Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
46 verses
1کله چې عیسی او شاګردان یې اورشلیم ته نژدې شول او بیت فاجي ته چې د زیتون په غره کې ؤ ورسېدل، نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل
2او هغوی ته یې وویل: «هغه مخامخ کلي ته ورشئ، نو هلته به یوه خره ووینئ چې د خپل کوټي سره به تړل شوې وي. هغه را ایله کړئ او ماته یې راولئ.
3که چا درته څه وویل نو ورته ووایئ چې دا زمونږ د استاذ په کار دی، نو هغه به سمدلاسه تاسو ته اجازه درکړي چې هغه بوځئ.»
4په دې ډول به د پیغمبر هغه وینا رښتیا شي چې وایي:
5د صهیون خلکو ته ووایئ چې ستاسو پاچا درروان دی چې عاجز دیاو په خره باندې سپور دی، یعنې د خرې په کوټي باندې سپور دی.
6شاګردان لاړل او څنګه چې عیسی ورته ویلي وو هماغسې یې وکړل.
7هغوی خره او کوټی راوستل او خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی ورباندې سپور شو.
8ډېرو زیاتو خلکو ورته په لاره کې خپل کالي وغوړول او ځینو خلکو د ونو څانګې راپرې کړلې او په لاره کې یې ورته واچولې.
9کوم خلک چې د هغه څخه مخکې او وروسته روان وو چیغې یې وهلې: «ژوندی دي وي د داود زوی ته، مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي. ثنا دې وي څښتن تعالی ته.»
10کله چې عیسی اورشلیم ته ورننوت نو په ټول ښار کې شور او غوغا ګډه شوه، خلکو پوښتنه کوله: «دا څوک دی؟»
11نو کوم خلک چې د عیسی سره ملګري وو ځواب یې ورکړ: «دا عیسی پیغمبر دی چې د جلیل د ناصرې څخه راغلی دی.»
12عیسی د خدای کور ته ننوت او له هغه ځای څخه یې د خرڅوونکو او اخیستونکو په شړلو پیل وکړ او د صرافانو مېزونه او د کوترو خرڅوونکو چوکۍ ګانې یې په بل مخ واړولې،
13او هغوی ته یې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹زما کور به د عبادت د ځای په نوم یادیږي› خو تاسو ترې د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»
14د خدای په کور کې ورته ړانده او ګوډان راغلل او هغوی ته یې شفا ورکړه.
15خو کله چې مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو د عیسی حیرانوونکې معجزې چې هغه ښودلې، ولیدلې او د خدای په کور کې یې د ماشومانو چیغې واورېدلې چې ویل یې: «د داود زوی ته دې ثنا وي.» نو هغوی خفه شول.
16نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «دا ماشومان چې څه وایي ته یې اورې؟» عیسی ځواب ورکړ: «هو، زه یې اورم. ایا تاسو د خدای په کلام کې نه دي لوستلي:خدایه ته به ماشومانو او تي رودونکو ته دا ورزده کوې چې ستا ثنا ووایي؟»
17عیسی هغوی پرېښودل او د ښار څخه ووت. بیت عنیا ته لاړ او هلته یې شپه تېره کړه.
18سبا سهار کله چې عیسی بېرته اورشلیم ته راتله نو وږی شو.
19د سرک په غاړه یې د انځر ونه ولیدله نو هغه ورته ورغی، خو په هغې کې یې له پاڼو پرته بل هېڅ شی ونه لیده. نو هغې ونې ته یې وویل: «ته دې نور هېڅکله مېوه ونه نیسې.» او سمدلاسه هغه ونه وچه شوه.
20کله چې شاګردانو دا ولیدل، نو حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «دا د انځر ونه دومره زر څنګه وچه شوه؟»
21عیسی ورته ځواب ورکړ: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو ایمان ولرئ او شک ونه کړئ نو تاسو به هم وکولای شئ داسې کار وکړئ لکه څنګه چې ما د انځر د ونې سره وکړ. یوازې دا کار نه بلکې که تاسو دې غره ته هم ووایئ چې پورته شه او دریاب ته وغورځېږه نو همداسې به وشي.
22که تاسو ایمان ولرئ نو هرڅه چې په دعا ��ې وغواړئ هغه به لاسته راوړئ.»
23عیسی بېرته د خدای کور ته راغی او تعلیم یې ورکاوه چې مشران کاهنان او د قوم مشران ورته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «چا تاته دا حق درکړی چې دا کارونه کوې؟ تاته چا دا واک او اختیار درکړی دی چې دا کارونه وکړې؟»
24عیسی ځواب ورکړ: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم، که تاسو ځواب راکړ نو زه به هم درته ووایم چې زه په کوم اختیار سره دا کارونه کوم.
25تعمید ورکوونکي یحیی ته دا اختیار چا ورکړی ؤ چې خلکو ته د تعمید غسل ورکړي؟ هغه د خدای له خوا ؤ یا د انسان له خوا؟» هغوی په خپل منځ کې سره بحث وکړ او ویل یې: «که چېرې ووایو د خدای له خوا ؤ، نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟
26خو که چېرې ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو د خلکو څخه وېرېږو ځکه چې هغوی ټول یحیی پیغمبر ګڼي.»
27نو هغوی عیسی ته په ځواب کې وویل: «مونږ نه پوهېږو.» عیسی ورته وویل: «نو زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»د دوو زامنو مثال
28عیسی زیاته کړه: «تاسو په دې هکله څه فکر کوئ؟ یو سړی ؤ چې دوه زامن یې لرل. هغه خپل مشر زوی ته ورغی او ورته ویې ویل: ‹زویه! لاړ شه او نن د انګورو په باغ کې کار وکړه.›
29هغه ځواب ورکړ: ‹زه نه ځم.› خو وروسته پښېمانه شو او لاړ.
30بیا هغه سړی خپل کشر زوی ته ورغی او هغه ته یې هم همدا خبره وکړه. هغه ځواب ورکړ: ‹ځمه، پلاره.› خو لاړ نه شو.
31په هغو دواړو زامنو کې کوم یو د خپل پلار خبره ومنله؟» هغوی وویل چې مشر زوی یې. نو عیسی ورته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې مالیه ټولوونکي او فاحشې به ستاسو څخه مخکې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.
32ځکه چې یحیی تاسو ته راغی چې رښتینې لاره دروښایي، خو تاسو ورباندې باور ونه کړ، خو مالیه ټولوونکو او فاحشو ورباندې باور وکړ او سره له دې چې تاسو دا ولیدل، خو پښېمانه نه شوئ او باور مو ورباندې ونه کړ.»
33عیسی وویل: «یو بل مثال واورئ. یو زمیندار ؤ چې د انګورو باغ یې جوړ کړ او ګردچاپېره یې ترې دېوال تاو کړ او په باغ کې یې د انګورو څخه د شربت ویستلو دپاره خم جوړ کړ او د پهره دارۍ دپاره یې په کې یو برج هم جوړ کړ. بیا یې هغه باغوانانو ته په اجاره ورکړ او خپله بل وطن ته په سفر روان شو.
34کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد، نو هغه خپل نوکران باغوانانو ته ورولېږل چې خپله برخه ترې واخلي.
35باغوانانو د هغه نوکران ونیول، یو یې ورته وواهه او بل یې مړ کړ او درېم یې سنګسار کړ.
36د باغ خاوند دا ځل زیات نوکران ولېږل او باغوانانو د هغوی سره هم هماغسې چلند وکړ.
37په پای کې یې خپل زوی ورولېږه او فکر یې وکړ چې هغوی به زما د زوی لحاظ وکړي.
38خو کله چې باغوانانو د هغه سړي زوی ولید نو په خپل منځ کې یې سره وویل: ‹دا یې وارث دی، راځئ چې مړ یې کړو او میراث به یې زمونږ شي.›
39هغه یې ونیوه او د انګورو د باغ څخه یې دباندې وویست او مړ یې کړ.
40نو کله چې د باغ خاوند راشي، د باغوانانو سره به څه وکړي؟»
41هغوی ځواب ورکړ: «هغه به دا بدکاره خلک په بې رحمانه توګه ووژني او باغ به نورو باغوانانو ته په اجاره ورکړي چې د حاصل راټولولو په وخت کې به هغه ته خپله برخه ورکوي.»
42بیا عیسی هغوی ته وویل: «ایا تاسو کله د خدای په کلام کې نه دي لوستلي:‹کومه تیږه چې ګلکارانو رد کړههغه اوس د تهداب اصلي تیږه شوه.دا کار د څښتن له خوا وشواو زمونږ په نظر کې عجیبه ښکاري.›
43نو له دې امله زه تاسو ته وایم چې د خدای پاچاهي به ستاسو نه واخیستل شي او هغو خلکو ته به ورکړل شي چې ښه مېوه نیسي یعنې د خدای د حکمونو څخه اطاعت کوي.
44هرڅوک چې په دې تیږه باندې راولویږي، نو هغه به ټوټې ټوټې شي او که هغه تیږه په چا باندې راولویږي، نو هغه به ذرې ذرې کړي.»
45کله چې مشرانو کاهنانو او فریسیانو د عیسی دا مثالونه واورېدل نو هغوی پوه شول چې هغه د دوی په هکله خبرې کوي.
46هغوی غوښتل چې عیسی ونیسي، خو د خلکو څخه ووېرېدل، ځکه چې خلکو عیسی پیغمبر ګڼلو.