Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1د نورو په هکله قضاوت مه کوئ، ترڅو تاسو تر قضاوت لاندې ونه نیول شئ.
2ځکه لکه څنګه چې تاسو نور خلک ملامتوئ، نو تاسو به هم ملامته کړای شئ. په هره پیمانه چې تاسو یې ورکوئ، نو په هماغه پیمانه به تاسو ته هم در کړل شي.
3ته ولې د خپل ورور په سترګه کې خسڼی لیدلی شې، خو په خپله سترګه کې غټ لرګی لیدلی نه شې؟
4یا ته څنګه خپل ورور ته ویلی شې چې اجازه راکړه ستا د سترګې نه خسڼی راوباسم، حال دا چې ستا په خپله سترګه کې لرګی دی؟
5ای منافقه، لومړی د خپلې سترګې نه لرګی وباسه، نو بیا به ستا سترګې هم وغړیږي چې د خپل ورور د سترګې نه خسڼی وباسې.
6سپي ته سپېڅلي شیان مه ورکوئ او خپلې مرغلرې خوګانو ته مه وراچوئ، هسې نه چې هغه تر پښو لاندې کړي او بېرته راوګرځي او په تاسو باندې حمله وکړي.
7وغواړئ، نو تاسو ته به درکړل شي. ولټوئ نو پیدا به یې کړئ. وټکوئ نو دروازه به درته خلاصه شي.
8ځکه هرڅوک چې څه وغواړي، نو لاسته به یې راوړي او څوک یې چې ولټوي، نو پیدا به یې کړي او څوک چې دروازه وټکوي، نو ورته خلاصه به شي.
9ایا په تاسو کې داسې څوک شته چې زوی یې ورڅخه ډوډۍ وغواړي او هغه ورته تیږه ورکړي؟
10او یا ورڅخه ماهي وغواړي او هغه ورته مار ورکړي؟
11نو تاسو چې بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو اسماني پلار به څومره ښه شیان هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه ویې غواړي!
12د نورو سره داسې چلند کوئ لکه څنګه چې تاسو یې د هغوی څخه غواړئ. دا هغه څه دي چې تورات او د پیغمبرانو لیکنې یې وایي.
13په تنګه دروازه ننوځئ، ځکه کومه دروازه چې لویه ده او هغه لاره چې اسانه ده هغه د تباهۍ خواته ځي او کوم خلک چې په دې لاره ځي هغه زیات دي.
14خو کومه دروازه چې د تلپاتې ژوندون خواته ځي هغه تنګه او لاره یې سخته ده او د هغې موندونکي هم لږ دي.
15د جعلي پیغمبرانو سره احتیاط کوئ، هغوی د پسونو په شکل کې تاسو ته راځي، خو په حقیقت کې داړونکي لېوان دي.
16تاسو به هغوی د خپلو عملونو څخه وپېژنئ. ایا د اغزو څخه څوک انګور یا انځر راټولولی شي؟
17نو هره ښه ونه ښه مېوه نیسي او خرابه ونه خرابه مېوه نیسي.
18ښه ونه خرابه مېوه نه شي نیولی او نه خرابه ونه ښه مېوه نیولی شي.
19کومه ونه چې ښه مېوه نه نیسي، نو هغه ونه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.
20په دې ډول به تاسو هغوی د خپلو عملونو څخه وپېژنئ.
21هر هغه څوک چې ماته باداره، باداره ووایي د خدای په پاچاهۍ کې به وردننه نه شي، خو یوازې هغه خلک به دننه شي چې زما د اسماني پلار اراده پوره کوي.
22د اخرت په ورځ به ډېر ماته وایي: ‹ای باداره، ای باداره، ایا ستا په نوم مونږ پېشګويي نه وه کړې؟ ایا ستا په نوم مو پېریان نه وو ویستلي؟ ایا ستا په نوم مو ډېرې معجزې ونه ښودلې؟›
23بیا به زه هغوی ته په ښکاره ووایم: ‹ای بدکارانو، زه تاسو هېڅ نه پېژنم، زما د مخې نه لېرې شئ.›
24نو هرڅوک چې زما دا خبرې اوري او عمل ورباندې کوي هغه د هغه پوه سړي په شان دی چې خپل کور یې په تیږو باندې جوړ کړی ؤ،
25چې باران وشو او سېلاب راغی او سخت توفان په هغه کور باندې راغی، خو هغه راونه غورځېده، ځکه چې تهداب یې په تیږو باندې ایښودل شوی ؤ.
26خو هرڅوک چې زما خبرې واوري او عمل ورباندې ونه کړي، نو هغه د هغه ناپوه سړي په شان دی چې خپل کور یې په شګو باندې جوړ کړی ؤ،
27او کله چې باران وشو او سېلاب راغی او سخت توفان په هغه کور باندې راغی، نو هغه راوغورځېد او بیخي وران شو.»
28کله چې عیسی دا خبرې پای ته ورسولې، نو خلک د هغه تعلیم ته حیران پاتې شول،
29ځکه چې هغه د شریعت د عالمانو په شان نه بلکې په پوره اختیار سره هغوی ته تعلیم ورکاوه.