Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1بیا روح القدس عیسی دښتې ته بوته چې د شیطان له خوا وازمایل شي.
2عیسی څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې روژه ونیوله او په پای کې وږی شو.
3بیا شیطان ورنژدې شو او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو دې تیږو ته ووایه چې په ډوډۍ باندې بدلې شي.»
4خو عیسی په ځواب کې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹انسان یوازې په ډوډۍ نه، بلکې په هرې یوې خبرې باندې ژوندی دی چې د خدای د خولې څخه راوځي.›»
5بیا شیطان هغه سپېڅلي ښار یعنې اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره باندې یې ودراوه
6او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو خپل ځان ښکته وغورځوه، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹هغه به ستا دپاره فرښتو ته حکم وکړي او هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو پښه دې په تیږه ونه لګیږي.›»
7عیسی ځواب ورکړ: «همدارنګه د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹خپل څښتن خدای مه ازمایئ.›»
8بیا شیطان هغه یو ډېر لوړ غره ته وخېژاوه او د نړۍ ټولې پاچاهۍ او د هغوی شان او شوکت یې ورته وښود
9او ورته ویې ویل: «که ته ماته سجده وکړې او زما عبادت وکړې نو دا ټول به تاته درکړم.»
10بیا عیسی هغه ته وویل: «ورک شه شیطانه! ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: ‹خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.›»
11نو شیطان هغه پرېښود او فرښتې د هغه په خدمت کې حاضرې شوې.
12کله چې عیسی واورېدل چې یحیی په زندان کې اچول شوی دی، نو هغه جلیل ته لاړ.
13هغه په ناصرې کې پاتې نه شو او کپرناحوم ته چې د جلیل د دریاب په غاړه د زبولون او نفتالي په سیمه کې پروت دی، لاړ او هلته پاتې شو،
14ترڅو هغه خبرې چې خدای د اشعیا نبي په وسیله کړې وې رښتیا شي:
15د زبولون او نفتالي سیمې د دریاب په غاړهاو د اردن د سیند بلې غاړې ته پرتې دي.یعنې جلیل هغه ځای چې غیریهودیان په کې اوسیږي.
16کوم خلک چې په تیارو کې اوسیږيهغوی به یوه لویه رڼا ووینياو په هغو خلکو باندې به چې د مرګ په سیوری کې اوسیږيد سهار رڼایي وځلیږي.
17د هماغه وخت نه عیسی دا وعظ پیل کړ: «توبه ګار شئ، ځکه چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده.»
18کله چې عیسی د جلیل د دریاب په غاړه ګرځېده، نو دوه ورونه یې ولیدل چې یو یې شمعون ؤ چې د پطروس په نوم هم یادېده او بل د هغه ورور اندریاس ؤ. هغوی په دریاب کې جال اچاوه ځکه چې هغوی ماهي نیوونکي وو.
19عیسی هغوی ته وویل: «ما پسې راځئ او زه به تاسو ته وښایم چې څنګه د ماهیانو په ځای انسانان ونیسئ.»
20هغوی سمدلاسه خپل جالونه پرېښودل او هغه پسې روان شول.
21عیسی له هغه ځای څخه روان شو او دوه نور کسان یې ولیدل چې سره ورونه وو چې یعقوب او یوحنا نومېدل او د زبدي زامن وو. هغوی د خپل پلار سره په کشتۍ کې جالونه تیارول. عیسی هغوی راوغوښتل
22هغوی سمدلاسه خپل پلار او کشتۍ پرېښودل او د هغه پسې روان شول.
23عیسی په ټول جلیل کې ګرځېده، د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه او د خدای د پاچاهۍ زېری یې خپراوه او خلکو ته یې د هر ډول ناروغیو او رنځونو څخه شفا ورکوله.
24نو هغه په ټوله سوریه کې مشهور شو او خلکو به ټول ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو او دردونو باندې اخته وو او هغه خلک چې پېریانو نیولي وو، میرګیو نیولي وو او یا ګوډان او شلان وو، هغه ته راوستل او هغه به روغول.
25ګڼ شمېر خلک د جلیل، دکاپولس، اورشلیم، یهودیې او د اردن د سیند د بلې غاړې د سیمې خلک ورپسې روان شول.