Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1ولے زَۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ رسُول نۀ يم څۀ؟ ما عيسىٰ نه دے ليدلے چه زمُونږ مالِک دے څۀ؟ تاسو په مالِک کښے زما دَ خدمت ميوه نۀ يئ څۀ؟
2که زَۀ دَ نورو دَ پاره رسُول نۀ يم نو ستاسو دَ پاره خو بيشکه يم ځکه چه تاسو په خپله په مالِک کښے زما په رسالت مُهر يئ.
3څوک چه زما آزميښت کوى هغوئ ته زما دغه جواب دے،
4آيا مُونږ ته دَ خوراک څښاک اِختيار نِشته څۀ؟
5مُونږ ته دا اِختيار نِشته څۀ لکه څنګه چه نور رسُولان اَؤ دَ مالِک ورُوڼه اَؤ کيفا کوى، مُونږ هم څوک ايمانداره خور په نِکاح واخلُو اَؤ دَ ځان سره ئے وګرزوُو؟
6يواځے زَۀ اَؤ برنبا دَ ژوند تيرولو دَ پاره په خوارئ مزدُورئ پړ يُو څۀ؟
7آيا تاسو دَ داسے فوځى په حقله آؤريدلى دى چه په فوځ کښے نوکرى کوى اَؤ دَ خپله جيبه خورى؟ څوک داسے دے چه دَ انګُورو باغ ولګوى اَؤ ميوه ئے نۀ خورى څۀ؟ يا څوک چه رمه څروى نو دَ هغے پئ نۀ څښى څۀ؟
8آيا زَۀ دا خبره دَ بنى آدم دَ قياس په مُطابق کوم؟ يا تورات داسے نۀ وائى؟
9لکه چه دَ مُوسىٰ په تورات کښے ليکلى دى چه : ”په غوبل کښے دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوه.“ ولے ستاسو دا خيال دے چه خُدائے دَ غوايانو فکر کوى څۀ؟
10يا خاص زمُونږ دَ پاره فرمائى؟ هو، دا ئے زمُونږ دَ پاره ليکلى دى ځکه چه مُناسب دى چه قُلبه کوُونکے په اُميد قُلبه وکړى اَؤ غوبل کوُونکے دِ دَ برخے دَ مُوندلو په اُميد غوبل کوى.
11نو بيا چه مُونږ ستاسو دَ پاره رُوحانى څيزُونه وکړل نو آيا دا څۀ لويه خبره ده چه مُونږ ستاسو دَ مادى څيزُونو فصل وريبو؟
12چه دَ نورو په تاسو دا اِختيار شته نو آيا زمُونږ به دَ دے نه زيات نۀ وى څۀ؟خو مُونږ دَ دے اِختيار نه کار وانۀ خستو خو مُونږ دَ هر څيز زغم کوُو چه زمُونږ له کبله دَ مسيح په زيرى کښے څۀ حرج نۀ وى.
13آيا تاسو نۀ يئ خبر چه څوک چه دَ خُدائے دَ کور خدمت کوى، هغه دَ خُدائے دَ کور دَ نزرانے نه خورى اَؤ څوک چه دَ قُربانګاه خدمتګار دى، هغوئ دَ قُربانئ حصه مُومى؟
14دغه شان مالِک هم مُقرر کړى دى چه دَ زيرى آؤروُونکے دِ دَ زيرى په وسيله ګُزاره کوى.
15خو ما خپل دَ دے حق نه چرے هم فائده وانۀ خسته اَؤ نۀ مے دا دَ دے دَ پاره وليکل چه زَۀ دَ دے نه فائده واخلم ځکه چه زما دَ پاره دَ دے نه مړ کيدل غوره دى. هيڅوک زما فخر بے ځايه کولے نۀ شى.
16که زَۀ زيرے آؤروم نو په دى څۀ فخر نۀ کوم ځکه چه دا خو زما فرض دى. بلکه اَفسوس دے په ما، که زَۀ زيرے وانۀ وروم!
17ځکه چه که دا په خپلے مرضئ وکړم نو زما دَ پاره اَجر دے، خو دا خپل فرض ګڼم ځکه چه خُدائے دا ما ته سپارلے دے.
18نو بيا ما ته څۀ اَجر ملاويږى؟ دا چه زيرے آؤروم نو مُفت ئے آؤروم، ځکه چه کُوم اِختيار چه ما ته دَ زيرى په حقله حاصل دے دَ هغے په مُطابق دَ خپل حق نه پُوره فائده وانۀ خلم.
19اګر که زَۀ دَ ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان دَ ټولو خلقو غُلام کړو، دَ پاره دَ دے چه نور زيات خلق دَ مسيح دَ پاره راکښم.
20زَۀ دَ يهُوديانو دَ پاره يهودى شوم چه يهوديان راکښم. ځکه چه هغوئ دَ مُوسىٰ دَ شريعت منُونکى دى، دَ هغوئ دَ رااړولو دَ پاره ما ځان دَ هغوئ دَ شريعت په شان کړو، سره دَ دے چه زَۀ دَ هغوئ دَ شريعت دَ لاندے نۀ يم.
21دَ غير يهوديانو دَ پاره دَ غير يهُوديانو په شان شوم چه غير يهُوديان دَ مسيح دَ پاره راکښم، سره دَ دے چه دَ خُدائے په نزد بے شرعے نۀ يم بلکه دَ مسيح په شريعت يم.
22دَ کمزورو دَ پاره کمزورے شوم چه کمزورے راکښم. زَۀ دَ ټولو خلقو دَ پاره هر څۀ جوړ شوم چه په څۀ نه څۀ سبب ځنے بچ کړم.
23اَؤ زَۀ هر څۀ دَ زيرى دَ خاطره کوم چه زَۀ ټول دَ هغۀ برکتُونه حاصل کړم.
24آيا تاسو نۀ يئ خبر چه په منډه کښے منډے خو ټول وهى ولے اِنعام يو ګټى؟ تاسو هم داسے منډه ووهئ چه وئے ګټئ.
25اَؤ هر يو لوبغاړے دِ هر قِسم پرهيز کوى. هغه خلق خو دا څۀ دَ هغه سهرے دَ پاره کوى کُومه چه مړاوے کيږى، خو مُونږ ئے دَ هغه سهرے دَ پاره کوُو چه مړاوے کيږى نه.
26نو بيا زَۀ هم دَ يو خاص مقصد په شکل کښے دغه شان منډه وهم، زَۀ دغه شان په سُوکونو جنګ کوم خو دَ هغۀ په شان نه چه باد په سُوکُونو وهى.
27بلکه زَۀ خپل ځان وهم ټکوم اَؤ هغه په قابُو کښے ساتم ځکه چه داسے ونۀ شى چه نورو ته زيرے واؤروم اَؤ په خپله رد کړے شم.