Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او د هر ډول ناروغیو او کمزورتیاوو د روغولو اختیار ورکړ.
2د هغو دولسو رسولانو نومونه دا دي: لومړنی شمعون چې په پطروس مشهور ؤ او ورور یې اندریاس، یعقوب د زبدي زوی او د هغه ورور یوحنا،
3فیلیپوس او بارتولما، توما او مالیه ټولوونکی متي، یعقوب د حلفي زوی او تدي،
4شمعون سرتېری او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.
5عیسی دا دولس شاګردان د دې لارښوونو سره ولېږل: «د غیریهودیانو هېڅ یوې سیمې ته لاړ نه شئ او د سامریانو هېڅ ښار ته مه ننوځئ.
6خو د هغې په ځای د اسراییلو قوم ته چې د ورک شویو پسونو په شان دي ورشئ
7او په لاره کې دا پیغام ورکوئ چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده.
8ناروغان روغ کړئ، مړي راژوندي کړئ، په جذام اخته خلک پاک او روغ کړئ او پېریان وباسئ. تاسو ته وړیا درکړل شوي او وړیا یې ورکړئ.
9د ځان سره د سرو زرو، سپینو زرو او مسو سکې مه وړئ،
10د سفر دپاره کوم خورجین، اضافه کالي، څپلۍ او امسا مه اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی.
11کله چې کوم ښار یا کوم کلي ته ننوځئ، نو د یو داسې سړي کور ته ورشئ چې د ورتلولایق وي او ترڅو پورې چې کوم بل ځای ته ځئ نو تر هغه وخته پورې د هغه په کور کې پاتې شئ.
12کوم کور ته چې ننوځئ، نو په هغه سلام واچوئ.
13که چېرې د هغه کور خلک ستا د سلام لایق وي نو کومه سوله او سلامتي چې تاسو یې د هغوی دپاره غواړئ هغه به ورباندې پاتې شي، خو که لایق یې نه وي، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي.
14خو که چېرې څوک تاسو ته هرکلی ونه وایي او یا ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو کله چې د هغه کور یا ښار څخه ځئ نو د خپلو پښو خاورې وڅنډئ.
15په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم او عموره د ښارونو د خلکو سزا د دی ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.
16ګورئ، زه تاسو لکه د پسونو په شان د لېوانو منځ ته لېږم، نو د مارانو په شان هوښیار او د کوترو په شان بې آزاره اوسئ.
17پام کوئ چې خلک به تاسو محکمو ته وسپاري او په خپلو کنیسو کې به مو په دورو باندې ووهي
18او زما په خاطر به تاسو والیانو او پاچاهانو ته راوستل شئ چې د هغوی او غیریهودیانو په مخکې شاهدي ورکړئ.
19خو کله چې هغوی تاسو محکمې ته راولي، نو په دې هکله اندېښنه مه کوئ چې تاسو به څه وایئ او څنګه به یې وایئ، ځکه چې په هماغه ساعت به تاسو ته وویل شي چې څه ووایئ.
20ځکه تاسو چې کومې خبرې کوئ هغه به ستاسو خبرې نه وي، بلکې ستاسو د اسماني پلار روح به ستاسو په وسیله خبرې کوي.
21ورور به د ورور سره خیانت وکړي چې ووژل شي او پلار به د خپلو اولادونو سره. اولادونه به د خپلو میندو او پلرونو په خلاف راپورته شي او د هغوی د مړینې سبب به شي.
22ټول خلک به زما د نوم په خاطر ستاسو څخه کرکه کوي. خو څوک چې تر اخره ټینګ پاتې شي هغه به خلاصون ومومي.
23کله چې څوک تاسو په یو ښار کې ځوروي، نو بل ښار ته وتښتئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې مخکې له دې چې د اسراییلو په ټولو ښارونو کې وګرځئ، د انسان زوی به راشي.
24شاګرد د خپل استاذ څخه لوی نه دی او نه نوکر د خپل بادار څخه.
25د یو شاګرد دپاره دا بس دی چې د خپل استاذ په شان شي او نوکر د خپل بادار په شان. که چېرې د کور مشر ته بعلزبول یعنې شیطان وویل شي، نو د هغه د کورنۍ نور غړي به د دې نه هم په خراب نوم یاد کړای شي.
26نو د هغوی نه مه وېرېږئ، ځکه داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې ښکاره به نه شي.
27څه چې زه تاسو ته په تیاره کې وایم، نو تاسو یې په رڼا ورځ اعلان کړئ، کوم څه چې تاسو ته په غوږ کې وویل شي تاسو یې د بام په سر اعلان کړئ.
28د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ چې بدن وژني خو روح نه شي وژلی. خو د هغه چا څخه ووېرېږئ چې بدن او روح دواړه په دوزخ کې تباه کولای شي.
29ایا دوه مرغۍ په یوه روپۍ نه خرڅیږي؟ خو بیاهم ستاسو د اسماني پلار د رضا څخه پرته یوه هم په ځمکه نه رالویږي.
30خو ستاسو په هکله باید وویل شي چې ستاسو د سر ویښتان هم شمېرل شوي دي.
31نو بیا مه وېرېږئ، تاسو د بې شمېره مرغیو څخه زیات ارزښت لرئ.
32نو هرڅوک چې د خلکو په مخکې په دې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی، نو زه به هم د خپل اسماني پلار په مخکې اقرار وکړم چې هغه زما د پیروانو څخه دی.
33خو هرڅوک چې د خلکو په مخکې زما څخه انکار وکړي، نو زه به هم د خپل اسماني پلار په مخکې کې د هغه څخه انکار وکړم.
34داسې ګومان مه کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم، زه د سولې د راوستلو دپاره نه یم راغلی، بلکې دښمني راولم.
35زه راغلی یم چې زوی د پلار، لور د مور او انږور د خواښې په خلاف کړم.
36ستاسو د خپلې کورنۍ غړي به ستاسو دښمنان شي.
37په چا چې خپل مور او پلار زما څخه زیات ګران وي، نو هغه زما لایق نه دی او په چا چې خپله لور او زوی زما څخه دېر ګران وي، هغه زما لایق نه دی.
38څوک چې خپل صلیب راوانخلي او ما پسې رانه شي، نو هغه زما لایق نه دی.
39څوک چې کوښښ کوي خپل ځان وساتي، نو هغه به له لاسه ورکړي او څوک چې زما په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي هغه به رښتینی ژوند تر لاسه کړي.
40څوک چې تاسو قبول کړي، نو زه یې قبول کړی یم او څوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم.
41هرڅوک چې یو پیغمبر په دې خاطر قبول کړي چې هغه پیغمبر دی، نو هغه به د یو پیغمبر اجر ومومي او څوک چې یو نېک سړی په دې خاطر قبول کړي چې هغه نېک سړی دی، نو هغه به د نېک سړي اجر ومومي.
42هرڅوک چې د دې عادي خلکو څخه یوه ته په دې خاطر چې هغه زما د پیروانو څخه دی، یوه پیاله یخې اوبه هم ورکړي نو په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه سړی به بې اجره پاتې نه شي.»