Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1عیسی زیاته کړه: «اسماني پاچاهي داسې ده لکه د ځمکې خاوند چې سهار وختي له کوره ووځي ترڅو خپل د انګورو د باغ دپاره مزدوران ونیسي.
2کله چې هغه ورسره یو دینار یعنې د ورځنۍ مزدورۍ په هکله جوړه وکړه، نو هغوی یې ولېږل چې په باغ کې یې کار وکړي.
3د سهار په نهه بجو هغه دباندې ووت نو ځینې خلک یې ولیدل چې په بازار کې وزګار ولاړ وو.
4هغوی ته یې وویل: ‹تاسو هم لاړ شئ او زما د انګورو په باغ کې کار وکړئ او زه به تاسو ته مناسبه مزدوري درکړم.› نو هغوی لاړل.
5هغه د غرمې په وخت کې او بیا په درې بجو بازار ته لاړ او د نورو کسانو سره یې هم هماغه شان کار وکړ.
6د مازدیګر شاوخوا پنځه بجې هغه بازار ته لاړ او نور خلک یې ولیدل چې هلته وزګار ولاړ وو. د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: ‹تاسو ولې ټوله ورځ دلته وزګار ولاړ یئ؟›
7هغوی ځواب ورکړ: ‹ځکه چې مونږ ته هېچا د کار دپاره څه نه دي ویلي.› هغه ورته وویل: ‹تاسو هم لاړ شئ او زما په باغ کې کار وکړئ.›
8کله چې ماښام شو، نو د باغ خاوند خپل ناظر ته وویل: ‹مزدوران راوغواړه او د هغوی مزدوري ورته ورکړه، لومړی یې هغو خلکو ته ورکړه چې وروسته راغلي دي او بیا ورپسې یې هغو ته ورکړه چې اول راغلي وو.›
9کومو خلکو چې شاوخوا پنځه بجې کار پیل کړی ؤ راغلل او د پوره ورځې مزدوري یې واخیستله.
10کله چې د هغو مزدورانو وار راورسېد چې اول راغلي وو، نو هغوی په دې تمه وو چې د نورو څخه به زیاته مزدوري واخلي، خو هغوی ته هم د نورو په اندازه ورکړل شوه.
11کله چې هغوی خپله مزدوري واخیستله نو د باغ خاوند ته یې ګیله وکړه.
12هغوی وویل: ‹دا خلک چې وروسته راغلل هغوی یوازې یو ساعت کار کړی دی، حال دا چې مونږ ټوله ورځ په سور لمر کې کار کړی دی خو بیاهم تا هغوی ته زمونږ سره یو برابر مزدوري ورکړه.›
13د باغ خاوند په هغوی کې یو ته وویل: ‹ملګریه! ما درسره کومه بې انصافي نه ده کړې. ایا تا خپله دا ونه منله چې په یو دینار به ټوله ورځ کار کوې؟
14خپله مزدوري دې واخله او ځه. دا زما خوښه ده چې وروسته راغلي سړي ته هم دومره ورکړم څومره مې چې تاته درکړله.
15ایا زه حق نه لرم چې په خپلو پیسو باندې چې څه غواړم هغه وکړم؟ یا په دې باندې بخیلي کوې چې زه سخي یم؟›»
16نو عیسی وویل: «په دې ډول به اولني وروستي شي او وروستي به اول شي.»
17کله چې عیسی اورشلیم ته روان ؤ نو په لاره کې یې خپل دولس شاګردان یوې ګوښې ته کړل او ورته ویې ویل:
18«ګورئ، مونږ اوس اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو ته په لاس ورکړل شي او هغوی به ورباندې د مرګ حکم وکړي.
19غیریهودیانو ته به یې وسپاري ترڅو هغوی ورباندې ملنډې ووهي، په دورو یې ووهي او په صلیب باندې یې ځوړند کړي. خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»
20بیا د زبدي ښځه د خپلو دوو زامنو سره عیسی ته راغله، د هغه په پښو کې پرېوتله او د هغه څخه یې وغوښتل چې په هغې باندې احسان وکړي.
21عیسی د هغې څخه پوښتنه وکړه: «څه غواړې؟» هغې وویل: «زما سره وعده وکړه چې ستا په پاچاهۍ کې دې زما دا دواړه زامن ستا په څنګ کې کښېني، یو دې ښي لاس ته کښېني او بل کیڼ لاس ته.»
22عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «تاسو نه پوهېږئ چې څه غواړئ. کومه پیاله چې زه به یې څښم تاسو هغه څښلی شئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ یې کولای شو.»
23عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه، تاسو به زما پیاله وڅښئ، خو دا زما په اختیار کې نه ده چې څوک به زما ښي یا کیڼ لاس ته کښېني. دا ځایونه د هغو خلکو دپاره دي چې زما پلار ورته تیار کړي دي.»
24کله چې هغو نورو لسو شاګردانو دا واورېدل، نو هغوی د هغو دوو ورونو څخه خفه شول.
25خو عیسی هغوی راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې د غیریهودیانو واکمنان په خپلو خلکو باندې باداري کوي او مشران یې ورته خپل زور ښایي.
26خو په تاسو کې دې داسې نه وي. که په تاسو کې څوک غواړي چې لوی وګڼل شي، نو باید د نورو خدمتګار شي
27او هرڅوک چې غواړي د ټولو څخه اول شي باید د نورو خدمت وکړي.
28حتی د انسان زوی د دې دپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي بلکې د نورو خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو خلکو د خلاصون دپاره قربان کړي.»
29کله چې عیسی او د هغه شاګردان د اریحا څخه تلل، نو ګڼ شمېر خلک ورپسې روان وو.
30د لارې په غاړه دوه ړانده ناست وو. کله چې هغوی خبر شول چې عیسی په دې لاره تېریږي نو چیغې یې کړې: «ای ښاغلیه، ای د داود زویه! په مونږ رحم وکړه.»
31خلکو هغوی ورټل او ورته ویې ویل چې غلي شئ. خو هغوی نورې هم چیغې ووهلې: «ای ښاغلیه، ای د داود زویه! په مونږ رحم وکړه.»
32عیسی ودرېده او هغوی ته یې غږ وکړ او پوښتنه یې ترې وکړه: «زما نه څه غواړئ چې درته ویې کړم؟»
33هغوی ورته وویل: «ای ښاغلیه، غواړو چې سترګې مو بینا شي.»
34د عیسی زړه ورباندې وسوځېده او د هغوی په سترګو یې لاس کېښود او هغوی سمدلاسه بینا شول او په هغه پسې روان شول.