Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
58 verses
1په هماغه ورځ عیسی د کور څخه ووت او د دریاب غاړې ته لاړ او هلته کښېناست.
2دومره ډېر خلک ورته راټول شول چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت او کښېناست او ټول خلک ورته د دریاب په غاړه ولاړ وو.
3هغوی ته یې په مثالونو کې ډېر شیان وویل. هغه وویل: «یو دهقان د تخم شیندلو دپاره پټي ته لاړ.
4کله چې هغه په خپل پټي کې تخم شینده، نو یو څه تخم ترې په لاره کې ولوېد او مرغان راغلل او هغه یې وخوړ.
5څه تخم په داسې ځمکه ولوېده چې تیږې یې لرلې، نو هغه تخم زر راشین شو، ځکه چې خاوره یې کمه وه.
6خو کله چې لمر راوخوت نو هغه بوټي وسوځېدل او وچ شول، ځکه چې ریښې یې ژورې نه وې.
7څه تخم په اغزو کې ولوېد او اغزي لوی شول او بوټي یې لاندې کړل.
8خو نور تخم په حاصلخیزه خاوره کې ولوېد او حاصل یې ورکړ، ځینو بوټو سل چنده، ځینو شپېته چنده او ځینو دېرش چنده حاصل ورکړ.
9که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.»
10بیا شاګردان عیسی ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «د هغوی سره ولې په مثالونو کې خبرې کوې؟»
11عیسی په ځواب کې وویل: «تاسو ته د اسماني پاچاهۍ په پټو رازونو د پوهېدلو دپاره پوهه درکړل شوې ده، خو هغوی ته نه ده ورکړل شوې.
12ځکه د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، ترڅو د هغه سره نور هم پرېمانه شي. خو د چا سره چې څه نه وي، نو څه چې ورسره وي هغه به هم ترې واخیستل شي.
13نو په دې خاطر د هغوی سره په مثالونو کې خبرې کوم، ځکه چې هغوی ګوري خو نه یې ویني، هغوی غوږ نیسي خو نه یې اوري او نه پوهیږي.
14نو د اشعیا نبي پېشګويي د هغوی په هکله پوره کیږي چې وایي:‹تاسو به یې بیا بیا اورئ خو پوه به نه شئ،تاسو به ګورئ خو وبه نه وینئ څه،
15ځکه چې زړونه د دې خلکو دي سخت شوي،او په غوږو دي درانه،او پټې شوې یې دي سترګېکه نه، نو سترګو به یې لیدلغوږونو به یې اورېدلپه زړونو کې به پوهېدلاو ماته به بېرته راګرځېدلي وایاو ما به شفا ورکړې وای.›
16خو ستاسو سترګې بختورې دي، ځکه چې ویني او غوږونه مو بختور دي ځکه چې اوري.
17په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ډېرو پیغمبرانو او نېکو خلکو دا ارمان درلود چې هغه څه وویني چې تاسو یې وینئ، خو ویې نه لیدل او هغه څه واوري چې تاسو یې اورئ، خو هغوی وانه ورېدل.
18نو بیا د دهقان د مثال معنی واورئ:
19کله چې څوک د خدای د پاچاهۍ په هکله پیغام واوري، خو ورباندې پوه نه شي نو هغه د داسې تخم په شان دی چې په لاره کې ولویږي. شیطان راشي او څه چې د هغوی په زړونو کې کرل شوي وي هغه وتښتوي.
20په تیږه لرونکې ځمکه کې کرل شوی تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام واوري او سمدلاسه یې په خوشحالۍ سره قبول کړي.
21خو څرنګه چې په هغوی کې یې ریښې نه وي نیولې، نو هغه د زیات وخت دپاره نه پاتې کیږي. نو بیا کله چې د پیغام له امله ورباندې سختي راشي یا وځوریږي، نو زر خپل ایمان له لاسه ورکړي.
22په اغزو کې لوېدلي تخم د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري، خو د ژوند اندېښنې او د شتمنۍ سره مینه د پیغام مخه نیسي. او حاصل نه ورکوي.
23خو کوم تخم چې په ښه خاوره کې کرل شوی وي هغه د هغه چا په مثال دی چې پیغام اوري او ورباندې پوهیږي او هغه سل چنده او شپېته چنده او دېرش چنده حاصل هم ورکوي.»
24عیسی هغوی ته یو بل مثال راوړ: «اسماني پاچاهي د هغه سړي سره پرتله شوې ده چې په خپل پټي کې یې ښه تخم وکرلو،
25خو یوه شپه کله چې ټول ویده وو، نو دښمن یې راغی او د غنمو په منځ کې ورته جودر وشیندل او لاړ.
26کله چې غنم شنه شول او وږي ونیول، نو جودر هم په کې راښکاره شول.
27نو د هغه زمیندار نوکران خپل بادار ته راغلل او ورته ویې ویل: ‹ای باداره، ایا تا په خپل پټي کې ښه تخم نه ؤ کرلی؟ نو بیا دا جودر په کې له کومه شول؟›
28هغه ورته په ځواب کې وویل چې دا د دښمن کار دی. نوکرانو ورته وویل: ‹ایا مونږ لاړ شو او هغه جودر وباسو؟›
29خو هغه ورته ځواب ورکړ چې نه، هسې نه چې د جودرو د ویستلو سره غنم هم ورسره وباسئ.
30پرېږده چې دواړه یوځای لوی شي، نو د لو په وخت کې به لوګرو ته ووایم چې لومړی جودر راټول کړي او د سوځولو دپاره یې ګېډۍ کړي او بیا غنم راټول کړي او زما ګودام ته یې راوړي.»
31عیسی هغوی ته یو بل مثال هم راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د شړشمو د تخم په شان ده چې یو سړی هغه واخلي او په خپل پټي کې یې وکري.
32که څه هم دا تخم د نورو ټولو تخمونو څخه ډېر وړوکی دی، خو کله چې لوی شي نو د باغ د ټولو بوټو څخه لوی شي او ونه ترې جوړه شي، نو مرغان راشي او په څانګو کې یې ځالې جوړې کړي.»
33عیسی هغوی ته بل مثال راوړ او ویې ویل: «اسماني پاچاهي د هغې خمیرې په شان ده چې یوه ښځه هغه واخلي او د درې پیمانې اوړو سره یې ګډه کړي ترڅو هغه ټول خمیره شي.»
34عیسی دا ټول شیان خلکو ته په مثالونو کې بیانول او یوه خبره یې بې مثالونو نه کوله
35ترڅو د پیغمبر هغه پېشګويي رښتیا شي چې ویلي یې وو:«زه به په مثالونو کې خبرې وکړم او هغه شیان به بیان کړمچې د نړۍ د پیدایښت راهیسې پټ ساتل شوي دي.»
36بیا عیسی خلک رخصت کړل او خپله هم کور ته لاړ. شاګردان یې راغلل او ورته ویې ویل: «مونږ ته د غنمو په پټي کې د جودرو د مثال معنی بیان کړه.»
37هغه ځواب ورکړ: «هغه څوک چې ښه تخم کري، هغه د انسان زوی دی.
38پټی دا نړۍ ده، د ښه تخم معنی د اسماني پاچاهۍ خلک دي او جودر د شیطان پیروان دي،
39او هغه دښمن چې جودر یې کرلي دي هغه شیطان دی، د حاصل د راټولولو وخت اخره زمانه ده او لوګرې فرښتې دي.
40لکه څنګه چې جودر راټولیږي او په اور کې سوځول کیږي، نو په اخره زمانه کې به همداسې وشي.
41د انسان زوی به خپلې فرښتې راولېږي او د هغه د پاچاهۍ نه به هغه ټول خلک چې د خلکو د ګناه سبب کیږي راټول کړي او همدارنګه هغه ټول خلک چې بدکاره دي،
42او هغوی به په سور تنور کې واچوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.
43بیا به نېک خلک د خپل پلار په پاچاهۍ کې لکه د لمر په شان ځلیږي. که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.
44اسماني پاچاهي د هغې خزانې په شان ده چې په پټي کې پټه شوې وي او یو سړی هغه پیدا کړي او بېرته یې ښخه کړي او د خوشحالۍ نه ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او بېرته راځي او هغه پټی اخلي.
45په همدې ډول اسماني پاچاهي د هغه سوداګر په شان ده چې د قیمتي مرغلرو پسې ګرځي،
46چې کله یې ډېرې ارزښتناکې مرغلرې پیدا کړې، نو ځي او خپل ټول شیان خرڅوي او هغه مرغلرې اخلي.
47همدارنګه اسماني پاچاهي د هغه جال په شان ده چې ماهي نیوونکی هغه په دریاب کې واچوي او ډول ډول ماهیان ونیسي.
48کله چې جال د ماهیانو څخه ډک شو، نو غاړې ته یې راوکاږي او بیا ورته کښېني او ماهیان سره جدا کړي او ښه ماهیان په ټوکریو کې واچوي او خراب یې ایسته وغورځوي.
49په اخره زمانه کې به همداسې وي. فرښتې به راشي او بدکاران به له نېکو خلکو څخه جدا کړي،
50او هغوی به سور تنور ته وروغورځوي یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»
51عیسی د شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو په دې ټولو شیانو پوهېږئ؟» هغوی وویل: «هو.»
52عیسی هغوی ته وویل: «د شریعت هر ښوونکی چې د اسمان په پاچاهۍ کې شاګرد شي، نو هغه د هغه کور د خاوند په شان دی چې د خپل ګودام څخه نوي او زاړه شیان راوباسي.»
53کله چې عیسی دا مثالونه پای ته ورسول، نو د هغه ځای څخه روان شو،
54او خپل وطن ته راغی او هلته په کنیسه کې یې خلکو ته داسې تعلیم ورکاوه چې ټول حیران شول او یو بل ته یې سره وویل: «دې سړي دا حکمت او د دې معجزو د ښودلو قدرت له کوم ځایه پیدا کړی دی؟
55ایا هغه د نجار زوی نه دی؟ ایا د مور نوم یې مریم نه دی؟ ایا یعقوب، یوسف، شمعون او یهودا د هغه ورونه نه دي؟
56ایا د هغه ټولې خویندې دلته زمونږ سره نه اوسیږي؟ نو بیا دا ټولې خبرې هغه له کوم ځای نه زده کړي دي؟»
57نو هغوی عیسی قبول نه کړ. خو عیسی هغوی ته وویل: «د یو پیغمبر په هرځای کې درناوی کیږي، خو په خپل وطن او خپله کورنۍ کې نه کیږي.»
58عیسی د هغوی د بې ایمانۍ له امله په هغه ځای کې ډېرې معجزې ونه ښودلې.