Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1عیسی په کشتۍ کې سپور شو او د دریاب څخه تېر شو او بېرته خپل ښار کپرناحوم ته راغی.
2په دې وخت کې څو کسانو یو شل سړی چې په کټ کې پروت ؤ هغه ته راوست. عیسی چې د هغوی ایمان ولیده، نو هغه شل سړي ته یې وویل: «زویه! ډاډه اوسه، ستا ګناهونه وبخښل شول.»
3په دې خبرې د شریعت ځینې عالمانو د خپلو ځانونو سره وویل: «دا سړی کفر وایي.»
4خو عیسی پوهېده چې د هغوی په زړه کې څه دي او ورته ویې ویل: «ستاسو په زړونو کې ولې داسې بد فکرونه ګرځي؟
5ایا دا خبره اسانه ده چې وویل شي ستا ګناهونه وبخښل شول او یا وویل شي چې پاڅېږه او وګرځه؟
6خو زه به تاسو ته ثابته کړم چې د انسان زوی د ځمکې په مخ دا واک او اختیار لري چې ګناهونه وبخښي.» نو هغه شل سړي ته یې وویل: «پاڅېږه، کټ دې واخله او خپل کور ته لاړ شه.»
7هغه پاڅېد او کور ته لاړ.
8کله چې خلکو دا پېښه ولیدله نو ووېرېدل او د خدای ثنا یې وویله چې انسان ته یې داسې واک او اختیار ورکړی دی.
9کله چې عیسی له هغه ځای څخه تېرېده، نو په لاره کې یې د متي په نوم یو سړی ولید چې د مالیې راټولولو په ځای کې ناست ؤ. عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.» متي راپاڅېد او په هغه پسې روان شو.
10بیا عیسی د متي په کور کې ډوډۍ ته ناست ؤ چې ډېر مالیه ټولوونکي او نور ګناهکاران راغلل او د عیسی او د هغه د شاګردانو سره دسترخوان ته کښېناستل.
11کله چې فریسیانو دا ولیدل، نو د عیسی د شاګردانو نه یې پوښتنه وکړه: «ستاسو استاذ ولې د مالیه ټولوونکو او نورو ګناهکارانو سره یوځای ډوډۍ خوري؟»
12عیسی د هغوی خبرې واورېدلې او ویې ویل: «روغ خلک ډاکتر ته اړتیا نه لري بلکې ناروغان یې لري.
13لاړ شئ او د خدای د کلام د دې لیکنو په معنی باندې ځانونه پوه کړئ: ‹زه ستاسو څخه غواړم چې په نورو رحم وکړئ، نه د قربانۍ وړاندې کول.› ځکه چې زه د دې دپاره نه یم راغلی چې پرهېزګاران راوبولم بلکې ګناهکاران راوبولم.»
14بیا د یحیی شاګردان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «ولې مونږ او فریسیان روژه نیسو او ستا شاګردان یې نه نیسي؟»
15عیسی هغوی ته وویل: «ایا دا کېدای شي چې د زوم ملګري دې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي خفه ناست وي؟ بې له شکه چې نه. خو داسې وخت به راشي چې زوم به د هغوی نه بوتلل شي، نو بیا به روژه نیسي.
16هېڅوک په زړو کالیو باندې نوی پیوند نه لګوي. که داسې وکړي نو هغه پیوند به د زړو کالیو څخه راوشلیږي او له مخکې څخه به یو لوی سوری په کې جوړ شي.
17او نه هم څوک تازه شراب په زړو مشکونو کې اچوي، ځکه که واچول شي، نو مشکونه شکیږي او شراب ترې توییږي او مشکونه به له منځه لاړ شي. خو تازه شراب په نویو مشکونو کې اچول کیږي او په دې ډول هم شراب او هم مشک دواړه روغ پاتې کیږي.»
18عیسی لا دا خبرې کولې چې په دې وخت کې د کنیسې یو مشر ورته راغی او د هغه په پښو کې پرېوت او ویې ویل: «همدا اوس زما لور مړه شوه، خو که چېرې ته راشې او خپل لاس ورباندې کېږدې، نو هغه به ژوندۍ شي.»
19عیسی پاڅېد او ورسره روان شو او شاګردان یې هم ورپسې روان شول.
20په دې وخت کې یوه ښځه چې د دولسو کالو راهیسې ورڅخه وینه بهېدله، د شا له خوا راغله او د عیسی لمنې ته یې لاس وروړ.
21ځکه چې هغې باور درلود چې که زه یوازې د هغه چپنې ته هم لاس وروړم نو روغه به شم.
22عیسی مخ ورواړاوه او هغه یې ولیدله او ورته ویې ویل: «لورې! ډاډه اوسه، ته خپل ایمان روغه کړې.» او په هماغه ساعت ښځه روغه شوه.
23کله چې عیسی د هغه مشر کور ته ورغی او د جنازې دپاره د غم ساز غږوونکي او د خلکو شور یې ولید،
24نو هغه وویل: «ووځئ، ځکه چې انجلۍ مړه نه ده، بلکې ویده ده.» نو هغوی ورپورې وخندل.
25خو کله چې ټول خلک دباندې وویستل شول، نو هغه د انجلۍ کوټې ته ورننوت، هغه یې له لاسه ونیوله او هغه راپاڅېدله.
26دا خبر په هغې ټولې سیمې کې خپور شو.
27کله چې عیسی د هغه ځای نه روان شو، نو دوه ړانده ورپسې روان شول او چیغې یې وهلې: «ای د داود زویه، په مونږ رحم وکړه.»
28کله چې عیسی کور ته دننه شو، نو هغه ړانده ورته راغلل. عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو په دې ایمان لرئ چې زه کولای شم تاسو بینا کړم؟» هغوی وویل: «هو، ښاغلیه!»
29بیا عیسی د هغوی سترګو ته لاس وروړ او ویې ویل: «څنګه چې ستاسو ایمان دی، نو همداسې دې وشي.»
30او د هغوی سترګې بینا شوې. عیسی هغوی ته په کلکه خبرداری ورکړ چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایي.
31خو کله چې هغوی لاړل، نو په هغه ټوله سیمه کې یې د هغه په هکله خبر خپور کړ.
32کله چې عیسی او شاګردان یې په وتلو کې وو چې یو سړی یې عیسی ته راوست چې خبرې یې نه شوې کولای ځکه چې پېریانو نیولی ؤ.
33کله چې عیسی د هغه څخه پېری وویست، نو هغه سړي په خبرو پیل وکړ. خلک ډېر حیران شول او ویې ویل: «په اسراییلو کې هېڅکله همداسې کار نه دی لیدل شوی.»
34خو فریسیانو وویل: «هغه د پېریانو د مشر یعنې شیطان په مرسته پېریان وباسي.»
35عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځېده او د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه او د اسماني پاچاهۍ زېری یې خپراوه او د خلکو هر ډول ناروغۍ او کمزورتیاوې یې روغولې.
36کله چې هغه د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېد، ځکه چې هغوی د بې شپونه پسونو په شان پرېشانه او بې وسه وو.
37بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «فصل ډېر دی، خو مزدوران لږ دي.
38نو تاسو د فصل خاوند ته زاري وکړئ چې د خپلو حاصلاتو د راټولولو دپاره نور مزدوران راولېږي.»