Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1پام کوئ چې د خپلې دیندارۍ کارونه د دې دپاره د خلکو په مخکې ونه کړئ چې نور یې وویني، که داسې وکړئ، نو د اسماني پلار له خوا به ستاسو دپاره هېڅ اجر نه وي.
2کله چې چاته خیرات ورکوئ، نو سرنی مه وهئ چې خلک پرې خبر شي لکه څنګه چې منافقان یې په کنیسو او کوڅو کې کوي، ترڅو خلک یې صفتونه وکړي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی.
3خو کله چې خیرات ورکوئ، نو هغه داسې ورکړئ چې چپ لاس مو خبر نه شي چې ښي لاس مو څه کوي.
4نو خپل خیرات پټ ورکړئ بیا به ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته اجر درکړي.
5کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږي او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی.
6خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نه لیدونکي اسماني پلار په حضور کې دعا وکړئ او ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته به اجر درکړي.
7تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بې معنی کلیمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعاګانې به قبولې شي.
8د هغوی په شان مه کېږئ، ځکه چې ستاسو پلار د مخکې نه ستاسو د اړتیاوو څخه چې تاسو ورته سوال کوئ، خبر دی.
9نو بیا داسې دعا وکړئ:‹ای زمونږ اسماني پلاره،ستا نوم دې پاک وي،
10ستا پاچاهي دې راشي.ستا اراده دې په ځمکه هم پوره شيلکه څنګه چې په اسمان کې پوره کیږي.
11مونږ ته خپل ورځنی رزق همدا نن راکړه.
12زمونږ ګناهونه وبخښه،لکه څنګه چې مونږ هم هغه خلک بخښوچې زمونږ په وړاندې ګناه کوي.
13مونږ په ازمایښت کې مه اچوه، خو مونږ د شیطان د بدۍ نه وساته،[ځکه چې پاچاهي، قدرت او لویي به تل ترتله ستا وي. امین.]›
14که چېرې تاسو هغه خلک وبخښئ چې ستاسو په وړاندې یې ګناه کړې ده، نو ستاسو اسماني پلار به هم تاسو وبخښي.
15خو که چېرې تاسو د نورو ګناهونه ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.
16کله چې روژه نیسئ، نو د منافقانو په شان خپل ځانونه غمجن مه ښایئ، ځکه چې هغوی خپلې څېرې داسې بدلوي چې نور خلک یې وویني چې دوی روژه نیولې ده. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی.
17خو کله چې ته روژه نیسې، نو خپل سر غوړوه او خپل مخ دې وینځه،
18ترڅو نور خلک پوه نه شي چې تا روژه نیولې ده، یوازې ستا اسماني پلار به چې څوک یې لیدلی نه شي درباندې پوه شي او ستا اسماني پلار چې د پټو کارونو څخه خبر دی تاته اجر درکړي.
19د خپلو ځانونو دپاره د ځمکې په مخ خزانې مه ذخیره کوئ، یعنې په کوم ځای کې چې چینجي او زنګ یې له منځه وړي او غله ورپسې دېوالونه سوري کوي او هغه غلا کوي.
20د هغې په ځای د خپلو ځانونو دپاره په اسمان کې خزانې ذخیره کړئ چې چینجي او زنګ یې له منځه نه شي وړلی او نه غله ورپسې دېوالونه سوري کولای شي چې هغه غلا کړي.
21ځکه په هرځای کې چې ستا خزانه وي نو هلته به ستا زړه هم وي.
22سترګې د بدن څراغ دی. که سترګې دې روغې وي، نو ټول بدن به دې روښانه وي،
23خو که سترګې دې روغې نه وي، نو ټول بدن به دې په تیاره کې وي. نو که چېرې هغه رڼا چې په تا کې ده هغه تیاره شي، نو دا به څومره لویه تیاره وي!
24هېڅوک نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې یا خو به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره مینه او یا به یو ته وفادار وي او بل ته به په بده سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو.
25نو له دې امله تاسو ته وایم چې د خپل ژوند دپاره اندېښنه مه کوئ چې څه به خورئ او څه به څښئ او نه د خپل بدن په هکله چې څه شی به اغوندئ. ایا ژوند د خوراک څخه او بدن د کالیو څخه مهم نه دی؟
26د هوا مرغانو ته وګورئ، هغوی نه څه کري او نه څه رېبي او نه څه په ګودام کې ذخیره کوي، خو بیاهم ستاسو اسماني پلار هغوی ته روزي رسوي. ایا تاسو د هغو څخه ډېر ارزښت نه لرئ؟
27ایا په تاسو کې څوک کولای شي چې په اندېښنو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟
28نو بیا ولې د خپلو کالیو دپاره اندېښنه کوئ؟ ځنګلي ګلانو ته وګورئ چې څنګه لوییږي. هغوی نه کار کوي او نه د ځان دپاره کالي جوړوي.
29بیاهم زه تاسو ته وایم چې حتی سلیمان پاچا هم د خپل ټول شان او شوکت سره د دې ګلانو په شان ښکلي کالي نه وو اغوستي.
30خو که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا په تنور کې اچول کیږي داسې کالي ورکولای شي، ستاسو ایمان ولې دومره کمزوری دی؟ ایا هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟
31نو اندېښنه مه کوئ او مه وایئ: ‹مونږ به څه خورو؟ څه به څښو؟ او څه به اغوندو؟›
32ځکه چې بې ایمانه خلک د دې ټولو شیانو په هکله اندېښنه کوي، خو ستاسو اسماني پلار پوهیږي چې تاسو دې ټولو شیانو ته اړتیا لرئ.
33خو لومړی د خدای د پاچاهۍ او د هغه د رضا د پوره کولو کوښښ وکړئ، نو بیا به دا ټول شیان هم تاسو ته درکړل شي.
34نو د سبا دپاره اندېښنه مه کوئ، ځکه چې د سبا اندېښنې د سبا دپاره دي. د نن ورځې ستونزې د نن دپاره بس دي.