Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1اوس دَ هغے چندے په حقله چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى څنګه چه ما دَ ګلتيانو جماعتُونو ته حُکم کړے دے، هغسے تاسو هم وکړئ.
2دَ هفتے په وړُومبئ ورځ په تاسو کښے دِ هر څوک دَ خپلے ګټے په مُطابق دَ خپل ځان سره څۀ جمع کړى، دَ دے دَ پاره چه زما په راتلو دَ چندے کولو حاجت نۀ پيښيږى.
3اَؤ کله چه زَۀ درشم نو چه څوک ستاسو خوښ وى، هغوئ له به زَۀ خط ورکړم اَؤ وبه ئے ليږم چه ستاسو شکرانه بيتُ المُقدس ته يوسى.
4اَؤ که زما تلل هم مُناسب وى نو هغوئ به ما سره لاړ شى.
5اَؤ زَۀ به دَ مِکدونيه په لاره تاسو له درشم ځکه چه ما ته دَ مِکدونيه په لاره هسے هم تلل دى.
6شايد چه ستاسو سره ايسار شم اَؤ ژمے به تاسو سره تير کړم بيا چه کُوم پلو چه زَۀ دَ تلو نيت وکړم نو تاسو به مے واستوئ.
7ځکه چه زَۀ اوس په لاره کښے تاسو سره مُلاقات کول نۀ غواړم بلکه زما دا اُميد دے چه که مالِک وغوښتل نو څۀ ورځے به تاسو سره تيرے کړم.
8خو زَۀ به دَ پنتکُست اختر پورے په اِفِسوس کښے يم.
9ځکه چه زما دَ پاره دَ فائده مند کار يوه لويه دروازه خلاصه ده اَؤ مُخالفان ډير دى.
10که چرے تيموتيوس درشى نو خيال ئے وساتئ اَؤ دَ زړۀ دَ اِخلاصه هغه قبُول کړئ ځکه چه هغه زما په شان دَ مالِک کار کوى.
11نو بايد چه هغه څوک سپک نۀ کړئ بلکه هغه صحيح سلامت دے لور ته را رُخصت کړئ چه ما ته راشى ځکه چه دَ نورو ورُوڼو سره دَ هغۀ اِنتظار کوم.
12اَؤ ورور اپولوس ته ما ډير خواست وکړو چه دَ ورُوڼو سره تاسو ته درشى خو هغه دا وخت په درتلو بلکل راضى نۀ شو، خو هر کله چه موقع ورته په لاس ورشى نو دربه شى.
13بيدار اوسئ، ايمان قائم لرئ، زړۀ ور شئ، مضبوط اوسئ.
14څۀ چه کوئ په مينه ئے کوئ.
15اَئے ورُوڼو، تاسو دَ ستِفناس خاندان پيژنئ چه هغه په اخيه کښے وړُومبى ايمانداران شول اَؤ دَ پاکانو په خدمت کښے تل ولاړ دى.
16پس زَۀ درته دا سوال کوم چه دَ داسے خلقو تابع اوسئ بلکه دَ هر داسے سړى چه په دے کار اَؤ زيار کښے شريک دے.
17اَؤ زَۀ دَ ستِفناس اَؤ دَ فرتوناتوس اَؤ اخيکوس په راتلو ډيرخوشحاله يم ځکه چه څۀ چه ستاسو نه پاتے شوى وُو، هغه هغوئ پُوره کړل.
18اَؤ هغوئ زما اَؤ ستاسو رُوح تازه کړو نو دَ داسے کسانو ومنئ.
19دَ ايشيا جماعتونه درته سلام وائى، اکوله اَؤ پرسکيله دَ هغے جماعت سره چه دَ هغوئ په کور کښے ده تاسو ته په مالِک کښے ډير ډير سلام کوى.
20ټول ورُوڼه درته سلام کوى. يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ په يو بل سلام ووايئ.
21زَۀ پولوس درته په خپل لاس سلام ليکم.
22څوک چه دَ مالِک سره مينه نۀ لرى په هغۀ دِ لعنت وى، مالِک راتلُونکے دے.
23دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ په تاسو وى.
24تاسو ټولو ته چه په عيسىٰ مسيح کښے يئ، دِ زما مينه قبُوله شى.