Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1تاسو زما په قدم وچليږئ لکه چه زَۀ دَ مسيح په قدم چليږم.
2زَۀ ستاسو تعريف کوم چه تاسو په هر خبره کښے ما يادوئ، اَؤ څنګه چه ما تاسو ته روايتُونه درورسول تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ.
3نو بيا زَۀ تاسو خبرول غواړم چه دَ هر سړى سر مسيح، اَؤ دَ ښځے سر سړے، اَؤ دَ مسيح سر خُدائے دے.
4کُوم سړے چه په پټ سر دُعا يا نبُوت کوى هغه خپل سر بے عزته کوى.
5اَؤ کُومه ښځه چه سرتوره دُعا يا نبُوت کوى هغه خپله بے عزتى کوى ځکه چه هغه دَ سر خرئيلے په شان ده.
6که ښځه لوپټه نۀ په سر کوى نو ويښتۀ دِ هم پريکړى. که دَ ښځے دَ پاره ويښتۀ پريکول اَؤ سر خرئيل دَ شرم خبره وى نو لوپټه دِ په سر کوى.
7البته سړے دِ خپل سر نۀ پټوى ځکه چه هغه دَ خُدائے صُورت اَؤ دَ هغۀ دَ جلال عکس دے، خو ښځه دَ سړى جلال ده.
8ځکه چه سړے دَ ښځے نه نۀ دے بلکه ښځه دَ سړى نه ده.
9اَؤ سړے دَ ښځے دَ خاطره نه بلکه ښځه دَ سړى دَ خاطره پيدا شوه.
10نو دَ فرښتو په سبب ښځے ته په کار دى چه په خپل سر دَ اِختيار نخښه ږدى.
11خو بيا هم په مالِک کښے نۀ ښځه دَ سړى بغير ده اَؤ نۀ سړے دښځے بغير.
12ځکه لکه څنګه چه ښځه دَ سړى نه ده هم هغه شان سړے هم دَ ښځے په وسيله دے، خو ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ طرفه دى.
13تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا ښځے ته سرتوره دُعا کول مُناسب دى څۀ؟
14آيا تاسو ته په طبعى طور معلُومه نۀ ده چه که دَ سړى اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغۀ بے عزتى ده؟
15اَؤ که دَ ښځے اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغے ښکلا ده، ځکه چه ويښتۀ هغے ته دَ پردے دَ پاره ورکړى شوى دى.
16خو بيا هم که تاسو په بحث زور کوئ نو زَۀ به درته دا ووايم چه نۀ خو دا زمُونږ دستور دے اَؤ نۀ دَ خُدائے دَ جماعتُونو.
17خو دا حُکم چه درکوم په دے کښے ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چه ستاسو دَ جمع کيدلو فائده نِشته بلکه نُقصان کيږى.
18ځکه چه اول خو زَۀ دا آؤرم چه هر کله چه ستاسو جماعت راغونډيږى نو تاسو په خپلو کښے دَ يو بل مُخالفت کوئ اَؤ زَۀ په هغے څۀ قدر يقين هم کوم.
19ځکه چه په تاسو کښے ډله بازى ضرورى ده چه دا معلُومه شى چه په تاسو کښے څوک مقبُول دى.
20نو چه کله تاسو جمع کيږئ نو ستاسو هغه خوراک دَ عشا ربانى نۀ شى کيدے.
21ځکه چه دَ خوراک په وخت هر سړے دَ بل نه آګاهو خپله ډوډئ خورى، اَؤ څوک خو نهر پاتے شى اَؤ څوک په نشه شى.
22نو آيا دَ خوراک څښاک دَ پاره ستاسو کورُونه نِشته څۀ؟ يا تاسو دَ خُدائے جماعت دومره سپک ګڼئ چه دَ چا څخه څۀ نِشته، هغوئ شرموئ؟ زَۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ آيا په دے خبره ستاسو تعريف وکړم؟ زَۀ تعريف نۀ کوم.
23ځکه چه کُومے خبرے چه ما تاسو ته رسولے دى هغه ما ته دَ مالِک نه په خپله حاصلے شوے دى، چه په کُومه شپه دَ مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه ډوډئ ئے واخسته،
24شکر ئے پرے ووے اَؤ ما ته ئے کړه اَؤ وئے وئيل چه ”دا زما بدن دے چه ستاسو دَ پاره دے. زما په يادګارئ کښے هم دغه شان کوئ.“
25دغه شان هغۀ دَ خوراک نه پس پياله واخسته اَؤ وئے وئيل چه ”دا پياله زما په وينه کښے نوے لوظ دے. هر کله چه ئے څښئ نو زما په يادګارئ کښے دغسے کوئ.“
26نو هر کله چه تاسو دا ډوډئ خورئ اَؤ دا پياله څښئ نو دَ مالِک دَ مرګ اظهار کوئ تر څو چه هغه را نۀ شى.
27نو دَ دے دَ پاره چه څوک په نامناسبه طريقے سره دَ مالِک ډوډئ خورى يا دَ هغۀ دَ پيالے نه څښى، هغه به دَ مالِک دَ بدن اَؤ وينے قصو�� وار وى.
28نو سړے دِ اول خپل ځان وآزميئ نو بيا دِ دَ هغه ډوډئ نه وخورى اَؤ دَ هغه پيالے نه وڅښى.
29ځکه چه څوک چه دَ خوراک څښاک په وخت دَ مالِک بدن ونۀ پيژنى، هغه به په هغه خوراک څښاک سزا بيا مُومى.
30په دے وجه خو په تاسو کښے ډير کمزورى اَؤ بيماران دى اَؤ ځنے مړۀ شوى دى.
31که چرے مُونږ خپل ځان و آزميُو نو سزا به مو نۀ مُوندلے.
32خو مالِک مُونږ ته سزا دَ تربيت دَ پاره راکوى چه دَ دُنيا نورو خلقو سره مُجرمان نۀ شُو.
33زما ورُوڼو، دَ دے دَ پاره چه هر کله دَ عشا ربانى دَ پاره راجمع شئ نو دَ يو بل اِنتظار کوئ.
34که تاسو وږى يئ نو په کور کښے ډوډئ خورئ چه ستاسو رايوځائے کيدل دَ سزا باعث نۀ شى. نورے خبرے کله چه زَۀ درشم هغه به درستے کړم.