Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1د عیسی مسیح شجره چې هغه د داود پاچا د کورنۍ او د ابراهیم د اولادې څخه ؤ.
2ابراهیم د اسحاق پلار ؤ او اسحاق د یعقوب پلار ؤ او یعقوب د یهودا او د هغه د ورونو پلار ؤ
3او یهودا د فارز او زارح پلار ؤ چې مور یې تامار وه او فارز د حزرون پلار ؤ او حزرون د آرام پلار ؤ
4او آرام د عمیناداب پلار ؤ او عمیناداب د نحشون پلار ؤ او نحشون د شلمون پلار ؤ
5او شلمون د بوعز پلار ؤ چې مور یې راحاب وه او بوعز د عوبید پلار ؤ چې مور یې روت وه او عوبید د یسي پلار ؤ
6او یسي د داود پاچا پلار ؤ.داود د سلیمان پلار ؤ او د سلیمان مور د اوریا پخوانۍ ښځه وه.
7او سلیمان د رحبعام پلار ؤ او رحبعام د ابیا پلار ؤ او ابیا د آسا پلار ؤ.
8آسا د یهوشافاط پلار ؤ او یهوشافاط د یورام پلار ؤ او یورام د عزیا پلار ؤ.
9عزیا د یوتام پلار ؤ او یوتام د آحاز پلار ؤ او آحاز د حزقیا پلار ؤ
10او حزقیا د منسي پلار ؤ او منسي د آمون پلار ؤ او آمون د یوشیا پلار ؤ.
11یوشیا د یکنیا او د هغه د ورونو پلار ؤ. په دې وخت کې یهودیان څپرکیل ته جلاوطن شوي وو.
12څپرکیل ته د یهودیانو د جلاوطنۍ نه وروسته یکنیا د شالتي ییل پلار ؤ او شالتي ییل د زروڅپرکیل پلار ؤ
13او زروڅپرکیل د آبیهود پلار ؤ او آبیهود د ایلیاقیم او الیاقیم د عازور پلار ؤ
14او عازور د صادوق پلار او صادوق د یاکین او یاکین د ایلیهود پلار ؤ
15او ایلیهود د العازار پلار او العازار د متان پلار ؤ او متان د یعقوب پلار
16او یعقوب د یوسف پلار ؤ چې یوسف د مریمې مېړه ؤ او مریم وزېږاوه عیسی چې مسیح به یې ورته ویل.
17نو په دې ډول د ابراهیم څخه تر داود پورې څوارلس نسلونه او د داود څخه څپرکیل ته د یهودیانو د جلاوطنۍ تر وخته پورې څوارلس نسلونه او د جلاوطنۍ د وخت څخه تر مسیح پورې څوارلس نسلونه کیږي.
18د عیسی مسیح زېږېدنه داسې وه: کله چې د هغه د مور مریم کوژدنه د یوسف سره وشوه نو مخکې له دې چې د هغوی واده وشي، معلومه شوه چې هغه د روح القدس په وسیله امیدواره وه.
19یوسف چې یو نېک سړی ؤ او نه یې غوښتل چې مریم د خلکو په مخ کې رسوا شي، نو پرېکړه یې وکړه چې په پټه هغې ته طلاق ورکړي.
20یوسف لا په دې هکله فکر کاوه چې د څښتن یوه فرښته ورته په خوب کې ښکاره شوه او ویې ویل: «ای د داود زویه یوسفه! د مریم سره د واده کولو نه مه وېرېږه، ځکه چې هغه د روح القدس په وسیله امیدواره شوې ده.
21د هغې به زوی وشي او ته ورباندې عیسی نوم کېږده، ځکه چې هغه به خپل قوم د ګناهونو څخه وژغوري.»
22دا هرڅه ځکه وشول، ترڅو څه چې څښتن د خپل پیغمبر په وسیله ویلي وو هغه رښتیا شي:
23ګورئ، یوه پېغله به امیدواره شي او هغه به یو زوی وزېږوي او هغوی به په هغه باندې عمانوییل نوم کېږديچې معنی یې ده: «خدای زمونږ سره مل دی.»
24کله چې یوسف له خوبه راویښ شو نو څنګه چې د څښتن فرښتې ورته حکم کړی ؤ هماغسې یې وکړل او د مریم سره یې واده وکړ.
25خو تر هغې پورې چې د هغې زوی پیدا شوی نه ؤ یوسف ورسره یوځای نه شو او یوسف په هغه باندې عیسی نوم کېښود.