Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1دَ رُوحانى نعمتُونو په څپرکی کښے زَۀ نۀ غواړم چه تاسو نا خبر پاتے شئ.
2تاسو خبر يئ چه هر کله چه تاسو غير قوم وئ نو چا به چه په څۀ شان په بے ژبے بُتانو پسے بوتلئ هغه شان به تلئ.
3په دے وجه به زَۀ ضرور په تاسو تاکيد وکړم چه هر څوک چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله خبرے کوى، هغه به په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى اَؤ بغير دَ رُوحُ القُدس دَ وسيلے نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چه عيسىٰ مالِک دے.
4نعمتُونه خو قِسما قِسم دى خو رُوح يو دے.
5اَؤ خدمتُونه هم قِسما قِسم دى خو مالِک يو دے.
6اَؤ تاثيرُونه هم قِسما قِسم دى خو خُدائے يو دے چه په ټولو کښے دَ هر قِسم اَثر پيدا کوى.
7خو هر چا له دَ رُوحُ القُدس ظاهريدل دَ ټولو خلقو دَ فائدے دَ پاره ورکړے کيږى.
8ځکه چه يو ته دَ رُوح په وسيله دَ حِکمت کلام ورکړے شى اَؤ بل ته دَ هم هغه رُوح په وسيله دَ علميت کلام،
9چا ته دَ هغه رُوح په وسيله ايمان اَؤ چا ته هم دَ هغه رُوح په سبب دَ شفا ورکولو توان،
10چا ته دَ مُعجزو طاقت، چا ته نبُوت، چا ته دَ مُختلفو رُوحونو پيژندل، چا ته دَ قِسما قِسم ژبو وئيلو توان اَؤ چا ته دَ ژبو تشريح کول.
11خو دا ټول تاثيرُونه هغه يو رُوح کوى اَؤ چا ته ئے چه غواړى هغۀ ته ئے ورکوى.
12ځکه لکه څنګه چه بدن يو دے اَؤ دَ هغۀ اَندامُونه ډير دى، اَؤ اګر که دَ بدن ټول اَندامُونه ډير دى خو ټول سره يو بدن دے، دغه شان مسيح هم دے.
13ځکه چه مُونږ ټول که يهُوديان يُو که يُونانيان، که غُلام يُو که آزاد، مُونږ ټول په يو رُوح بپتسمه شُو چه دَ يو بدن په يووالى کښے داخل شُو، اَؤ خُدائے زمُونږ ټولو په زړُونو کښے يو رُوح واچولو.
14دغه شان دَ بدن يو اَندام نۀ دے بلکه ډير دى.
15که چرے پښه ووائى چه زَۀ لاس نۀ يم، دَ دے دَ پاره دَ بدن نۀ يم، نو په دے سبب خو هغه دَ بدن نه بهر نۀ ده.
16اَؤ که غوږ ووائى چه زَۀ سترګه نۀ يم نو دَ بدن نه نۀ يم، نو هغه په دے سبب خو دَ بدن نه بهر نۀ دے.
17که چرے ټول بدن هم سترګے وے نو آؤريدل به چرته وُو؟ اَؤ که چرے ټول بدن غوږُونه وے نو بوئيول به چرته وُو؟
18خو خُدائے په بدن کښے هر يو اَندام دَ خپلے مرضئ په مُطابق ايښے دے.
19که هغه ټول يو اَندام وے نو بدن به چرته وو؟
20خو اوس اګر که اندامُونه ډير دى ولے بدن يو دے.
21نو سترګه لاس ته نۀ شى وئيلے چه زَۀ ستا مُحتاجه نۀ يم، اَؤ نۀ سر پښو ته وئيلے شى چه زَۀ ستاسو مُحتاج نۀ يم.
22بلکه دَ بدن هغه اَندامُونه چه دَ نورو نه کمزورى معلُوميږى، ډير ضرورى دى.
23اَؤ دَ بدن هغه اَندامُونه چه مُونږ ئے دَ نورو په نسبت سپک ګڼُو، هم هغو ته زيات اهميت ورکوُو، اَؤ خپل بدرنګى اَندامُونه زيات په حيا ساتُو.
24حال دا دے چه زمُونږ ښکلى اَندامُونه مُحتاج نۀ دى. خو خُدائے بدن داسے جوړ کړے دے چه کُوم اَندام مُحتاج دے هم هغۀ ته زيات اهميت ورکړے شى،
25دَ پاره دَ دے چه په بدن کښے بے اِتفاقى پيدا نۀ شى بلکه اَندامُونه دَ يو بل برابر خيال وساتى.
26نو بيا که يو اَندام دړد ومُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه دړديږى، اَؤ که چرے يو اَندام عزت مُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه خوشحاليږى.
27هم دغه شان تاسو ټول په يو ځائے دَ مسيح بدن يئ اَؤ بيل بيل اَندامُونه يئ.
28اَؤ خُدائے په جماعت کښے بيل بيل کسان مُقرر کړل، اول رسُولان، دويم نبيان اَؤ دريم اُستاذان، بيا مُعجزے ښوُونکى، بيا شفا ورکوُونکى، مددګاران، اِنتظام کوُونکى اَؤ قِسما قِسم ژبے ويُونکى.
29آيا ټول رسُولان دى څۀ؟ آيا ټول نبيان دى څۀ؟ آيا ټول اُستاذان دى څۀ؟ آيا ټول مُعجزے ښوُونکى دى څۀ؟
30آيا ټولو ته دَ شفا ورکولو طاقت ورکړے شوے دے څۀ؟ آيا ټول قِسما قِسم ژبے وائى څۀ؟ آيا ټول تشريح کوى څۀ؟
31تاسو دِ دَ ټولو نه دَ لويو نعمتُونو خواهش ولرئ. خو اوس به ئے زَۀ تاسو ته دَ ټولو نه غوره طريقه وښايم.