Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
46 verses
1عیسی یوځل بیا خلکو ته یو بل مثال راوړ او ویې ویل:
2«اسماني پاچاهي د هغه پاچا په شان ده چې د خپل زوی د واده مېلمستیا یې جوړه کړه.
3هغه خپل نوکران په رابلل شویو مېلمنو پسې ولېږل چې هغوی ته ووایي چې مېلمستیا ته راشي، خو هغوی ونه غوښتل چې راشي.
4نو هغه خپل نور نوکران ورپسې ولېږل چې هغوی ته ووایي: ‹د واده مېلمستیا ته راشئ. ما ډوډۍ تیاره کړې ده، ستاسو دپاره مې غویان او چاغ خوسکي حلال کړي دي او هرڅه تیار دي.›
5خو هغوی یې هېڅ پروا ونه کړه او په خپل کار پسې لاړل. یو یې خپل پټي ته لاړ او بل یې خپل کاروبار ته،
6او نورو د هغه نوکران ونیول، بې عزته یې کړل او ویې وژل.
7پاچا په قهر شو، خپل عسکر یې ولېږل او هغه قاتلان یې ووژل او ښار یې ورته وسوځاوه.
8بیا هغه خپلو نوکرانو ته وویل: ‹د واده مېلمستیا تیاره ده خو کوم خلک چې رابلل شوي وو هغه د دې وړ نه وو.
9عمومي چوکونو ته ووځئ او هرڅوک چې مو پیدا کړ د واده مېلمستیا ته یې راوبولئ.›
10نو نوکران لارو او کوڅو ته ووتل او هرڅوک یې چې پیدا کولای شول که ښه وو او که بد وو ټول یې راوستل او په دې ډول سالون د مېلمنو څخه ډک شو.
11کله چې پاچا د مېلمنو د لیدلو دپاره دننه ورغی، نو هلته یې یو سړی ولید چې د واده کالي یې نه وو اغوستي.
12پاچا ترې پوښتنه وکړه: ‹ای دوسته، تا څنګه د واده کالي نه دي اغوستي او دلته راغلی یې؟› هغه غلی پاتې شو.
13بیا پاچا خپلو خدمتګارانو ته وویل: ‹د هغه لاس او پښې وتړئ او دباندې په تیاره کې یې وغورځوئ یعنې هغه ځای کې چې خلک به ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.›»
14عیسی په پای کې وویل: «رابلل شوي ډېر دي، خو غوره شوي لږ دي.»
15بیا فریسیان لاړل او په خپلو کې یې مشوره وکړه چې څنګه عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي.
16نو هغوی خپل ځینې پیروان د هیرودیس د پلویانو سره عیسی ته ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ای استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو صادق سړی یې او په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ته د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي.
17نو بیا مونږ ته ووایه چې په دې هکله ستا نظر څه دی؟ ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟»
18خو عیسی د هغوی په بدنیتۍ پوه شو او هغوی ته یې وویل: «ای منافقانو، تاسو ولې هڅه کوئ چې ما امتحان کړئ؟
19هغه سکه چې تاسو ورباندې خپله مالیه ورکوئ ماته راوښایئ.» هغوی ورته یوه رومي سکه راوړله.
20عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟»
21هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.» بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.»
22کله چې هغوی دا واورېدل نو حیران شول او هغه یې پرېښود او ورڅخه لاړل.
23په هماغه ورځ صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یو سوال وکړ:
24«استاذه! موسی ویلي دي چې که یو سړی بې اولاده مړ شي نو ورور یې باید د هغه د کونډې سره واده وکړي ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
25په یو وخت کې اووه ورونه وو، لومړني ورور یې واده وکړ او هغه بې اولاده مړ شو او د هغه کونډه د هغه ورور ته پاتې شوه.
26په دې ډول دوهم، درېم او تر اووم وروره پورې د هغې ښځې سره وادونه وکړل او ټول بې اولاده مړه شول.
27په پای کې هغه ښځه هم مړه شوه.
28نو مونږ ته ووایه چې د قیامت په ورځ به هغه د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې ټولو ورسره وادونه کړي وو؟»
29عیسی ځواب ورکړ: «ستاسو غلطي په دې کې ده چې نه د خدای په کلام پوهېږئ او نه د خدای د قدرت څخه خبر یئ.
30ځکه چې د قیامت په ورځ کله چې مړي بیا راژوندي کیږي، نه سړي وادونه کوي او نه به ښځې چاته واده کیږي، خو هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي.
31خو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله تاسو نه دي لوستلي چې خدای تاسو ته څه ویلي دي؟ هغه ویلي دي:
32‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.خدای د مړو خدای نه، بلکې د ژوندیو خدای دی.›»
33کله چې خلکو د هغه خبرې واورېدلې، نو د هغه تعلیم ته حیران شول.
34کله چې فریسیان خبر شول چې عیسی د صدوقیانو خولې بندې کړلې، نو سره راټول شول،
35په هغوی کې یو تن چې د شریعت عالم ؤ د ازمایښت دپاره یې د عیسی نه پوښتنه وکړه:
36«استاذه، په شریعت کې تر ټولو لوی حکم کوم یو دی؟»
37عیسی ځواب ورکړ: «د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په ټول روح او په ټول عقل سره مینه کوئ.
38دا تر ټولو لوی او لومړنی حکم دی.
39دوهم حکم هم د لومړني حکم په شان مهم دی چې د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوئ.
40ټول تورات او د پیغمبرانو لیکنې په دې دواړو حکمونو باندې ولاړ دی.»
41عیسی د هغو فریسیانو څخه چې هلته سره راټول شوي وو پوښتنه وکړه:
42«تاسو د مسیح په هکله څه فکر کوئ؟ هغه د چا زوی دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د داود زوی.»
43عیسی پوښتنه وکړه: «نو بیا څنګه داود د خدای د روح په قدرت هغه ته بادار وایي؟ ځکه چې داود وایي:
44‹څښتن زما بادار ته وویل:”زما ښي لاس ته کښېنهترڅو ستا دښمنان کړم ستا تر پښو لاندې.“›
45نو دا چې داود مسیح ته بادار وایي، بیا څنګه کېدای شي چې مسیح د داود زوی وي؟»
46هېچا د هغه په ځواب کې څه ونه شو ویلی او د هماغې ورځې نه وروسته هېچا دا جرات ونه کړ چې د هغه څخه نورې پوښتنې وکړي.