Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1کله چې عیسی د غره نه راښکته شو، نو ګڼ شمېر خلک ورپسې روان شول.
2په دې وخت کې یو جذامي سړی هغه ته راغی او د هغه په پښو کې پرېوت او ویې ویل: «ښاغلیه، که ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.»
3عیسی خپل لاس وراوږد کړ او په هغه باندې یې کېښود او ویې ویل: «زه غواړم، پاک او روغ شه» او هغه سمدلاسه د جذام څخه پاک او روغ شو.
4بیا عیسی هغه ته وویل: «ګوره چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته روغ شوی یې.»
5کله چې عیسی د کپرناحوم ښار ته ورغی، نو یو رومي منصبدار ورته راغی او هغه ته یې زاري وکړه،
6او ورته ویې ویل: «ای ښاغلیه، زما یو نوکر په کور کې شل پروت دی او ډېر په عذاب دی.»
7عیسی وویل: «زه به درشم او هغه به روغ کړم.»
8خو هغه منصبدار ورته په ځواب کې وویل: «ای ښاغلیه، زه د دې لایق نه یم چې زما کور ته راشې. ته یوازې امر وکړه، نو زما نوکر به روغ شي.
9ځکه چې زه هم د بل چا د امر لاندې یم او عسکر زما د امر لاندې دي. کله چې یو ته ووایم چې لاړ شه، نو هغه ځي او بل ته ووایم چې راشه نو هغه راځي او کله چې خپل نوکر ته ووایم چې دا کار وکړه نو هغه یې کوي.»
10کله چې عیسی د هغه خبرې واورېدلې نو حیران شو او کوم خلک چې په هغه پسې روان وو، هغوی ته یې وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې ما داسې ایمان په اسراییلو کې هم نه دی لیدلی.
11زه تاسو ته وایم چې د ختیځ او لوېدیځ څخه به ډېر خلک راشي او د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره به د اسماني پاچاهۍ په مېلمستیا کې کښېني،
12خو کوم خلک چې د دې پاچاهۍ دپاره ټاکل شوي وو هغوی به دباندې تیارو ته یعنې هغه ځای ته وغورځول شي چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»
13بیا عیسی هغه منصبدار ته وویل: «بېرته خپل کور ته لاړ شه، لکه څنګه چې باور لرې همداسې به وشي.» نو په هماغه ساعت هغه نوکر روغ شو.
14کله چې عیسی د پطروس کور ته ورغی، نو ویې لیدل چې د پطروس خواښې د تبې له لاسه پرته وه.
15د هغې لاس یې ونیوه او تبې هغه پرېښودله. هغه راپاڅېدله او د عیسی خدمت یې پیل کړ.
16کله چې ماښام شو، نو خلکو هغه ته ډېر داسې کسان راوستل چې پېریانو نیولي وو او په یو حکم یې د هغوی څخه پېریان وویستل او ټول ناروغان یې روغ کړل.
17په دې ډول د اشعیا نبي هغه وینا رښتیا شوه چې ویلي یې وو:هغه مونږ له خپلو ناروغیو نه خلاص کړو،او زمونږ کمزورۍ یې لېرې کړلې.
18کله چې عیسی ولیدل چې د خلکو ګڼه ګوڼه ورڅخه راچاپېره ده نو خپلو شاګردانو ته یې حکم وکړ چې د جلیل د دریاب بلې غاړې ته لاړ شي.
19د شریعت یو عالم هغه ته ورغی او ویې ویل: «استاذه! هر چېرته چې ځې زه به درپسې ځم.»
20عیسی ورته وویل: «ګیدړان خپل غارونه لري او مرغان خپلې ځالې، خو د انسان زوی دومره ځای هم نه لري چې خپل سر ورباندې کېږدي.»
21یو بل شاګرد ورته وویل: «استاذه، اجازه راکړه چې لومړی لاړ شم او خپل پلار خاورو ته وسپارم.»
22عیسی ځواب ورکړ: «ته ما پسې راځه او پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي.»
23عیسی په کشتۍ کې سپور شو او شاګردان یې هم ورسره روان شول.
24ناڅاپه په دریاب کې یو سخت توفان راغی او نژدې ؤ چې کشتۍ د څپو له لاسه ډوبه شي، خو عیسی ویده ؤ.
25نو شاګردان ورغلل او راویښ یې کړ او ورته ویې ویل: «ای استاذه، مونږ وژغوره. مونږ ډوبیږو.»
26عیسی ورته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ستاسو ایمان څومره کمزوری دی!» بیا هغه راپاڅېد او باد او د اوبو څپو ته یې حکم وکړ او هغوی بیخي ارام شول.
27شاګردان حیران شول او ویې ویل: «دا څنګه سړی دی چې باد او څپې یې هم حکم مني؟»
28کله چې عیسی د جدریان سیمې ته چې د دریاب په بلې غاړې پرته وه ورسېده، نو د دوو تنو سره چې پېریانو نیولي وو او د هدیرې څخه راووتل، مخامخ شو. هغوی دومره خطرناکه وو چې هېچا نه شو کولای په هغه لاره تېر شي.
29ناڅاپه هغوی چیغې ووهلې: «ای د خدای زویه، مونږ سره څه کار لرې؟ ته د دې دپاره دلته راغلی یې چې مونږ د ټاکل شوي وخت څخه مخکې په عذاب کړې؟»
30د هغه ځای څخه لږ لېرې د خوګانو یوه لویه رمه څرېدله.
31پېریانو عیسی ته زاري وکړه: «که چېرې ته مونږ شړې، نو د خوګانو هغې رمې ته مو ولېږه.»
32عیسی هغوی ته وویل: «لاړ شئ!» نو هغوی راووتل او په خوګانو کې ورننوتل. سمدلاسه د خوګانو ټولې رمې منډه کړه او د کمر د غاړې نه دریاب ته ورولوېدله او په اوبو کې ډوبه شوه.
33د خوګانو ساتونکي وتښتېدل او ښار ته لاړل. خلکو ته یې ټوله کیسه وکړه او هغه څه چې په پېریانو نیولي سړیو باندې تېر شوي وو، ټولو ته وویل.
34بیا د ښار ټول خلک راووتل چې عیسی وویني او کله یې چې هغه ولید نو زاري یې ورته وکړه چې د دوی د سیمې څخه لاړ شي.