Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1فریسیان او صدوقیان عیسی ته راغلل چې هغه وازمایي، نو د هغه نه یې وغوښتل چې دوی ته یوه اسماني معجزه وښایي.
2عیسی په ځواب کې وویل: «کله چې ماښام شي، نو تاسو وایئ چې هوا به ښه وي، ځکه چې اسمان سور دی
3او د سهار په وخت کې کله چې اسمان سور او په ورېځو کې پټ وي، نو تاسو وایئ چې نن به باران وشي. تاسو اسمان ته په کتلو سره کولای شئ چې د هوا د حالت پېشګويي وکړئ، خو د دې زمانې د نښو په معنی نه پوهېږئ.
4د دې زمانې بدکاره او بې ایمانه خلک معجزه غواړي، خو یوازېنۍ معجزه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس نبي معجزه ده.» بیا عیسی هغوی پرېښودل او لاړ.
5کله چې شاګردان د دریاب بلې غاړې ته پورې وتل، نو دا یې هېر کړل چې د ځان سره ډوډۍ یوسي.
6عیسی هغوی ته وویل: «پام کوئ چې د فریسیانو او صدوقیانو د خمیرې نه به ځانونه ساتئ.»
7هغوی په خپل منځ کې سره بحث شروع کړ او ویې ویل: «هغه ځکه دا خبره کوي چې مونږ ډوډۍ نه ده راوړې.»
8عیسی پوه شو چې هغوی څه وایي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ستاسو ایمان څومره کمزوری دی، ولې په دې هکله بحث کوئ چې ډوډۍ درسره نشته؟
9تاسو لا تر اوسه هم نه پوهېږئ؟ ایا هغه پنځه ډوډۍ او پنځه زره کسان مو په یاد نه دي چې د پاتې شویو ډوډیو څخه مو څو ټوکرۍ ډکې کړې؟
10یا هغه اووه ډوډۍ د څلور زرو تنو دپاره او دا چې د هغو څخه مو څو ټوکرۍ ډکې کړې؟
11تاسو څنګه په دې پوه نه شوئ چې ما د ډوډۍ په هکله خبرې نه کولې؟ بلکې ما تاسو ته ویلي وو چې د فریسیانو او صدوقیانو د خمیرې څخه ځانونه ساتئ.»
12بیا شاګردان پوه شول چې عیسی هغوی ته دا نه وو ویلي چې د هغې خمیرې نه ځانونه وساتئ چې په ډوډۍ کې ترې کار اخیستل کیږي، بلکې د فریسیانو او صدوقیانو د تعلیم څخه ځان ساتل ؤ.
13کله چې عیسی د فیلیپوس د قیصریې سیمې ته ورسېده، نو د خپلو شاګردانو څخه یې پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې د انسان زوی څوک دی؟»
14هغوی ځواب ورکړ: «ځینې وایي چې تعمید ورکوونکی یحیی دی، ځینې وایي چې الیاس نبي دی او نور وایي چې ارمیا نبي یا کوم بل پیغمبر دی.»
15عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟»
16شمعون پطروس ځواب ورکړ: «ته مسیح، د ژوندي خدای زوی یې.»
17عیسی وویل: «ای د یوحنا زویه شمعونه! ته بختور یې. ځکه چې دا درته انسان نه دي ښودلي بلکې زما اسماني پلار درته ښکاره کړي دي.
18خو زه تاته وایم چې ته پطروس یې چې معنی یې تیږه ده او زه په دې تیږې باندې خپله کلیسا جوړوم او حتی مرګ هم دومره قدرت نه لري چې په هغې باندې بریالی شي.
19زه به تاته د اسماني پاچاهۍ کیلي ګانې درکړم، هرڅه چې ته د ځمکې په مخ ناروا وګڼې، نو په اسمان کې به هم ناروا وګڼل شي او هرڅه چې د ځمکې په مخ روا وګڼې، نو په اسمان کې به هم روا وګڼل شي.»
20بیا عیسی خپلو شاګردانو ته په کلکه امر وکړ چې هېچا ته ونه وایئ چې هغه مسیح دی.
21د هغه وخت نه عیسی خپلو شاګردانو ته په ښکاره ویل چې هغه باید اورشلیم ته لاړ شي او هلته به د قوم د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا کړاوونه وویني او وبه وژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.
22بیا پطروس هغه له لاسه ونیوه او ګوښه یې کړ او د هغه په خبرو یې نیوکه وکړه چې داسې خبرې ونه کړي: «خدای دې نه کړي استاذه! په تا دې هېڅکله داسې ونه شي.»
23بیا عیسی پطروس ته مخ راواړاوه او ورته ویې ویل: «زما د مخې نه لېرې شه شیطانه! ته زما د لارې خنډ یې، ځکه چې ته د انسانانو په شان فکر کوې، نه د خدای په شان.»
24بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «که څوک غواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي، نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، خپل صلیب دې راواخلي او ما پسې دې راځي.
25ځکه هرڅوک چې وغواړي خپل ځان وساتي، نو هغه به یې له لاسه ورکړي او څوک چې زما په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي نو هغه به رښتینی ژوند تر لاسه کړي.
26د یو چا دپاره به څه ګټه وي چې ټوله نړۍ لاسته راوړي خو خپل ځان له لاسه ورکړي؟ یا د خپل ژوند په بدل کې هغه څه شی ورکولای شي؟
27ځکه چې د انسان زوی به د خپل پلار په جلال کې د خپلو فرښتو سره راځي او بیا به هرچا ته د هغه د عمل له مخې بدل ورکوي.
28په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي ترڅو یې د انسان د زوی پاچاهي نه وي لیدلي.»