Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1اوس دَ بُتانو دَ قُربانئ په حقله دا دے چه مُونږ خبر يُو چه مُونږ ټول عِلم لرُو، خو عِلم کبر پيدا کوى ليکن مينه دَ ترقئ باعث ده.
2که څوک دا ګڼى چه زَۀ په څۀ پوهيږم نو څنګه چه پوهيدل په کار دى هغسے پرے تر اوسه نۀ پوهيږى.
3خو څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى خُدائے هغه پيژنى.
4نو دَ بُتانو دَ قُربانئ دَ غوښے دَ خوراک په څپرکی مُونږ پوهيږُو چه بُت په دُنيا کښے هيڅ شے نۀ دے اَؤ سيوا دَ يو نه بل خُدائے نِشته.
5سره دَ دے چه په مزکه اَؤ په آسمان ډير خُدايان بللے شى، دغه شان ډير خُدايان اَؤ مالِکان دى.
6خو زمُونږ خو يو خُدائے دے، يعنے خُدائے پلار، چه دَ چا له طرف نه ټول څيزُونه دى اَؤ مُونږ دَ هغۀ دَ پاره ژوندى يُو، اَؤ يو مالِک دے، يعنے عيسىٰ مسيح دَ چا په وسيله چه دا ټول څيزُونه پيدا شول اَؤ مُونږ هم دَ هغۀ په وسيله ژوندى يُو.
7خو ټولو ته دا پته نِشته بلکه دَ ځنو خو اوس هم دَ بُت پرستئ عادت دے، دَ دے دَ پاره هغه غوښه دَ بُت قُربانى ګڼى اَؤ خورى ئے اَؤ دَ هغوئ زړۀ چه کمزورے دے، هغه په خوراک پليت شى.
8خوراک به مُونږ دَ خُدائے سره نۀ نزدے کوى. که وئے نۀ خورُو نو زمُونږ هيڅ نُقصان نِشته اَؤ که وئے خورُو نو هيڅ ګټه مُوٰ نِشته.
9خو پام کوئ، داسے نۀ وى چه ستاسو آزادى په ايمان کښے دَ کمزورو دَ پاره دَ تيندک باعث نۀ شى.
10ځکه که هغه سړے چه په ايمان کښے کمزورے دے، ستا په شان دَ عِلم خاوند په بُت خانه کښے په خوراک ووينى نو آيا هغه به زړۀ ور نۀ شى چه دَ بُتانو دَ قُربانئ غوښه وخورى؟
11مطلب دا چه ستا دَ عِلم په وجه به هغه کمزورے سړے، يعنے هغه ورور چه دَ چا دَ پاره چه مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى.
12اَؤ دغه شان تاسو به دَ وروُڼو ګُناه ګار شئ اَؤ دَ هغوئ کمزورے زړۀ به ژوبل کړئ اَؤ دَ مسيح ګُناه ګار به وګرزئ.
13په دے وجه که زما دَ خوراک په وجه زما ورور تيندک خورى نو زَۀ به هيڅ کله هم غوښه ونۀ خورم چه دَ خپل ورور دَ پاره دَ تيندک سبب ونۀ ګرزم.