Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1کله چې عیسی دا خبرې خلاصې کړې، نو د جلیل څخه روان شو او د یهودیې سیمې ته چې د اردن د سیند په بله غاړه پرته وه لاړ.
2ګڼ شمېر خلک ورپسې روان وو او عیسی هلته هغوی ته شفا ورکړه.
3ځینې فریسیان هغه ته راغلل او د دې دپاره چې هغه وازمایي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا دا روا ده چې یو سړی دې خپله ښځه چې په هر دلیل وي طلاقه کړي؟»
4عیسی په ځواب کې وویل: «ایا تاسو نه دي لوستلي چې په شروع کې چې کله خالق انسانان پیدا کړل، نو هغه یې نر او ښځه پیدا کړل؟
5او خدای وویل:نو له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدياو د خپلې ښځې سره یوځای شي او دواړه یو بدن شي.
6نو هغوی نور دوه تنه نه بلکې یو تن وي. نو څرنګه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، انسان باید هغوی سره جدا نه کړي.»
7فریسیانو د عیسی نه پوښتنه وکړه: «نو بیا موسی په دې هکله ولې حکم کړی دی چې یو سړی کولای شي خپلې ښځې ته طلاقنامه ورکړي او هغه وشړي؟»
8عیسی ځواب ورکړ: «موسی تاسو ته د دې دپاره اجازه درکړه چې خپلو ښځو ته طلاق ورکړئ، ځکه چې ستاسو زړونه سخت وو. خو د پیدایښت له وخته داسې نه ؤ.
9زه تاسو ته وایم چې که څوک خپله ښځه له زنا کولو پرته په کوم بل دلیل طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي نو هغه زنا کوي.»
10شاګردانو عیسی ته وویل: «که د مېړه او ښځې ترمنځ دا حال وي، نو دا به ښه وي چې څوک هېڅ واده ونه کړي.»
11خو عیسی هغوی ته وویل: «هرڅوک دا خبره نه شي منلی خو یوازې هغه خلک یې منلی شي چې خدای ورته دا توان ورکړی وي.
12دا چې ځینې خلک وادونه نه شي کولای ډول ډول دلیلونه لري: ځینې داسې دي چې له مور نه نرښځیان پیدا شوي دي او ځینې د انسانانو له خوا خصیان شوي دي او نور د اسماني پاچاهۍ په خاطر وادونه نه کوي. نو څوک چې یې منلی شي هغه دې ومني.»
13په دې وخت کې ځینو خلکو عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس د هغوی په سرونو باندې کېږدي او د هغوی دپاره دعا وکړي، خو شاګردانو هغوی ورټل.
14خو عیسی هغوی ته وویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي او هغوی مه منع کوئ، ځکه چې اسماني پاچاهي د همداسې خلکو ده.»
15عیسی خپل لاس د هغوی په سرونو باندې کېښود، برکت یې ورته ورکړ او بیا روان شو.
16داسې وشول چې یو سړی عیسی ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه! زه داسې کوم نېک کار وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟»
17عیسی هغه ته وویل: «د نېکۍ په هکله ولې زما څخه پوښتنه کوې؟ یوازې یو ذات دی چې نېک دی، خو که ته غواړې تلپاتې ژوندون تر لاسه کړې، نو د هغه په حکمونو عمل وکړه.»
18هغه سړي پوښتنه وکړه: «کوم حکمونه؟» عیسی وویل: «قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه.
19د خپل مور او پلار عزت کوه او د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.»
20هغه ځوان ځواب ورکړ: «په دې ټولو مې عمل کړی دی، نور څه وکړم؟»
21عیسی ورته وویل: «که ته غواړې چې کامل شې، نو لاړ شه او خپل مال او جایداد خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې. بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
22کله چې هغه ځوان دا خبرې واورېدلې نو له هغه ځای څخه غمجن روان شو، ځکه چې هغه ډېر مال او جایداد درلود.
23عیسی خپلو شاګردانو ته و��یل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دولتمن سړي ته اسماني پاچاهۍ ته ننوتل ډېر سخت کار دی.
24زه یوځل بیا تاسو ته وایم چې د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسانه دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.»
25کله چې شاګردانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر حیران شول او پوښتنه یې وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟»
26عیسی هغوی ته وکتل او ویې ویل: «د انسان دپاره دا ناشونې ده خو د خدای دپاره هرڅه ممکن دي.»
27بیا پطروس ورته وویل: «وګوره، مونږ هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شوي یو. نو مونږ به څه لاسته راوړو؟»
28عیسی هغوی ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په راتلونکې نوې نړۍ کې چې کله د انسان زوی په خپل د جلال نه ډک تخت باندې کښېني، نو تاسو دولس تنه به چې زما پیروان یئ هم په دولسو تختونو باندې کښېنئ او د اسراییلو د دولسو قبیلو قاضیان به شئ.
29هرچا چې زما په خاطر خپل کورونه، ورونه، خویندې، مور او پلار، اولادونه او خپلې ځمکې پریښي دي، هغوی به سل چنده لاسته راوړي او تلپاتې ژوندون به ورته ورکړل شي.
30خو ډېر چې اوس اول دي، هغوی به وروستي شي او ډېر چې اوس وروستي دي هغوی به اول شي.»