Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
1په هغه وخت کې عیسی د سبت په یوه ورځ د غنمو په پټیو تېرېده، د هغه شاګردان وږي شوي وو نو هغوی د غنمو د وږو په شکولو او خوړلو شروع وکړه.
2خو کله چې فریسیانو دا ولیدل، نو عیسی ته یې وویل: «ګوره! ستا شاګردان داسې کار کوي چې د سبت په ورځ ناروا دی.»
3عیسی ځواب ورکړ: «ایا تاسو دا نه دي لوستلي کله چې داود او د هغه ملګري وږي وو، نو هغه څه وکړل؟
4هغه څنګه د خدای کور ته ننوت او د خپلو ملګرو سره یې سپېڅلې ډوډۍ وخوړله، که څه هم د هغوی دپاره د هغې خوړل روا نه وو او یوازې د کاهنانو دپاره روا وو؟
5او تاسو د موسی په شریعت کې نه دي لوستلي چې کاهنان د خدای په کور کې د سبت قانون ماتوي، خو بیاهم ګناهکار نه ګڼل کیږي؟
6زه تاسو ته وایم چې دلته یو څوک شته چې د خدای د کور څخه هم لوی دی.
7که چېرې تاسو د خدای د کلام په معنی پوهېدلی چې وایي: ‹زه ستاسو څخه غواړم چې په نورو رحم وکړئ، نه قرباني.› نو تاسو به بې ګناه خلک نه ملامتول.
8ځکه چې د انسان زوی د سبت د ورځې خاوند هم دی.»
9له هغې وروسته عیسی د هغه ځای څخه لاړ او یوې کنیسې ته ورغی.
10هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ. ځینو خلکو چې غوښتل یې په عیسی باندې تور ولګوي، نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا د سبت په ورځ د چا روغول روا دي؟»
11عیسی ځواب ورکړ: «فرض کړئ چې په تاسو کې کوم څوک یو پسه ولري او هغه د سبت په ورځ کندې ته ولویږي نو هغه به راونه نیسي او د هغې کندې څخه به یې راونه باسي؟
12خو انسان د پسه نه ډېر زیات ارزښت لري! نو له دې امله د سبت په ورځ نېک کار کول روا دی.»
13بیا عیسی هغه شل لاسي سړي ته وویل: «خپل لاس دې وغزوه.» هغه خپل لاس وغزاوه او هغه یې د بل لاس په شان روغ شو.
14خو فریسیان د کنیسې نه ووتل او د عیسی د وژلو دپاره یې دسیسه جوړه کړه.د خدای غوره شوی خدمتګار
15کله چې عیسی د هغوی د دسیسې نه خبر شو، نو د هغه ځای څخه لاړ. ډېر خلک ورپسې روان شول او هغه ټول ناروغان روغ کړل
16او هغوی ته یې امر وکړ چې هېچا ته ونه وایي چې هغه څوک دی.
17ترڅو په دې ډول د اشعیا نبي هغه وینا رښتیا شي چې وایي:
18«دا دی زما خدمتګار چې ما غوره کړی دی.هغه په ما باندې ګران دی او زه ترې خوشحاله یم.زه به په هغه باندې خپل روح نازل کړماو هغه به نور قومونه د خدای د قضاوت څخه خبروي
19هغه به نه جنګ جګړې کوي او نه به چیغې وهياو نه به یې په کوڅو کې څوک اواز اوري.
20هغه به کږه لوخه هم نه ماتوياو نه به ضعیفه ډېوه مړ کوي،ترڅو هغه انصاف بریالی کړي.
21د ټولو قومونو د امید سترګې به د هغه خواته وي.»
22په دې وخت کې خلکو یو ړوند او ګونګ سړی چې پېریانو نیولی ؤ عیسی ته راوست. عیسی هغه روغ کړ او هغه وکولای شول چې هم خبرې وکړې او هم وویني.
23ټول خلک حیران شول او ویې ویل: «ایا دا د داود زوی نه دی؟»
24خو کله چې فریسیانو دا واورېدل نو ویې ویل: «دا سړی د پېریانو د مشر بعلزبول په مرسته پېریان وباسي.»
25عیسی پوهېده چې د هغوی په ذهن کې څه ګرځي، نو هغوی ته یې وویل: «هره پاچاهي چې په خپل منځ کې په ډلو ووېشل شي او یو د بل سره وجنګیږي، هغه له منځه ځي او هر ښار او هره کورنۍ چې په خپلو کې یو د بل په خلاف شي نو هغه به پاتې نه شي.
26که چېرې شیطان، شیطان وباسي نو بیا خو شیطان په خپله د خپل ځان په خلاف شو، نو د هغه پاچاهي به څنګه پاتې شي؟
27که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو ستاسو خپل پیروان یې د چا په مرسته وباسي؟ نو هغوی به ستاسو په هکله قضاوت وکړي.
28خو که چېرې زه د خدای د روح په مرسته پېریان وباسم نو بیا پوه شئ چې د خدای پاچاهي تاسو ته راغلې ده.
29یا څنګه څوک کولای شي چې د یو زورور سړي کور ته ورننوځي او د هغه د کور سامان لوټ کړي، ترڅو چې لومړی هغه سړی وتړي او بیا یې کور لوټ کړي.
30څوک چې زما سره نه دی، هغه زما په خلاف دی او څوک چې زما سره د خلکو په راټولولو کې مرسته نه کوي، هغوی خواره واره کوي.
31نو له دې امله زه تاسو ته وایم چې د انسان هره ګناه او کفر ویل به وبخښل شي، خو که چېرې د روح القدس په خلاف کفر وویل شي هغه به ونه بخښل شي.
32هرڅوک چې د انسان د زوی په خلاف څه ووایي هغه به وبخښل شي، خو که چېرې څوک د روح القدس په خلاف څه ووایي هغه به ونه بخښل شي، نه په دې نړۍ کې او نه په راتلونکې نړۍ کې.»
33عیسی زیاته کړه: «یوه ونه د هغې د مېوې څخه پېژندل کیږي. که ونه ښه وي، نو مېوه به یې هم ښه وي. که ونه خرابه وي، نو مېوه به یې هم خرابه وي.
34ای د مارانو بچیانو! تاسو چې داسې بدکاره خلک یئ نو بیا څنګه کولای شئ ښې خبرې وکړئ؟ ځکه کومې خبرې چې په زړه کې وي هغه په خوله راوځي.
35ښه سړی د خپلې ښې خزانې څخه چې په هغه کې ده، ښه شیان راوباسي او بد سړی د خپلې بدې خزانې څخه بد شیان راوباسي.
36زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به هرڅوک د خپلو بېځایه خبرو چې کړي یې دي ځواب وایي.
37ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو بې ګناه او یا ګناهکار وګڼل شئ.»
38بیا د شریعت ځینو عالمانو او فریسیانو عیسی ته وویل: «ای استاذه، مونږ غواړو چې یوه معجزه راته وښایې.»
39خو عیسی په ځواب کې وویل: «د دې زمانې بدکاره او بې ایمانه خلک یوه معجزه غواړي، خو یوازېنۍ نښه چې هغوی ته به وښودل شي هغه د یونس نبي معجزه ده.
40لکه څنګه چې یونس درې ورځې او درې شپې د یو لوی ماهي په خېټه کې تېرې کړې، نو همداسې به د انسان زوی درې ورځې او درې شپې د ځمکې په تل کې تېرې کړي.
41د قیامت په ورځ به د نینوا خلک راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغوی د یونس د وعظ په اورېدلو سره توبه وویستله. خو ګورئ اوس چې څوک دلته دی هغه د یونس نه لوی دی.
42د شیبا د هېواد ملکه به د قیامت په ورځ راپورته شي او د دې زمانې خلک به ملامته کړي، ځکه چې هغه د نړۍ د بل سر نه راغلې وه چې د سلیمان د حکمت څخه ډکې خبرې واوري. خو ګورئ، اوس دلته یو څوک شته چې د سلیمان نه لوی دی.
43کله چې د یو سړي څخه پېری راووځي، نو په دښتو کې سرګردانه ګرځي او د ارام کولو دپاره ځای لټوي، خو کله چې داسې ځای پیدا نه کړي
44نو د خپل ځان سره وایي: ‹زه به بېرته هغه کور ته لاړ شم چې ورڅخه راوتلی وم. کله چې بېرته راشي نو هغه کور خالي، جارو شوی او په ترتیب وویني.
45بیا هغه لاړ شي او د ځان څخه بدتر نور اووه پېریان راولي، هغوی ټول راشي او په هغه کس کې ورننوځي او هلته اوسیږي. او د هغه حال له مخکې څخه هم خراب شي. نو د دې زمانې د بدکاره خلکو به هم همدا حال وي.›»
46عیسی لا د خلکو سره خبرې کولې چې مور او ورونه یې راغلل او دباندې ولاړ وو او غوښتل یې چې د هغه سره خبرې وکړي.
47بیا یو چا عیسی ته وویل: «ستا مور او ورونه دباندې ولاړ دي او غواړي ستا سره خبرې وکړي.»
48عیسی په ځواب کې وویل: «زما مور څوک ده؟ او زما ورونه څوک دي؟»
49بیا هغه خپلو شاګردانو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دا زما مور او زما ورونه دي.
50ځکه هرڅوک چې زما د اسماني پلار اراده پوره کوي، هغه زما ورور، زما خور او زما مور ده.»