ په ځای او په کومو سوغاتونو چې خلکو هلته ایښي دي قسم خوري،
21او څوک چې د خدای د کور په نوم قسم خوري، نو د خدای په کور او خدای باندې چې په هغه کې اوسیږي قسم خوري.
22څوک چې په اسمان باندې قسم خوري، نو هغه د خدای په تخت او هغه چا باندې قسم خوري چې په هغه تخت باندې کښېني.
23ای منافقانو د شریعت عالمانو او فری��یانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د وېلني، شبت او زنکۍ لسمه برخه ورکوئ، خو د شریعت ډېر مهم حکمونه لکه عدالت، رحم او وفاداري مو پریښي دي. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولای او هغه نور مو هم له پامه نه غورځولی.
24ای ړندو لارښوونکو! تاسو ماشی د اوبو څخه لېرې کوئ، خو اوښ لواړ تېروئ.
25ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال باندې، ځکه چې تاسو د خپلو پیالو او قابونو باندینۍ برخې پاکوئ خو دننه یې د هغو شیانو څخه ډک دي چې په حرص او ځان غوښتنې مو ګټلي دي.
26ای ړندو فریسیانو! لومړی د پیالو او قابونو دنننی برخه پاکه کړئ نو باندینۍ برخه به یې هم پاکه شي.
27ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال باندې، ځکه چې تاسو د هغو قبرونو په شان یئ چې په چونه باندې سپین شوي وي چې په ظاهره ښکلي ښکاري، خو دننه د مړو د هډوکو او هر ډول ناپاکیو څخه ډک وي.
28نو په همدې ډول تاسو هم په ښکاره نېک خلک ښکارئ، خو دننه د منافقت او بدیو څخه ډک یئ.»
29عیسی زیاته کړه: «ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال، ځکه چې تاسو د پیغمبرانو زیارتونه جوړوئ او د نېکو خلکو قبرونه ښکلي کوئ
30او وایئ: ‹که چېرې مونږ د خپلو نیکونو په زمانه کې ژوندي وای نو د هغوی سره به د پیغمبرانو په قتل کې شریک شوي نه وای.›
31نو تاسو په خپلو ځانونو باندې شاهدي ورکوئ چې تاسو د هغو خلکو اولاده یئ چې پیغمبران یې قتل کړي دي.
32نو لاړ شئ او هغه کارونه چې ستاسو نیکونو پیل کړي وو، سرته ورسوئ.
33ای مارانو او د مارانو بچیانو! تاسو به د دوزخ له سزا څخه څنګه خلاص شئ؟
34نو له دې امله زه تاسو ته پیغمبران، هوښیار خلک او د شریعت عالمان درلېږم، خو ځینې به تاسو مړه کړئ، ځینې به په صلیب راځوړند کړئ او ځینې به په کنیسو کې په دورو ووهئ او ښار په ښار به ورپسې ګرځئ.
35نو له دې امله د ټولو نېکو خلکو وینې چې په ځمکه توییږي، خون به یې ستاسو په غاړه وي، د بې ګناه هابیل څخه نیولې د برخیا د زوی زکریا پورې چې هغه مو د خدای د کور او قربانۍ د ځای ترمنځ وواژه.
36په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د دې ټولو کارونو سزا به د دې زمانې خلکو ته ورکول کیږي.»
37عیسی زیاته کړه: «ای اورشلیمه، ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي هغه سنګساروې! ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راټول کړم لکه څنګه چې چرګه خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې سره راټولوي، خو تا ونه غوښتل.
38ګوره، ستاسو کور تاسو ته خالي پرېښودل کیږي.
39ځکه چې زه تاسو ته وایم چې بیا به هېڅکله ما ونه وینئ ترڅو دا ونه وایئ: ‹مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.›»