Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1وروسته ځینې فریسیان او د شریعت عالمان د اورشلیم څخه عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
2ن«ستا شاګردان ولې زمونږ د نیکونو په رواجونو عمل نه کوي او د ډوډۍ خوړلو څخه مخکې خپل لاسونه نه وینځي؟»
3عیسی په ځواب کې وویل: «تاسو ولې د خپل رواج په خاطر د خدای حکم ماتوئ؟
4ځکه چې خدای حکم کړی دی: ‹د خپل مور او پلار عزت کوه او هرڅوک چې خپل مور او پلار ته ښکنځلې وکړي، باید ووژل شي.›
5خو تاسو وایئ، که چېرې څوک خپل مور او پلار ته ووایي چې زه تاسو سره مرسته نه شم کولای، ځکه هغه څه چې ما کولای شول تاسو ته یې درکړم، هغه مې خدای ته نذرانه کړل.
6نو هغه نور مجبور نه دی چې د خپل مور او پلار درناوی وکړي. په دې ډول تاسو د خپل دود او دستور په خاطر د خدای حکم بېارزښته ګڼئ.
7ای منافقانو، اشعیا نبي په حقه ؤ چې ستاسو په هکله یې پېشګویي وکړه چې خدای وایي:
8دا خلک په خوله زما عزت کوي، خو زړونه یې په بل ځای کې دي.
9د هغوی عبادت ګټه نه لري ځکه چې هغوی د خدای د حکمونو په ځای د انساني حکمونو تعلیم ورکوي.»
10بیا عیسی خلک راوغوښتل او ورته ویې ویل: «زما خبرو ته غوږ ونیسئ او ځان ورباندې پوه کړئ.
11نانسان چې څه خوري او څه څښي په هغو باندې نه ناپاکه کیږي، خو کومه خبره چې د هغه د خولې څخه راوځي په هغې ناپاکه کیږي.»
12بیا شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «ایا ته پوهېږې چې فریسیان ستا په خبرو خفه شول؟»
13عیسی ځواب ورکړ: «هر نیالګی چې زمونږ اسماني پلار نه وي کرلی هغه به له بېخه وویستل شي.
14نو د هغوی پروا مه کوئ. دوی داسې ړانده دي چې نورو ړندو ته لاره ښایي. کله چې یو ړوند بل ړوند ته لاره ښایي، نو دواړه په کنده کې غورځیږي.»
15بیا پطروس عیسی ته وویل: «مونږ ته د دې مثال معنی ووایه.»
16عیسی پوښتنه وکړه: «ایا تاسو هم لا تراوسه په دې شیانو نه پوهېږئ؟
17ایا تاسو نه پوهېږئ چې کوم شی چې خولې ته ننوځي هغه خېټې ته ځي او وروسته بیا د بدن څخه وځي؟
18خو څه چې د خولې څخه راوځي هغه د زړه څخه راځي او په هغو باندې انسان ناپاکه کیږي.
19ځکه چې خراب خیالونه، قتل، زناکاري، جنسي بداخلاقي، غلا، د دروغو شهادت او تهمت د زړه نه راوځي.
20دا هغه شیان دي چې انسان ناپاکه کوي، خو په ناپاکو لاسونو باندې خوراک کول انسان نه ناپاکه کوي.»
21بیا عیسی هغه ځای پرېښود او د صور او صیدون سیمو ته لاړ.
22یوه کنعاني ښځه چې د هغه ځای اوسېدونکې وه هغه ته راغله او په چیغو چیغو یې ورته وویل: «ای ښاغلیه! ای د داود زویه! په ما باندې رحم وکړه. زما لور پېریانو نیولې ده او په سخت حالت کې ده.»
23خو عیسی ورته هېڅ ځواب ورنه کړ. شاګردان یې راغلل او زاري یې ورته وکړه او ویې ویل: «دا ښځه وشړه، ځکه چې هغه مونږ پسې چیغې وهي.»
24بیا عیسی په ځواب کې وویل: «زه یوازې د اسراییلو د قوم د ورک شویو پسونو دپاره رالېږل شوی یم.»
25خو هغه ښځه راغله او د عیسی په پښو کې پرېوتله او ویې ویل: «ښاغلیه، زما سره مرسته وکړه.»
26عیسی په ځواب کې وویل: «دا سمه نه ده چې څوک دې د ماشوم ډوډۍ واخلي او سپیانو ته یې واچوي.»
27هغې ښځې وویل: «رښتیا ده ښاغلیه! خو سپي هم هغه پاتې شوې ډوډۍ خوري چې د خاوند د دسترخوان څخه یې وغورځیږي.»
28بیا عیسی هغې ته په ځواب کې وویل: «ای ښځې، ستا ایمان ډېر قوي دی! څنګه چې ته غواړې هماغسې دې وشي.» او په هماغه ساعت د هغې لور روغه شوه.
29عیسی د هغه ځای څخه روان شو او د جلیل د بحیرې په غاړه تېر شو او غره ته وخوت او هلته کښېناست.
30ډېر خلک ورته راغلل او ګوډان، ړانده، شلان، ګونګیان او نور ډېر ناروغان یې ورته راوستل او د هغه پښو ته به یې کښېنول او هغه به روغول.
31کله چې خلکو ولیدل چې ګونګیانو خبرې وکړلې، شلان ټول روغ شول، ګوډان وګرځېدل او ړانده بینا شول، نو حیران شول او د اسراییلو د خدای ثنا او صفت یې وکړ.
32عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي چې هغوی زما سره دي او هېڅ شی ورسره نشته چې ویې خوري. زه نه غواړم چې هغوی وږي رخصت کړم، هسې نه چې په لاره کې بېحاله شي.»
33شاګردانو په ځواب کې وویل: «په دې دښته کې دومره خلکو ته مونږ ډوډۍ له کومه کړو چې ماړه یې کړو؟»
34عیسی هغوی ته وویل: «تاسو سره څو ډوډۍ دي؟» هغوی وویل: «اووه ډوډۍ او یو څو واړه ماهیان.»
35نو عیسی خلکو ته وویل چې په ځمکه کښېني.
36بیا هغه اووه ډوډۍ او ماهیان راواخیستل، د خدای شکر یې وویست، هغه یې ماتې کړې او شاګردانو ته یې ورکړلې او شاګردانو هغه خلکو ته ورکړلې.
37هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او د ډوډیو د پاتې شویو ټوټو څخه اووه ټوکرۍ ډکې شوې.
38هغو خلکو چې ډوډۍ یې وخوړه د هغو شمېر څلور زرو تنو ته رسېده چې په هغو کې ښځې او ماشومان نه وو حساب شوي.
39بیا عیسی خلک رخصت کړل او خپله په کشتۍ کې سپور شو او د مجدن سیمې ته لاړ.