Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1اَئے ورُوڼو، زَۀ تاسو دَ دے نه بے خبره پاتے کيدل نۀ غواړم چه زمُونږ ټول پلارُونه نيکُونه دَ وريځے په حفاظت کښے وُو اَؤ ټول دَ سمندر نه پورے وتل.
2اؤ ټولو په هغه وريځ اؤ په هغه سمندر کښے لکه دَ مُوسىٰ بپتسمه واخسته.
3اَؤ ټولو يو خوراک وخوړلو،
4اَؤ ټولو يو اوبۀ وڅښلے چه ورته دَ مُعجزے په طور ورکړے شوے وے ځکه چه هغوئ دَ هغه مُعجزے دَ ګټ نه اوبۀ وڅښلے کُوم چه دَ هغوئ سره روان وو، خو په حقيقت کښے هغه ګټ مسيح وو.
5ولے په هغوئ کښے دَ ډيرو نه خُدائے راضى نۀ وو ځکه خو بيابان دَ هغوئ دَ مړو نه ډک شو.
6دا خبرے زمُونږ دَ پاره يو سبق شوے چه مُونږ دَ خرابو څيزُونو خواهش ونۀ لرُو لکه څنګه چه هغوئ لرلو.
7اَؤ تاسو بُت پرست مه جوړيږئ لکه چه په هغوئ کښے چه ځنے جوړ شوى وُو، لکه څنګه چه ليکلى دى چه : ”خلق خوراک څښاک ته کښيناستل، بيا مستئ کولو ته پورته شول.“
8اَؤ مُونږ دِ حرامکارى ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړه اَؤ په يوه ورځ کښے درويشت زره ووژلے شول.
9اَؤ مُونږ دِ دَ مالِک آزميښت ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړو اَؤ مارانو هلاک کړل.
10اَؤ تاسو ونۀ ګوريږئ لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنے وګُوريدل اَؤ دَ هلاکت فرښتے هغوئ هلاک کړل.
11په هغوئ دا خبرے زمُونږ دَ عبرت آخستو دَ پاره راغلے اَؤ زمُونږ دَ آخرى زمانے خلقو ته دَ نصيحت دَ پاره وليکلے شوے.
12نو بيا چه څوک ځان مظبُوط ګڼى هغه دِ پوهه شى چه پرے نۀ وزى.
13اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.
14نو خوږو ملګرو! په دے وجه دَ بُت پرستى نه تښتئ.
15زَۀ تاسو هوښيار ګڼم ځکه درسره دا خبرے کوم. زَۀ چه څۀ وايم تاسو دَ هغے په خپله جاج واخلئ.
16هغه دَ برکت پياله کُومه چه مُونږ څښُو اَؤ دَ هغے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوُو، آيا هغه دَ مسيح دَ وينے دَ شراکت نۀ ده څۀ؟ اَؤ هغه ډوډئ چه مُونږ ئے ماتوُو، آيا هغه دَ مسيح دَ بدن شراکت نه دے څۀ؟
17مُونږ ډير خو يُو، بيا هم لکه څنګه چه يوه ډوډئ ده، هم دغه شان لکه دَ يو بدن جوړيږُو ځکه چه مُونږ ټول په هغه يوے ډوډئ کښے شريکيږُو.
18څوک چه يهُوديان دى هغوئ ته وګورئ، چه دَ قُربانئ غوښه خورى، هغوئ په قُربان ګاه کښے شريک نۀ دى څۀ؟
19نو بيا زَۀ دا وايم چه دَ بُت قُربانى څۀ وى؟ اَؤ بُت څۀ دے؟
20نه، بلکه دا وايم چه کُومے قُربانئ چه غير يهُوديان کوى، شيطانانو ته قُربانى کوى، نۀ چه خُدائے ته، اَؤ زَۀ دا نۀ غواړم چه تاسو دَ شيطانانو سره شريک شئ.
21تاسو دَ مالِک دَ پيالے نه اَؤ دَ شيطانانو دَ پيالے نه نۀ شئ څښلے، دَ مالِک په دسترخوان اَؤ دَ شيطانانو په دسترخوان کښے نۀ شئ شريکيدے.
22آيا مُونږ مالِک غُصه کوُو څۀ؟ آيا مُونږ دَ هغۀ نه زوره ور يُو څۀ؟
23هر څۀ روا دى، هو، خو هر څيز فائده مند نۀ دے. هر څۀ روا دى خو هر څيز دَ ترقئ دَ پاره ښۀ نۀ دے.
24هر يو خپلے فائدے ونۀ لټوئ بلکه دَ نورو.
25هر څۀ چه دَ قصابانو په دکانونو خرڅيږى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير په خاطر سوال مه پورته کوئ.
26”ځکه چه مزکه اَؤ په هغے کښے هر څيز دَ مالِک دى.“
27که څوک غير ايماندار تاسو ته ډوډئ وکړى اَؤ تاسو په تلو را��ى يئ، نو هر څۀ چه درته وړاندے کيږدى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره سوال مه پورته کوئ.
28خو که تاسو ته څوک ووائى چه دا دَ بُت دَ قُربانئ غوښه ده نو دَ هغۀ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره هغه مه خورئ.
29زما مطلب دا دے چه ستاسو دَ ضمير په وجه نه خو دَ بل چا.نو دَ بل سړى ضمير زما دَ آزادئ ولے فيصله کوى؟
30که زَۀ ئے په شکر خورم، نو چه په کُوم څيز شکر وباسم نو بيا دَ هغے په سبب ولے بدنامولے شم؟
31نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ، هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ.
32تاسو دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو اَؤ خُدائے دَ جماعت دَ پاره دَ تيندک سبب مه جوړيږئ.
33ځکه چه زَۀ هم په ټولو خبرو کښے ټول خوشحالوم اَؤ نه خپله، خو دَ ډيرو فائده لټوم چه هغوئ خلاصُون بيا مُومى.