Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
6 verses
1مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.
2خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
3په هغه ورځ کله چې زۀ دا کار وکړم نو تاسو به بدعمله لکه د ايرو په شان د پښو لاندې کړئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
4”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ.
5ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.
6هغه به د پلارانو زړونه خپلو بچو ته مائل کړى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او د بچو زړونه به خپلو پلارانو طرف ته مائل کړى، هسې نه چې زۀ راشم او ستاسو په مُلک د ورانولو فېصله نازله کړم.“