Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
58 verses
1نو اوس زما ورُوڼو، زَۀ به تاسو ته هغه زيرے دريادوم کُوم چه ما وړاندے درکړے وو، اَؤ تاسو قبول کړے وو اَؤ پرے قائم هم يئ.
2اَؤ دَ دے زيرى په وسيله چه تاسو خلاصُون بيا مُومئ که تاسو زما په درکړى زيرى قائم يئ، که نۀ يئ نو ستاسو ايمان راؤړل عبث وو.
3ما دَ ټولو نه وړُومبے هغه اهمه خبره در ورسوله کُومه چه ما ته رارسيدلے وه چه مسيح دَ کتابِ مُقدس په مُطابق زمونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره مړ شو،
4اَؤ ښخ شو اَؤ دَ کتاب مُقدس په مُطابق په دريمه ورځ بيا ژوندے پاڅيدلو.
5اَؤ هغه پطروس ته ښکاره شو اَؤ دَ هغۀ نه پس هغه دولسو کسانو ته.
6اَؤ بيا وروڼو ته چه دَ پنځو سوو نه زيات وُو يو ځل ښکاره شو چه په هغوئ کښے زيات کسان تر اوسه ژوندى دى اَؤ ځنے مړۀ دى.
7بيا يعقُوب ته ښکاره شو اَؤ دَ دے نه پس ټولو رسُولانو ته.
8اَؤ په آخر کښے ما ته ښکاره شو. دا داسے وه لکه چه بے نيټے زيږدلے،
9اَؤ په رسُولانو کښے له ټولو نه ورکوټے يم تر دے چه دَ رسُول بللو لايق هم نۀ يم ځکه چه ما جماعت په عذاب کړے وو.
10خو هر څۀ چه يم هغه دَ خُدائے په فضل يم، بلکه هغه فضل چه په ما وشو هغه بے فائدے ونۀ شو ځکه چه ما دَ هغوئ ټولو نه زياته خوارى وکړله. دا ما ونۀ کړله بلکه دَ خُدائے په هغه فضل وشوله چه په ما دے.
11بيا دا هيڅ خبره نۀ ده که زَۀ وم که هغوئ، مُونږ دغه زيرے آؤروُو اَؤ په دے تاسو ايمان راوړو.
12نو اوس که هم دغه څۀ مُونږ زيرے آؤروُو چه مسيح له مړو نه بيا را ژوندے شو نو په تاسو کښے ځنے دا څنګه وئيلے شى چه دَ مړو قيامت نِشته؟
13که دَ مړو قيامت نِشته نو بيا خو مسيح هم نۀ وو بيا ژوندے شوے.
14اَؤ که مسيح نۀ وو ژوندے شوے نو بيا زمُونږ پيغام بے فائدے اَؤ بے معنىٰ دے اَؤ هم دغه شان ستاسو ايمان راوړل.
15بلکه مُونږ دَ خُدائے دروغژن ګواهان شُو ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په څپرکیت دا ګواهى ورکړے وه چه هغۀ مسيح راژوندے کړو. که چرے مړى نۀ راژوندى کوى نو بيا هغه ئے هم نۀ دے ژوندے کړے.
16ځکه چه که مړى نۀ راژوندى کيږى نو مسيح هم نۀ وو راژوندے شوے.
17اَؤ که چرے مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان بے فائدے دے اَؤ تاسو هم هغه شان په خپلو زړو ګناهُونو کښے راګير يئ.
18اَؤ کُوم ايمانداران چه مړۀ شول هغوئ هم هلاک شول
19که چرے مُونږ صرف دَ دے ژوند دَ پاره په مسيح اُميد کړے دے نو بيا مُونږ په ټولو بنى آدمو کښے زيات بدنصيب يُو.
20خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے.
21ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل.
22لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى، مرى، هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى.
23خو هر يو به په خپل خپل وار، اول مسيح، بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق.
24بيا به آخرت راشى، اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے، يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى.
25ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده.
26اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى، هغه مرګ دے.
27ځکه چه ”خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،“ خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول ��يزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى.
28اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى.
29اوس داسے خلق چه دَ مړو دَ پاره بپتسمه آخلى نو هغوئ داسے ولے کوى؟ که چرے مړى بيخى راژوندى کيږى نه، نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دَ بپتسمه آخستلو څۀ مطلب دے؟
30اَؤ بيا مُونږ په خپله ولے هر وخت په خطره کښے يُو؟
31زما ورُوڼو! تاسو زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے زما وياړ يئ، باور وکړئ چه زَۀ هره ورځ مرم.
32که چرے زَۀ دَ بنى آدم په شان په اِفِسوس کښے دَ داړُونکو ځناورو سره وجنګيدلم نو ما ته څۀ فائده ده؟ که مړى به راژوندى نۀ شى نو ”راځئ چه خورُو څښُو ځکه چه صبا خو هسے هم مړۀ کيږُو.“
33ګمراه کيږئ مه، دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.
34اَؤ دَ رښتُونى اَؤ غوره ژوندُون دَ پاره په هوش کښے راشئ اَؤ ګُناه پريږدئ زَۀ تاسو ته دا دَ شرم راوستلو دَ پاره وايم، ځنے داسے دى چه دَ خُدائے نه بے خبره دى.
35خو تاسو به تپوس کوئ چه مړى څنګه راژوندى شى اَؤ په څۀ قِسم جِسم کښے به راځى؟
36اَئے نادانه! کُوم تُخم چه تۀ په خپله کرے نو تر څو چه هغه مړ نۀ شى تر هغے ژوندے کيږى نه.
37اَؤ څۀ چه تۀ کرے هغه دا وجُود نۀ دے چه دَ پيدا کيدُونکى دے بلکه صرف دانه ده که هغه دَ غنم وى يا دَ څۀ بل څيز.
38خو خُدائے چه څنګه اِراده وکړى هم هغه شان هغۀ ته وجُود ورکوى اَؤ هر تُخم ته خپل خاص وجُود.
39ټوله غوښه يو شان غوښه نۀ ده بلکه دَ انسان غوښه يو قِسم ده اَؤ دَ څاروو بل قِسم اَؤ دَ مرغانو بل قِسم اَؤ دَ کبانو غوښه بل قِسم ده.
40آسمانى څيزُونه قِسما قِسم دى اَؤ دَ مزکے هم، خو آسمانى جلال يو څۀ دے اَؤ دَ مزکے بل څۀ.
41دَ نمر جلال يو څۀ دے، دَ سپوږمئ جلال بل څۀ، دَ ستورو جلال بل څۀ، ځکه چه دَ ستورى ستورى په جلال کښے فرق دے.
42دَ مړو راژوندى کيدل هم دغسے دى، دَ فنا په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ بقا په حالت کښے راژوندى کيږى.
43دَ بے عزتئ په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ جلال په حالت کښے راژوندى کيږى، په کمزورتيا کښے ښخولے شى اَؤ په طاقت کښے راژوندى شى.
44جسمانى وجُود ښخولے شى اَؤ رُوحانى وجُود راژوندے کيږى. هر کله چه نفسانى وجُود شته نو رُوحانى وجُود هم شته.
45هم دغه شان ليکلى دى : ”اول سړے، يعنے آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندُون ورکُوونکے رُوح جوړ شو.“
46خو رُوحانى اول نۀ وو بلکه نفسانى، اَؤ دَ دے نه پس رُوحانى شو.
47اول سړے دَ مزکے نه، يعنے خاکى وو، اَؤ دويم سړے آسمانى وو. اَؤ څنګه چه هغه خاکى وو هغه شان به نور هم خاکى وى
48اَؤ څنګه چه هغه آسمانى وو هغه شان به نور هم آسمانى وى،
49اَؤ څنګه چه مُونږ دَ دے خاکى په صُورت جوړ شوى يُو دغه شان به په آسمانى صُورت کښے هم شُو.
50زما ورُوڼو، زما مطلب دا دے چه دَ اِنسان جسم دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارث نۀ شى کيدے اَؤ دا جِسم چه مړ کيدُونکے دے دَ بقا وارث کيدے نۀ شى.
51ګورئ! زَۀ به درته يوه دَ راز خبره کوم چه مُونږ ټول خو به نۀ مرُو بلکه مُونږ ټول به بدل شُو،
52دَ سترګے په يو رپ کښے چه ورستے بګل وغږيږى اؤ دَ بګل دَ آواز سره به مړى په غير فانى حالت کښے راژوندى شى، اَؤ مُونږ به بدل شُو.
53ځکه چه ضرورى دى چه دا مړ کيدُونکے جِسم دِ غير فانى جامے واغوندى اَؤ دا مړ کيدُونکے جِسم دِ دَ آبدى ژوندُون جامے واچوى.
54اَؤ هر کله چه دا فانى جِسم غير فانى، اَؤ دا مړ کيدونکے جِسم آبدى جامے واچوى، نو هغه قول به پُوره شى چه ليکلى شوى دى چه : ”مرګ ختم کړے شو، فتح وکړے شوه!“
55”اَئے مرګه! ستا هغه فتح څۀ شوه؟اَئے مرګه! ستا دَ طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“
56دَ مرګ لشه ګُناه ده اَؤ ګُناه دَ شريعت نه خپل طاقت بيا مُومى.
57خو دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ مُونږ ته دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
58نو اَئے زما خوږو ورُوڼو! ټينګ اَؤ قائم اوسئ اَؤ هميشه دَ مالِک په کار کښے بوخت اوسئ ځکه چه تاسو خبر يئ چه په مالِک کښے ستاسو خوارى بے فائدے نۀ ده.