Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1کله چې عیسی خپلو دولسو شاګردانو ته دا لارښوونې وکړې، نو له هغه ځای نه روان شو چې د هغې سیمې په نورو ښارونو کې تعلیم ورکړي او وعظ وکړي.
2کله چې یحیی په زندان کې د مسیح د کارونو څخه خبر شو، نو خپل څو شاګردان یې هغه ته ورولېږل
3چې د هغه څخه پوښتنه وکړي: «ایا ته هغه څوک یې چې باید راغلی وای یا د کوم بل چا په تمه واوسو؟»
4عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «لاړ شئ او څه چې تاسو اورئ او وینئ یحیی ته ووایئ
5چې څنګه ړانده بینا کیږي، ګوډان کولای شي وګرځي، کوم خلک چې په جذام باندې اخته وو هغه پاک او روغ شوي دي، کاڼه اورېدلی شي، مړي راژوندي کیږي او غریبانو ته زېری ورکول کیږي.
6بختور دی هغه څوک چې په ما شک ونه کړي.»
7څنګه چې د یحیی شاګردان روان شول، نو عیسی خلکو ته د یحیی په هکله داسې خبرې پیل کړې: «تاسو د څه شي د لیدلو دپاره دښتې ته تللي وئ؟ د یوې لوخې د لیدلو دپاره چې باد خوځوله؟
8نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره تللي وئ؟ ایا د هغه چا د لیدلو دپاره چې قیمتي او ښکلي کالي یې اغوستي وو؟ ګورئ، کوم خلک چې داسې کالي اغوندي هغوی په شاهانه ماڼیو کې ژوند کوي.
9نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره وتلي وئ؟ ایا د یو پیغمبر د لیدلو دپاره؟ هو، زه تاسو ته وایم چې هغه د یو پیغمبر څخه هم ډېر لوی دی.
10دا هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:ګوره، زه به خپل استاځی ستا څخه مخکې ولېږمچې ستا دپاره لاره تیاره کړي.
11په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په دې نړۍ کې له تعمید ورکوونکی یحیی څخه بل څوک لوی نه دی پیدا شوی، خو بیاهم په اسماني پاچاهۍ کې تر ټولو کوچنی د هغه نه ډېر لوی دی.
12د تعمید ورکوونکي یحیی د زمانې څخه تر نن ورځ پورې اسماني پاچاهي تر سختو حملو لاندې راغلې او زورور خلک کوښښ کوي چې هغه په زوره ونیسي.
13ځکه چې ټولو پیغمبرانو او د موسی شریعت د یحیی تر راتللو پورې د اسماني پاچاهۍ په هکله پېشګویي کړې ده
14او که تاسو تیار یئ چې دا ومنۍ، نو یحیی هماغه الیاس نبي دی چې باید راغلی وای.
15که څوک غوږونه لري، نو هغه دې واوري.
16خو زه د دې زمانې خلک د څه شي سره پرتله کړم؟ هغوی د هغو ماشومانو په شان دي چې په بازار کې ناست وي او یو بل ته نارې وهي:
17‹مونږ درته شپیلۍ ووهله، خو تاسو ګډا ونه کړه، مونږ درته د غم سندرې وویلې، خو تاسو ونه ژړل.›
18ځکه کله چې یحیی راغی، نو نه یې څه خوړل او نه یې څه څښل، خو ټولو به ویل چې هغه پېریانو نیولی دی.
19کله چې د انسان زوی راغی او هغه خوړل او څښل، خو هغوی ویل چې هغه ته ګورئ، هغه یو خېټور، شرابي او د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو ملګری دی. خو بیاهم خلکو ته به د خدای حکمت په خپلو عملونو کې رښتینی ثابت شي.»
20بیا عیسی د هغو ښارونو خلک ملامته کړل چې زیاتې معجزې یې په کې ښودلې وې، ځکه چې هغوی توبه ونه ویستله.
21هغه وویل: «افسوس دې وي په تا ای د خورزین ښاره! او افسوس دې وي په تا باندې ای د بیت صیدا ښاره! ځکه که چېرې دا معجزې چې په تاسو کې وښودل شوې که هغه په صور او صیدون کې ښودل شوې وای نو هغوی به ډېر پخوا د ویر کالي اغوستي وای، په خپلو سرونو باندې به یې ایرې بادولې او توبې به یې ویستلې وای.
22خو تاسو ته وایم ��ې د قیامت په ورځ به د صور او صیدون سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي.
23خو ای د کپرناحوم ښاره! تا غوښتل چې اسمان ته پورته کړای شې؟ نه، ته به دوزخ ته وغورځول شې. ځکه کومې معجزې چې په تا کې وښودل شوې، که هغه په سدوم کې ښودل شوې وای، نو هغه به تر نن ورځې پورې پاتې وای.
24خو زه تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د خلکو سزا ستاسو د سزا څخه کمه وي.»
25په هغه وخت کې عیسی دا دعا وکړه: «ای پلاره، ای د ځمکې او اسمان څښتنه، ستا شکر کوم چې دا خبرې دې د پوهو او هوښیارو خلکو څخه پټې کړې دي او ناپوهو ته دې ښکاره کړي دي.
26هو پلاره! دا ستا رضا وه.
27زما پلار ټول شیان ماته راسپارلي دي. هېڅوک زوی نه پېژني بې له پلاره او هېڅوک پلار نه پېژني بې له زویه او بې له هغوی نه چې زوی یې وغواړي پلار ورته وروښایي.
28ای تاسو ټول چې د خپلو درنو بارونو څخه ستړي شوي یئ، ماته راشئ او زه به ارام درکړم.
29زما جغ په خپله غاړه کېږدئ او زما څخه یې زده کړئ، ځکه چې زه په زړه نرم او عاجز یم او ستاسو زړونه به ارام ومومي.
30ځکه چې زما د جغ وړل اسانه او بار مې سپک دی.»