Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1په دې وخت کې شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «په اسماني پاچاهۍ کې د ټولو نه لوی څوک دی؟»
2عیسی یو ماشوم راوغوښت او د خلکو په منځ کې یې ودراوه،
3او ویې ویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ترڅو پورې چې تاسو په خپل ځان کې بدلون رانه ولئ او د ماشومانو په شان نه شئ نو هېڅکله به هم اسماني پاچاهۍ ته وردننه نه شئ.
4هرڅوک چې خپل ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړي، نو په اسماني پاچاهۍ کې به د ټولو نه لوی وي
5او هرڅوک چې داسې یو ماشوم زما په نوم قبول کړي نو هغه ما قبلوي.
6خو هر هغه څوک چې د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري، د کوم یو د ګناهکارېدلو سبب شي، نو د هغه دپاره به دا ښه وي چې په خپله غاړه کې د ژرندې یو لوی پل واچوي او په یو ژور دریاب کې ډوب شي.
7افسوس دې وي په دې نړۍ چې د داسې وسوسو سبب ګرځي. دا وسوسې به خامخا راځي خو افسوس د هغه چا په حال چې د دې وسوسو سبب ګرځي.
8که چېرې ستا لاس یا پښه ستا د ګناه سبب ګرځي، نو هغه پرې کړه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یو لاس او یوې پښې سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې په دواړو لاسو او پښو روغ یې او تلپاتې اور ته واچول شې.
9او که چېرې ستا سترګه ستا د ګناه سبب وګرځي، نو هغه وباسه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یوې سترګې سره تلپاتې ژوندون ومومې، نه دا چې د دواړو سترګو سره د دوزخ اور ته وغورځول شې.
10ګورئ، په دې خلکو کې چې د ماشومانو په شان په ما باندې ایمان لري، یو ته هم په سپکه سترګه مه ګورئ. زه تاسو ته وایم چې د هغوی فرښتې په اسمان کې تل زما د اسماني پلار په حضور کې حاضرې وي. [
11ځکه چې د انسان زوی راغلی دی چې ورک شوي وژغوري.]
12تاسو څه فکر کوئ؟ فرض کړئ یو سړی سل پسونه لري او د هغو څخه یو ورک شي، نو هغه به څه کوي؟ ایا هغه به دا نهه نوي پسونه د غونډیو په لمنو کې پرېنږدي او د هغه ورک شوي پسه د لټولو دپاره به لاړ نه شي؟
13کله چې هغه پیدا کړي، نو په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه سړی به د هغو نهه نوي پسونو څخه چې ورک شوي نه دي په هغه یو باندې ډېر خوشحاله شي.
14نو په دې ډول ستاسو اسماني پلار نه غواړي چې د دې خلکو څخه چې د ماشومانو په شان په ما باندې ایمان لري، یو هم له منځه لاړ شي.
15که چېرې ستا ورور ستا په وړاندې کومه بدي وکړي، نو ورشه او خپله غلطي یې ورته وښایه او دا خبره دې یوازې ستا او د هغه ترمنځ وي. که هغه خپله غلطي ومني، نو ورور به دې بېرته خپل کړې.
16خو که چېرې هغه ستا خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو بیا یو یا دوه نور کسان د ځان سره بوځه، ترڅو څه چې ته وایې هغه د دوو یا درې شاهدانو له خوا تایید شي.
17که چېرې هغه د هغوی خبره هم ونه مني، نو موضوع کلیسا ته وړاندې کړه او که د کلیسا خبره هم ونه مني نو بیا د هغه سره داسې چلند وکړه لکه چې د یو کافر یا مالیه ټولوونکي سره کیږي.
18په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅه چې تاسو د ځمکې په مخ ناروا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم ناروا وګڼل شي او هرڅه چې د ځمکې په مخ روا وګڼئ، نو په اسمان کې به هم روا وګڼل شي.
19په یقین سره زه تاسو ته نور څه هم وایم: که چېرې په تاسو کې دلته د ځمکې په مخ دوه تنه د کوم شي په هکله په یو زړه خدای ته سوال وکړي، نو زما اسماني پلار به یې قبول کړي.
20ځکه په هرځای کې که دوه یا درې تنه زما په نوم سره راټول شي، نو زه د هغوی په منځ کې حاضر یم.»
21بیا پطروس عیسی ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: «استاذه! که زما ورور زما سره کومه بدي وکړي، هغه څو ځلې وبخښم؟ ایا اووه ځلې؟»
22عیسی ځواب ورکړ: «زه نه وایم چې اووه ځلې، بلکې اووه وارې اویا ځلې.
23ځکه چې اسماني پاچاهي د هغه پاچا په شان ده چې ویې غوښتل د خپلو خدمتګارانو سره حساب وکړي.
24چې کله یې حساب شروع کړ، نو یو سړی یې ورته راوست چې په لکونو پیسې د هغه پوروړی ؤ.
25خو د هغه سره دومره پیسې نه وې چې خپل پور ورکړي، نو بادار یې امر وکړ چې هغه دې د خپلې ښځې او ماشومانو سره او نور هرڅه چې لري خرڅ کړي، ترڅو خپل پور ورکړي.
26نو خدمتګار د هغه په پښو کې پرېوت او زاري یې ورته وکړه: ‹لږ صبر راته وکړه او زه به ستا ټول پور خلاص کړم.›
27د بادار زړه یې پرې وسوځېده او هغه یې پرېښود او پور یې ورته وبخښلو.
28خو کله چې هغه خدمتګار لاړ، نو د خپلو ملګرو خدمتګارانو څخه یو یې چې سل دیناره یې پوروړی ؤ ورته په مخه ورغی. هغه یې له ستوني ونیوه او ورته ویې ویل: ‹زما پور بېرته راکړه.›
29نو هغه خدمتګار ملګری یې په پښو کې ورته پرېوت او زاري یې ورته وکړه ویې ویل: ‹لږ صبر راته وکړه، پور به دې خلاص کړم.›
30خو هغه ونه منله او هغه یې په زندان کې واچاوه تر هغې پورې چې د هغه پور ورکړي.
31نورو خدمتګارانو چې دا پېښه ولیدله نو ډېر خفه شول او خپل بادار ته ورغلل او څه چې شوي وو هغه یې ترې خبر کړ.
32نو بادار یې هغه سړی راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹ای بدکاره خدمتګاره! ماته دې زاري وکړه او ما درته ټول پور وبخښلو.
33ایا تاته لازمه نه وه چې په خپل ملګري خدمتګار باندې دې همداسې رحم کړی وای، لکه څنګه چې ما په تا وکړ؟›
34د هغه بادار دومره په قهر شو چې هغه یې په زندان کې واچاوه او امر یې وکړ چې هغه دې تر هغې پورې وځورول شي ترڅو یې ټول پور نه وي ورکړی.
35که چېرې تاسو خپل ورور د زړه نه ونه بخښئ، نو زما اسماني پلار به هم ستاسو سره همداسې وکړي.»