Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1که چرے زَۀ دَ فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په ژبه خبرے کوم اَؤ مينه نۀ لرم نو زَۀ ټنګيدُونکے پيتل يا شرنګيدُونکے چڼچڼے يم.
2که زَۀ نبوت کولے شم اَؤ که ټول پټ حقيقت ما ته معلُوم وى اَؤ که دَ ټولو علمُونو ماهر شم اَؤ که زما ايمان به تر دے مظبُوط وى چه غرُونه وخوزوم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ نۀ يم.
3که زَۀ خپل ټول مال په خلقو وخوروم تر دے چه خپل بدن سوزولو ته ورکړم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ فائده نِشته.
4مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،
5نۀ بے ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى، نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى.
6مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى.
7داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى، په هر څۀ يقين کوى، دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى.
8دَ مينے زوال نِشته. که نبيان وى نو دَ هغوئ کار به ختم شى، که ژبے وى نو ختمے به شى، که علم وى نو فنا به شى،
9ځکه چه زمُونږ علم اَؤ زمُونږ نبوت ناقِص دى.
10خو کله چه کامِل راشى نو ناقِص به تير شى.
11کله چه زَۀ ماشُوم وم نو دَ ماشُومانو غوندے خبرے مے کولے، دَ ماشُومانو په شان طبيعت مے وو اَؤ دَ ماشُومانو په شان مے پوهه وه، خو هر کله چه ځوان شوم نو دَ ماشُوموالى خبرے مے پريښودلے.
12اوس مُونږ ته دا په آئينه کښے تَت تَت ښکارى خو په هغه وخت به ئے مخامخ ووينُو. په دے وخت زما عِلم ناقِص دے خو په هغه وخت به په پُوره طور وپيژندلے شم لکه چه خُدائے زَۀ پيژندلے يم.
13لنډه دا چه ايمان، اُميد اَؤ مينه درے واړه پاتے کيږى خو په دوئ کښے مينه افضله ده.