Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1اول دَ مينے لټُون کوئ خو دَ نورو رُوحانى نعمتُونو هم خواهش لرئ، اَؤ دَ هغو نه خصوصاً دَ نبوت.
2څوک چه په روحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دَ خلقو سره نه، بلکه دَ خُدائے سره خبرے کوى، ځکه چه څوک دَ هغۀ په خبره پوهيږى نه اګر که هغه دَ رُوح په وسيله دَ راز خبرے کوى.
3خو څوک چه دَ خُدائے کلام آؤروى هغه دَ خلقو سره دَ آبادئ اَؤ نصيحت اَؤ دَ تسلئ خبرے کوى.
4څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى هغه دَ خپل ځان ترقى کوى اَؤ څوک چه نبُوت کوى هغه دَ جماعت ترقى کوى.
5زَۀ به په دے خوشحاله يم چه تاسو ټول په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوئ خو زيات دا غواړم چه تاسو دَ نبى په شان دَ خُدائے کلام دَ آؤرولو توان لرئ. اَؤ که رُوحانى ژبے ويُونکى دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره تشريح نۀ کوى نو بيشکه دَ نبى په شان کلام آؤروُونکے دَ هغۀ نه لوئے دے.
6زما ملګرو، تاسو فرض کړئ چه کله چه زَۀ تاسو ته درشم اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوم نو زَۀ تاسو ته څۀ فائده رسوم، تر څو چه زَۀ دَ کشف يا دَ عِلم يا دَ نبى په شان کلام يا دَ تعليم خبرے تاسو ته ونۀ کړم؟
7تر دے چه بے ساه څيزُونه هم چه دَ کُومو نه چه آواز راوزى لکه شپيلئ يا رڅپرکی، که چرے دَ هغوئ په آوازُونو کښے فرق نۀ وى نو څوک به څۀ فرق کولے شى چه کُوم يو ساز غږيږى؟
8که چرے دَ بګل آواز صفا نۀ وى نو جنګ ته به څوک ځان تيار کړى؟
9هم دغه شان که چرے ستاسو په خپلو ژبو کښے خبرے صفا نۀ وى نو څوک به ستاسو په هغه خبره پوهه شى؟ تاسو به تش باد ته خبرے کوئ.
10په دُنيا کښے څومره ژبے چه دى خو په دوئ کښے داسے يوه هم نِشته چه بے معنىٰ وى.
11خو که چرے زَۀ دَ خبرے کوُونکى په ژبه نۀ پوهيږم نو دَ هغۀ خبرے به ما ته پردئ ښکارى اَؤ زما به هغۀ ته پردئ ښکارى.
12نو کله چه تاسو دَ رُوحانى نعمتُونو خواهِش لرئ نو داسے کوشِش کوئ چه ستاسو دا نعمتُونه دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى.
13نو بيا زَۀ وايم چه څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دِ دُعا وکړى چه دَ تشريح کولو جوګه شى.
14دَ دے دَ پاره که زَۀ په دُعا کښے هم دغه شان ژبه اِستعمالوم نو زما رُوح خو دُعا کوى ولے عقل مے بے کاره دے.
15نو بيا څۀ کول پکار دى؟ زَۀ به په رُوح کښے هم دُعا غواړم اَؤ په عقل کښے به هم دُعا کوم، زَۀ به په رُوح کښے هم دَ ثنا سندرے ووايم اَؤ په عقل کښے هم.
16فرض کړه، که تۀ په رُوح کښے ثنا کوے اَؤ يو نا آشنا سړے چه هلته موجُود وى نو هغه به ستا په شکر ګذارئ څنګه آمين ووائى؟ ځکه چه هغه په دے نۀ پوهيږى چه تۀ څۀ وايئے.
17ستا شکر ګذاری خو ښه ده خو هغه بل سړى ته څۀ مدد نۀ ورکوى.
18دَ خُدائے شکر کوم چه زَۀ له تاسو نه زيات په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوم.
19خو زَۀ په جماعت کښے دَ نورو دَ تعليم اَؤ دَ پوهے دَ پاره تشے پينځۀ خبرے غوره ګڼم، په ځائے دَ دے چه په رُوحانى ژبه کښے لس زره خبرے وکړم.
20اَئے زما ملګرو! په پوهه کښے ماشُومان مه جوړيږئ، بدئ ته خو ماشُومان شئ خو په پوهه کښے ځوانان.
21په تورات کښے ليکلى دىچه خُدائے وائى : ”زَۀ به دے قوم ته په پردو ژبواَؤ په غيرو شُونډو خبرے وکړماَؤ بيا به هم هغوئ زما خبرے وانۀ ورى.“
22نو رُوحانى ژبے دَ ايماندارانو دَ پاره نه، بلکه دَ بے ايمانانو دَ پاره نخښے دى اَؤ دَ نبى په شان کلام کول دَ بے ايمانانو دَ پاره نه، بلکه دَ ايماندارانو دَ پاره نخښے دى.
23نو بيا که ټول جماعت يو ځائے راغونډ وى اَؤ رُوحانى ژبے وائى اَؤ نابلده يا بے ايمانه خلق دَ ننه راشى نو آي�� هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟
24خو که دَ نبى په شان کلام کوئ اَؤ څوک بے ايمانه يا نابلده دَ ننه راشى نو هغه به قائل شى اَؤ هر څۀ چه آؤرى، به دَ هغۀ جاج واخلى.
25اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ راز به څرګند شى اَؤ بيا به هغه پړ مخ په سجده پريوزى اَؤ اِقرار به وکړى چه بيشکه خُدائے په تاسو کښے دے!
26نو اَئے زما ورُوڼو، لنډه دا چه هر کله چه تاسو عبادت ته جمع کيږئ نو هر يو دِ په تاسو کښے دَ زبُور، تعليم، کشف يا دَ رُوحانى ژبے دَ تشريح خيال لرى اَؤ دا ټولے خبرے به دِ دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى.
27که څوک په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو تش دوه کسان يا زيات نه زيات درے دِ وار په وار خبرے وکړى اَؤ څوک دِ ئے خامخا تشريح کوى.
28اَؤ کۀ څوک تشريح کوُونکے نۀ وى نو ښه به دا وى چه رُوحانى ژبه ويُونکے دِ په جماعت کښے چُپ پاتے شى اَؤ په خپل زړۀ کښے اَؤ دَ خُدائے سره دِ خبرے وکړى.
29که څوک دَ نبيانو په شان کلام کول غواړى نو په هغوئ کښے دوه يا درے تنه دِ خبرے وکړى اَؤ باقى خلق دِ دَ هغۀ دَ خبرو جاج واخلى.
30خو که په موجُوده خلقو کښے چا ته دَ خُدائے کلام ورکړے شى نو وړُومبے کس دِ خاموش شى.
31په تاسو ټولو کښے په يو وخت يو کس دَ نبى په شان کلام کولے شى، دَ دے دَ پاره چه ټول ئے زده کړى اَؤ تسلى مُوندلے شى.
32څوک چه دَ نبى په شان کلام کوى، هغوئ دِ په خپل ځان قابُو ساتى.
33ځکه چه خُدائے دَ بدنظمئ نه، بلکه دَ امن بانى دے.لکه چه دَ پاکانو په ټولو جماعتُونو کښے ده
34ښځے دِ خاموشے کښينى. هغوئ ته دَ خبرو کولو حُکم نِشته بلکه دَ شريعت په مُطابق دِ تابعدارے اوسى.
35اَؤ که هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو دَ خپلو خاوندانو نه په کور کښے تپوس کولے شى. دا دَ شرم خبره ده چه ښځے دَ جماعت په غونډه کښے خبرے کوى.
36آيا دَ خُدائے کلام دَ تاسو نه راوتلے دے څۀ؟ يا صرف تاسو هغه خلق يئ چه تاسو له رارسيدلے دے؟
37که چرے چا دَ نبى په شان کلام کولو يا ئے رُوحانى نعمت مُوندلے دے نو هغه دِ پوهه شى چه کُومے خبرے چه زَۀ تاسو ته ليکم هغه دَ مالِک حُکم دے.
38اَؤ که چرے هغه دا نۀ منى نو نۀ دِ منى، هغه به هم نامنظور شى.
39نو ځکه اَئے زما ورُوڼو، لنډه دا چه دَ نبى په شان دَ کلام کولو خواهش لرئ اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کول مه منع کوئ.
40خو ټولے خبرے په شائستګئ اَؤ ترتيب سره کوئ.