Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1په هغو ورځو کې تعمید غسل ورکوونکی یحیی راغی او د یهودیې په دښته کې یې وعظ کاوه او ویل یې:
2«توبه وباسئ، ځکه چې اسماني پاچاهي نژدې ده.»
3دا هغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغه په هکله خبرې کړې او ویلي یې وو: یو څوک په دښته کې نارې وهي: «د څښتن دپاره لاره تیاره کړئ، لاره ورته سمه کړئ.»
4یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوراک ؤ.
5خلک به د اورشلیم او ټولې یهودیې او د اردن سیند ته د نژدې سیمو څخه هغه ته راتلل.
6هغوی به په خپلو ګناهونو اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستلو.
7خو کله چې یحیی ولیدل چې ډېر فریسیان او صدوقیان د تعمید غسل د اخیستلو دپاره راځي، نو هغوی ته یې وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو ته چا خبرداری درکړی دی چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟
8نو بیا داسې کارونه وکړئ چې دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده.
9د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې په مونږ به هېڅ هم نه کیږي، ځکه چې ابراهیم زمونږ نیکه دی. زه تاسو ته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي.
10همدا اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي.
11زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي.
12هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده او په هغې باندې به خپل درمند پاکوي. غنم به په ګودام کې ټولوي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»
13بیا عیسی د جلیل څخه د اردن سیند ته راغی ترڅو د یحیی په لاس د تعمید غسل واخلي.
14یحیی کوښښ وکړ چې هغه د دې کار نه منع کړي او ورته ویې ویل: «زه باید ستا په لاس د تعمید غسل واخلم، خو ته ماته راځې؟»
15خو عیسی په ځواب کې وویل: «پرېږده چې اوس همداسې وشي، ځکه چې دا زمونږ دپاره ښه ده چې د خدای رضا پوره کړو.» بیا یحیی ومنله.
16او کله چې عیسی د تعمید غسل واخیست، نو سمدلاسه د اوبو څخه راووت. بیا د اسمان دروازه پرانیستل شوه او هغه د خدای روح ولیده چې د کوترې په شکل رانازل شو او په هغه باندې کښېناست.
17بیا د اسمان څخه یو اواز راغی او ویې ویل: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم.»