Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1عیسی د هیرودیس د پاچاهۍ په وخت کې د یهودیې د ولایت د بیت لحم په ښار کې وزېږېده. څه موده وروسته د ختیځ څخه ځینې ستوري پېژندونکي اورشلیم ته راغلل
2او پوښتنه یې کوله: «هغه نوی پیدا شوی ماشوم چې د یهودیانو پاچا کیږي چېرته دی؟ مونږ د هغه ستوری چې د لمرخاته له خوا راختلو، لیدلی دی او راغلي یو چې سجده ورته وکړو.»
3کله چې هیرودیس پاچا دا خبره واورېدله، نو ډېر پرېشانه شو او د اورشلیم ټول خلک هم پرېشانه شول.
4هغه ټول مشران کاهنان او د شریعت عالمان راوغوښتل او پوښتنه یې ترې وکړه چې مسیح به په کوم ځای کې نړۍ ته راځي؟
5هغوی وویل: «د یهودیې په بیت لحم کې، ځکه چې یو پیغمبر داسې لیکلي دي:
6ای بیت لحمه چې د یهودیې په وطن کې یې! ته د یهودیې د لویو ښارونو څخه هېڅ کم نه یې، ځکه چې په تا کې به یو لارښوونکی راپیدا کیږي چې د شپون په شان به زما د قوم اسراییلو لارښوونه کوي.»
7نو هیرودیس هغه ستوري پېژندونکي په پټه راوغوښتل او د هغوی څخه یې د ستوري د راختلو د ټاکلي وخت په هکله معلومات تر لاسه کړ.
8بیا یې هغوی بیت لحم ته ولېږل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او په ډېر غور سره هغه ماشوم ولټوئ او کله چې مو پیدا کړ، نو ما خبر کړئ چې زه هم راشم او سجده ورته وکړم.»
9کله چې هغوی د پاچا خبرې واورېدلې، نو په خپله لاره روان شول او هماغه ستوری چې د لمرخاته خواته یې لیدلی ؤ، ولیده چې د هغوی څخه مخکې روان ؤ او په هغه ځای باندې ودرېده چېرته چې ماشوم ؤ.
10کله چې هغوی هغه ستوری ولید، نو ډېر زیات خوشحاله شول.
11کله چې هغوی هغه کور ته ورننوتل او هغه ماشوم یې د خپلې مور مریم سره ولید، نو ورته په سجده پرېوتل او د هغه عبادت یې وکړ. بیا یې د خپلو کڅوړو څخه سره زر، قیمتي خوشبویۍ او د مر کنډ راوویستل او د سوغات په توګه یې هغه ته ورکړل.
12څرنګه چې خدای هغوی ته په خوب کې خبرداری ورکړی ؤ چې بېرته هیرودیس ته لاړ نه شي، نو په بله لار خپل وطن ته ستانه شول.
13کله چې هغوی لاړل نو یوسف ته په خوب کې د څښتن یوه فرښته ښکاره شوه او ورته ویې ویل: «پاڅېږه، ماشوم او مور یې د ځان سره واخله او مصر ته وتښته او تر هغې پورې هلته پاتې شه، ترڅو زه درته ووایم چې راستون شه، ځکه چې هیرودیس به هغه ماشوم لټوي چې ویې وژني.»
14نو یوسف پاڅېد او په هماغه شپه یې ماشوم او د هغه مور د ځان سره واخیستل او مصر ته لاړل
15او د هیرودیس تر مرګه پورې هلته پاتې شول. نو په دې ډول د څښتن هغه وینا چې د پیغمبر په وسیله یې کړې وه رښتیا شوه: «خپل زوی مې د مصر څخه راوغوښت.»
16کله چې هیرودیس پوه شو چې ستورو پېژندونکو هغه تېرایستلی دی، نو سخت په قهر شو او حکم یې وکړ چې د بیت لحم او د هغه شاوخوا سیمو ټول هلکان چې د دوه کالو او یا د هغې څخه کم عمر ولري، ووژني. او دا کار یې د هغو ستورو پېژندونکو د معلوماتو له مخې چې هغه ستوری به څه وخت ښکاره کیږي، وکړ.
17نو په دې ډول کومې خبرې چې خدای د خپل پیغمبر ارمیا په وسیله کړې وې هغه رښتیا شوې.
18«په رامه کې یو اواز واورېدل شو، د ژړا او لوی ماتم اواز. راحیل په خپلو ماشومانو باندې ژاړي او تسلي نه مني، ځکه چې هغوی مړه شوي دي.»
19نو د هیرودیس له مرګ څخه وروسته د څښت�� فرښته په مصر کې یوسف ته په خوب کې ښکاره شوه او ورته ویې ویل:
20«پاڅېږه، ماشوم او د هغه مور درسره واخله او د اسراییلو وطن ته لاړ شه، ځکه کومو خلکو چې غوښتل هغه ماشوم ووژني، هغه مړه شوي دي.»
21نو هغه پاڅېد او ماشوم او د هغه مور یې د ځان سره واخیستل او د اسراییلو وطن ته لاړل.
22خو کله چې یوسف واورېدل چې آرکلائوس د خپل پلار هیرودیس په ځای د یهودیې پاچا شوی دی، نو هلته د تللو څخه ووېرېد، خو څرنګه چې په خوب کې هغه ته خبرداری ورکړل شوی ؤ نو د جلیل سیمې ته لاړ،
23او د ناصرې په نوم په یو ښار کې اوسېده. نو په دې ډول د پیغمبرانو هغه وینا رښتیا شوه چې ویلي یې وو: «هغه ته به ناصري ویل کیږي.»