Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب او د یعقوب ورور یوحنا د ځان سره واخیستل او یو لوړ غره ته یې بوتلل چې هلته یوازې اوسي.
2د هغوی په مخکې د هغه څېره بلکل بدله شوه او مخ یې لکه د لمر په شان ځلېده او کالي یې د رڼا په شان سپین شول.
3بیا ناڅاپه شاګردانو ته موسی او الیاس ښکاره شول چې د عیسی سره یې خبرې کولې.
4نو پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. که ته غواړې نو زه به دلته درې خېمې جوړې کړم، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.»
5هغه لا خبرې کولې چې یوه سپینه ورېځ راخپره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ او د ورېځې څخه یو اواز راغی او ویل یې: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم. هغه ته غوږ ونیسئ.»
6کله چې شاګردانو دا واورېدل، نو له ډېرې وېرې په ځمکه پړمخې پرېوتل.
7بیا عیسی هغوی ته ورغی او په هغوی باندې یې لاس کېښود او ورته ویې ویل: «پاڅېږئ، مه وېرېږئ.»
8کله چې شاګردانو خپلې سترګې خلاصې کړې نو پرته له عیسی یې بل هېڅوک هلته ونه لیده.
9کله چې هغوی د غره څخه راښکته کېدل، نو عیسی هغوی ته امر وکړ: «څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله تر هغه وخته پورې چاته څه مه وایئ ترڅو پورې چې د انسان زوی بېرته د مړو څخه راژوندی شوی نه وي.»
10شاګردانو د عیسی نه پوښتنه وکړه: «بیا د شریعت عالمان ولې وایي چې لومړی باید الیاس راشي؟»
11عیسی ځواب ورکړ: «دا رښتیا ده چې لومړی به الیاس راځي او هرڅه به سم کړي.
12خو زه تاسو ته وایم چې الیاس لا پخوا راغلی دی، خو خلکو هغه ونه پېژانده او هرڅه چې دوی غوښتل د هغه سره یې وکړل. په همدې ډول به د انسان زوی هم د هغوی د لاسه وکړیږي.»
13بیا شاګردان پوه شول چې هغه ورته د تعمید ورکوونکي یحیی په هکله خبرې کولې.
14کله چې عیسی او شاګردان یې بېرته خلکو ته راغلل، نو یو سړی عیسی ته راغی، د هغه په مخکې په ګونډو شو
15او ویې ویل: «ای ښاغلیه! زما په زوی باندې رحم وکړه. په هغه باندې میرګي راځي او داسې سختې حملې ورباندې راځي چې اکثره وختونه هغه په اور یا اوبو کې غورځیږي.
16هغه مې ستا شاګردانو ته راوست، خو ویې نه شو کولای چې هغه روغ کړي.»
17عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه او بې لارې خلکو، ترڅو پورې به زه تاسو سره یم؟ ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟ هغه هلک دلته ماته راولئ.»
18عیسی هغه پېري ته په کلکه امر وکړ، نو هغه د هلک څخه راووت او په هماغه ساعت هلک روغ شو.
19بیا شاګردان عیسی ته راغلل او کله چې هغوی یوازې وو نو پوښتنه یې ترې وکړه: «مونږ ولې ونه شو کولای چې هغه پېری وباسو؟»
20هغه ورته وویل: «ځکه چې ستاسو ایمان کمزوری دی. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان هم ولرئ، نو کولای شئ دې غره ته ووایئ چې د دې ځای څخه هغه ځای ته لاړ شه، نو هغه به لاړ شي او هېڅ کار به ستاسو دپاره ناشونی نه وي. [
21دا ډول پېریان یوازې په دعا کولو او د روژې په نیولو سره کېدای شي وویستل شي.]»
22کله چې ټول شاګردان په جلیل کې سره یوځای شول نو عیسی ورته وویل: «د انسان زوی به خلکو ته په لاس ورکړل شي
23او هغوی به یې ووژني. خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» د دې خبرې په اورېدلو شاګردان ډېر غمجن شول.
24کله چې عیسی او شاګردان یې کپرناحوم ته راغلل، نو د خدای د کور دپاره د مالیې راټولوونکي پطروس ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ستا استاذ د خدای د کور مالیه ورکوي؟»
25پطروس وویل: «هو، هغه یې ورکوي.» کله چې پطروس کور ته لاړ، نو مخکې له دې چې څه ووایي، عیسی ورته وویل: «ای شمعونه، ته څه فکر کوې د نړۍ پاچاهان د چا څخه محصول او مالیه اخلي؟ د خپلو خلکو څخه یا د پردیو څخه؟»
26پطروس ځواب ورکړ: «د پردیو څخه.» عیسی وویل: «نو بیا د دوی خپل خلک د مالیې ورکولو څخه معاف دي.
27خو مونږ نه غواړو چې دا خلک خفه کړو. نو لاړ شه، په دریاب کې چنګک واچوه او کوم ماهي چې دې اول ونیوه هغه راوباسه او د هغه خوله خلاصه کړه، نو د سپینو زرو یوه سکه به په کې پیدا کړې. هغه واخله او د هغې څخه زما او ستا دواړو مالیه ورکړه.»