Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1په دې وخت کې د جلیل والي هیرودیس د عیسی د کارونو څخه خبر شو.
2نو خپلو کسانو ته یې وویل: «دا سړی هماغه تعمید ورکوونکی یحیی دی. هغه بېرته د مرګ نه راژوندی شوی دی، نو له دې امله هغه دا قدرت لري چې معجزې وښایي.»
3هیرودیس د خپل ورور فیلیپوس د ښځې هیرودیا په خاطر یحیی نیولی ؤ، په زنځیرونو یې تړلی ؤ او په زندان کې یې اچولی ؤ.
4ځکه چې تعمید ورکوونکي یحیی هیرودیس ته ویلي وو: «تاته روا نه ده چې د خپل ورور د ښځې هیرودیا سره واده وکړې.»
5هیرودیس غوښتل چې هغه مړ کړي، خو د خلکو څخه وېرېده، ځکه چې خلکو هغه پیغمبر ګڼلو.
6خو د هیرودیس د زېږېدنې په مېلمستیا کې د هیرودیا لور د مېلمنو په مخکې داسې نڅا وکړه چې هیرودیس دومره خوشحاله شو،
7چې قسم یې وخوړ چې هغه ترې هرڅه وغواړي نو ورته به یې ورکړي.
8هغې د خپلې مور په لمسون وویل: «د تعمید ورکوونکي یحیی سر راته په پتنوس کې راکړه.»
9پاچا د خپلې خبرې څخه پښېمانه شو، خو هغه د خپل قسم په خاطر چې د مېلمنو په مخکې یې خوړلی ؤ، خپلو کسانو ته حکم وکړ چې د هغې غوښتنه دې پوره کړای شي.
10هغه خپل کسان ولېږل او په زندان کې یې د یحیی سر پرې کړ.
11نو د هغه سر یې په یو پتنوس کې راوړ او هغې انجلۍ ته یې ورکړ او هغې خپلې مور ته یووړ.
12بیا د یحیی شاګردان راغلل او د هغه مړی یې یووړ او ښخ یې کړ. هغوی لاړل او عیسی یې خبر کړ.
13کله چې عیسی دا خبر واورېد، نو د هغه ځای څخه په کشتۍ کې یو ګوښه ځای ته یوازې لاړ. خو کله چې خلک خبر شول، نو د خپلو ښارونو څخه د وچې لارې نه په هغه پسې لاړل.
14کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه یې ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېد او د هغوی ناروغان یې روغ کړل.
15کله چې ماښام شو، شاګردان یې ورته راغلل او ویې ویل: «دا ځای د دښتې په شان دی او ډېره ناوخته شوې ده، خلک کلیو ته ولېږه چې خپلو ځانونو ته د خوړلو دپاره کوم څه واخلي.»
16عیسی وویل: «د دوی تګ ته اړتیا نشته، تاسو خپله هغوی ته کوم څه ورکړئ چې ویې خوري.»
17هغوی ځواب ورکړ: «زمونږ سره یوازې پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان دي.»
18عیسی وویل: «هغه ماته راوړئ.»
19بیا هغه خلکو ته حکم وکړ چې په واښو باندې کښېني. بیا یې هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، اسمان ته یې وکتل، د خدای شکر یې وویست او ډوډۍ یې ماتې کړې، هغه یې شاګردانو ته ورکړې او شاګردانو هغه خلکو ته ورکړې.
20هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او څه چې ترې پاتې شوي وو شاګردانو هغه راټول کړل او دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.
21د هغو خلکو شمېر چې ډوډۍ یې وخوړله پنځه زرو تنو ته رسېده چې په هغو کې ښځې او ماشومان شمېرل شوي نه وو.
22بیا عیسی خپل شاګردان مجبور کړل چې کشتۍ ته وخېژي او د ده څخه مخکې د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي او له هغې وروسته یې خلک رخصت کړل.
23چې کله یې خلک رخصت کړل، نو خپله یو غره ته لاړ چې یوازې دعا وکړي او تر ماښامه پورې هلته یوازې پاتې ؤ.
24په دې وخت کې کشتۍ د وچې څخه لېرې وه او د څپو له امله یې ټکانونه خوړل، ځکه چې باد ورته مخامخ لګېده.
25سهار وختي چې لا تیاره وه، عیسی په داسې حال کې چې د اوبو دپاسه ګرځېده، شاګردانو ته ورغی.
26خو کله چې شاګردانو ولیدل چې هغه د اوبو دپاسه روان دی، نو ووېرېدل او ویې ویل: «دا د مړي ارواح ده.» نو د وېرې له لاسه یې چیغې ووهلې.
27خو عیسی سمدلاسه د هغوی سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زړور اوسئ. زه یم، مه وېرېږئ.»
28پطروس وویل: «ای استاذه! که چېرې دا ته یې نو ماته امر وکړه چې زه هم د اوبو دپاسه درشم.»
29عیسی وویل: «راشه.» نو پطروس د کشتۍ څخه ښکته شو او د اوبو دپاسه د عیسی خواته روان شو.
30خو کله چې هغه ولیدل چې څومره زورور باد لګیږي، نو ووېرېده او کله چې په اوبو کې ډوبېده، نو چیغې یې ووهلې: «استاذه! ما وژغوره.»
31عیسی سمدلاسه خپل لاس ور اوږد کړ او هغه یې راونیوه او ورته ویې ویل: «ستا ایمان څومره کمزوری دی. ولې دې شک وکړ؟»
32کله چې هغوی په کشتۍ کې سپاره شول، باد ودرېده.
33نو په کشتۍ کې ناست کسان هغه ته په سجده شول او ویې ویل: «ته په رښتیا د خدای زوی یې.»
34هغوی د دریاب څخه پورې وتل او د جنیسارت سیمې ته ورسېدل.
35او کله چې د هغه ځای خلکو عیسی وپېژانده، نو هغوی شاوخوا ټولو سیمو ته خبر ورکړ او خلکو خپل ټول ناروغان عیسی ته راوستل.
36هغه ته یې سوال وکړ چې د دوی ناروغانو ته دومره اجازه ورکړي چې یوازې د هغه لمنې ته لاس وروړي او هر چا چې ورته لاس وروړ، نو هغوی به بیخي روغېدل.