Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
48 verses
1کله چې عیسی د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله، نو غره ته وخوت او هلته کښېناست. شاګردان یې ورته راغلل.
2او هغوی ته یې تعلیم ورکول پیل کړ او ویې ویل:
3«بختور دي هغه خلک چې په روحاني توګه غریبان دي،ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.
4بختور دي هغه خلک چې اوس غمجن دي،ځکه چې هغوی به تسلي ومومي.
5بختور دي هغه خلک چې عاجزان دي،ځکه چې هغوی به د ځمکې وارثان شي.
6بختور دي هغه خلک چې د خدای د رضا د پوره کولووږي او تږي دي،ځکه چې هغوی به ماړه شي.
7بختور دي هغه خلک چې په نورو باندې رحم کوي،ځکه چې په هغوی به رحم وشي.
8بختور دي هغه خلک چې زړونه یې پاک دي،ځکه چې هغوی به خدای وویني.
9بختور دي هغه خلک چې سوله راوستونکي دي،ځکه چې هغوی به د خدای زامن وبلل شي.
10بختور دي هغه خلک چې د خدای د رضا د پوره کولوپه خاطر ځورول کیږي،ځکه چې اسماني پاچاهي د هغوی ده.
11بختور یئ تاسو چې زما په خاطر خلک درته ښکنځل کوي، ځوروي مو او ستاسو په هکله داسې بدې خبرې کوي چې هغه دروغ وي.
12خوښ او خوشحاله اوسئ، ځکه چې په اسمان کې ستاسو دپاره لوی اجر دی. ستاسو څخه مخکې هم هغوی په همدې ډول پیغمبران ځورولي وو.
13تاسو د نړۍ دپاره مالګه یئ، خو که مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي، نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړي؟ د هغې څخه نور هېڅ کار نه اخیستل کیږي، بې له دې چې لېرې وغورځول شي او خلک یې تر پښو لاندې کړي.
14تاسو د نړۍ دپاره رڼا یئ. کوم ښار چې په غره باندې جوړ شوی وي هغه پټېدلی نه شي.
15هېڅوک څراغ د دې دپاره نه بلوي چې هغه د کوم لوښي لاندې کېږدي چې پټ شي، بلکې هغه په څراغدان باندې ږدي چې د کور ټولو خلکو ته رڼا ورکړي.
16پرېږده چې ستاسو رڼا په خلکو باندې همداسې وځلیږي، ترڅو ستاسو نېک کارونه وویني او ستاسو پلار ته چې په اسمان کې دی جلال ورکړي.
17داسې فکر مه کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې شریعت او د پیغمبرانو لیکنې باطلې کړم. د هغو د باطل کولو دپاره نه یم راغلی بلکې د هغو د پوره کولو دپاره راغلی یم.
18په یقین سره زه تاسو ته دا وایم ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان موجود وي، نو د شریعت یو ډېر وړوکی ټکی به هم له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا هرڅه سرته ونه رسیږي.
19که چېرې څوک د دې حکمونو څخه یو ډېر وړوکی حکم هم مات کړي او نورو ته هم تعلیم ورکړي چې همداسې وکړي، نو په اسماني پاچاهۍ کې به ډېر کوچنی مقام ولري، خو څوک چې په هغو حکمونو باندې عمل وکړي او نورو ته هم تعلیم ورکړي چې همداسې وکړي، نو هغه به په اسماني پاچاهۍ کې لوړ مقام ولري.
20زه تاسو ته دا وایم تر هغې پورې چې تاسو د خدای د رضا په پوره کولو کې د فریسیانو او د شریعت د عالمانو څخه بهتر ونه اوسئ، نو هېڅکله به په اسماني پاچاهۍ کې وردننه نه شئ.
21تاسو اورېدلي دي چې زمونږ نیکونو ته ویل شوي وو: ‹قتل مه کوئ.› که څوک قتل وکړي، نو هغه به تر محاکمې لاندې نیول کیږي.
22خو زه تاسو ته وایم چې که چېرې څوک خپل ورور باندې په قهر شي، نو هغه به محاکمه کیږي. که څوک خپل ورور ته سپکاوی وکړي، نو هغه به شورا ته د محاکمې دپاره بیول کیږي. که هغه ورته ووایي چې ته کم عقل یې، نو هغه به د دوزخ اور ته ځي.
23که چېرې ته د قربانۍ ځای ته کوم نذر راوړې او هلته در په یاد شي چې ورور دې درڅخه خفه دی،
24نو خپل نذر دې د قربانۍ په ځای کې پرېږده او لاړ شه لومړی خپل ورور پخلا کړه او بیا راشه او خپل نذر دې وړاندې کړه.
25کله چې د خپل مدعي سره محکمې ته روان یې، نو په لاره کې ورسره روغه جوړه وکړه، هسې نه چې هغه دې قاضي ته په لاس ورکړي او قاضي به دې پولیس ته وسپاري او ته به په زندان کې واچول شې.
26په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تر هغې به خلاص نه شې ترڅو پورې چې دې د خپل جېب وروستنۍ روپۍ نه وي ورکړې.
27تاسو اورېدلي دي چې داسې ویل شوي دي: ‹زنا مه کوئ.›
28خو تاسو ته وایم چې که یو سړی کومې ښځې ته په بد نیت وګوري، نو په زړه کې یې د هغې سره زنا کړې ده.
29که چېرې ستا ښي سترګه ستا د ګناهکارېدلو سبب شي، نو هغه وباسه او لېرې یې وغورځوه. ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د خپل بدن یو اندام له لاسه ورکړې، نه دا چې ټول بدن دې دوزخ ته وغورځول شي.
30که چېرې ستا ښي لاس ستا د ګناه سبب شي، نو هغه پرې کړه او لېرې یې وغورځوه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د خپل بدن یو اندام له لاسه ورکړې، نه دا چې ټول بدن دې دوزخ ته لاړ شي.
31همدارنګه ویل شوي دي: ‹کله چې څوک خپلې ښځې ته طلاق ورکوي، نو باید هغې ته طلاقنامه ورکړي.›
32خو زه تاسو ته وایم چې که څوک خپله ښځه د زنا کولو نه پرته په کوم بل دلیل طلاقه کړي، نو د هغې څخه زنا کاره جوړوي او هرڅوک چې د داسې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي.
33همدارنګه تاسو اورېدلي دي چې په پخوا زمانه کې خلکو ته ویل شوي وو: ‹خپل قسم مه ماتوئ، خو د څښتن په نوم مو چې کوم قسم خوړلی دی هغه سرته ورسوئ.›
34خو زه تاسو ته وایم چې هېڅکله قسم مه خورئ، نه په اسمان ځکه چې هغه د خدای تخت دی،
35نه په ځمکه ځکه چې دا د هغه د پښو ایښودلو چوکۍ ده، نه په اورشلیم ځکه چې دا د لوی پاچا ښار دی.
36همدارنګه مه په خپل سر قسم خورئ ځکه چې تاسو نه شئ کولای د هغه یو ویښته هم تور یا سپین کړئ.
37ستاسو ‹هو› دې ‹هو› وي او ‹نه› مو ‹نه› وي. د دې نه زیات د شیطان کار دی.
38تاسو اورېدلي دي چې ویل شوي دي: ‹د سترګې په بدل کې سترګه او د غاښ په بدل کې غاښ.›
39خو زه تاسو ته وایم څوک چې درسره بدي کوي، نو ته ترې بدل مه اخله. که څوک درته په ښي مخ څپېړه درکړي، نو کیڼ مخ دې هم ورته ورواړوه.
40که چېرې څوک ستا په کمیس باندې دعوه وکړي نو خپله چپنه هم ورته ورکړه.
41که چېرې څوک تا دې ته مجبور کړي چې یونیم کیلومتر ورسره لاړ شې، نو درې کیلومتره ورسره لاړ شه.
42که څوک درڅخه کوم څه وغواړي نو هغه ورته ورکړه او څوک چې درڅخه پور غواړي، نو انکار ورته مه کوه.
43تاسو اورېدلي چې ویل شوي دي: ‹د خپلو ګاونډیانو سره مینه کوئ او د خپل دښمن څخه کرکه کوئ.›
44خو زه تاسو ته وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ او څوک چې تاسو ځوروي، د هغوی دپاره دعا کوئ.
45نو په دې به تاسو د خپل اسماني پلار زامن شئ، ځکه چې هغه په بدو او ښو خلکو باندې یوشان لمر راخېژوي او په نېکو او بدو خلکو باندې یو شان باران وروي.
46که تاسو یوازې د هغو خلکو سره مینه کوئ چې ستاسو سره مینه کوي، نو په دې کې به تاسو ته څه اجر وي؟ ایا مالیه ټولوونکي همداسې نه کوي؟
47که چېرې تاسو یوازې په خپلو ورونو سلام اچوئ، نو د نورو سره ستاسو فرق څه دی؟ ایا کافران همداسې نه کوي؟
48نو تاسو باید کامل اوسئ لکه څنګه چې ستاسو اسماني پلار کامل دی.