Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1کُومے خبرے چه تاسو ليکلى دى دَ هغے په حقله دا ده چه دَ سړى دَ پاره دا غوره ده چه وادۀ ونۀ کړى.
2خو دَ حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى.
3خاوند دِ دَ خپلے ښځے حق پُوره کوى اَؤ دغه شان دِ ښځه دَ خپل خاوند.
4ښځه دَ خپل بدن واکمنه نۀ ده بلکه خاوند دے. همدغه شان خاوند دَ خپل بدن واکمن نۀ دے بلکه ښځه ده.
5تاسو دَ يو بل نه جُدا مه اوسيږئ خو دَ لږ وخت دَ پاره دَ يو بل په رضا دَ دے دَ پاره چه دَ دُعا فرصت ومُومئ، اَؤ بيا يو ځائے شئ، داسے نۀ وى چه دَ نفس دَ غلبے په وجه شيطان تاسو وغُلوى.
6خو زَۀ تاسو ته دَ دے اِجازت درکوم خو حُکم نه.
7اَؤ زَۀ خو دا غواړم چه څنګه چه زَۀ يم، هغسے دِ هر څوک وى خو هر چا ته له خُدائے نه خاص خاص توان ورکړے شوے دے، چا ته څنګه اَؤ چا ته څنګه.
8نو زَۀ هغه چا ته چا چه وادۀ نۀ وى کړے اَؤ کونډو ته دا وايم چه دَ هغوئ دَ پاره زما په شان پاتے کيدل غوره دى.
9خو که هغوئ صبر نۀ شى کولے نو وادۀ دِ وکړى ځکه چه وادۀ کول دَ مستئ نه غوره دى.
10خو چه دَ چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زَۀ نه، بلکه مالِک حُکم ورکوى چه ښځه دِ خپل خاوند پرے نۀ ږدى.
11اَؤ که ئے پريږدى نو يا خو دِ وادۀ ونۀ کړى يا دِ دَ خپل خاوند سره بيا يو ځائے شى، اَؤ خاوند دِ هم خپله ښځه طلاقه نۀ کړى.
12نورو ته هم زَۀ وايم، نه چه مالِک، چه که دَ چا ورور ښځه ايمانداره نۀ وى اَؤ دَ هغۀ سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ هغه طلاقه نۀ کړى.
13اَؤ دَ کُومے ښځے چه خاوند ايماندار نۀ وى اَؤ دَ هغے سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ خاوند طلاق نۀ کړى
14ځکه چه کُوم خاوند چه ايماندار نۀ وى، هغه دَ ښځے په وجه پاک ګڼلے شى اَؤ کُومه ښځه چه ايمانداره نۀ وى، هغه دَ ايماندار خاوند په وجه پاکه ګڼلے شى، ګنى ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.
15خو څوک چه بے ايمانه وى که هغه دَ خپل خاوند يا خپلے ښځے نه ځى نو پريږدئ چه لاړ شى. په داسے حالت کښے څوک ورور يا خور پابند نۀ دے، اَؤ خُدائے مُونږ دَ سلامتئ دَ پاره رابللى يُو.
16ولے چه اَئے ښځے! تۀ څۀ خبره يئے، کيدے شى چه تۀ خپل خاوند بچ کړے. اَؤ اَئے سړيه! تۀ څۀ خبر ئے، کيدے شى چه تۀ خپله ښځه بچ کړے.
17خو څنګه چه مالِک هر يو ته توان ورکړے دے اَؤ څنګه چه خُدائے هر يو رابللے دے، هغه دِ هغه شان ګُزران کوى، اَؤ زَۀ ئے په ټولو جماعُتونو کښے په دغه شان مُقرروم.
18که څوک سُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان دَ ناسُنت شوى په شان نۀ ښکاره کوى، اَؤ که څوک ناسُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان نۀ سُنت کوى.
19ځکه چه سُنت شوے اَؤ نا سُنته داوړه هيڅ څيز نۀ دى بلکه دَ خدائے په حُکمونو عمل کول هر څۀ دى.
20هر څوک چه په کُوم حالت کښے بللے شوے وى، په هغۀ کښے دِ پاتے شى.
21که تۀ په غُلامئ کښے رابللے شوے وے نو پرواه مه کوه، خو که تۀ آزاديدے شے نو هغه اِختيار کړه.
22ځکه چه څوک چه دَ غُلامئ په حالت کښے دَ مالِک رابللے شوے دے، هغه دَ مالِک آزاد کړے شوے دے. که څوک آزاد دَ مالِک رابللے شوے دے، هغه دَ مسيح غُلام دے.
23تاسو په بيعه آخستے شوى يئ، دَ اِنسان غُلامان مه جوړيږئ.
24اَئے ورُوڼو! څوک چه په کُوم حالت کښے رابللے شوے وى، هغه دِ په هغه حالت کښے دَ خُدائے سره پاتے شى.
25څوک چه وادۀ شوى نۀ دى، دَ هغوئ په څپرکی کښے ما سره دَ مالِک څۀ حُکم نِشته، خو زَۀ خپله رائے درکوم لکه څوک چه پرے دَ مالِک رحم شوے دے، چه ايماندار شى.
26نو دَ موجوده نازکو حالاتو په وجه زما په خيال کښے دَ هر چا دَ پاره دا غوره ده چه څنګه چه دَئے وى، هم هغسے دِ پاتے شى.
27که ستا ښځه وى نو هغے له دَ طلاق ورکولو کوشِش مه کوه اَؤ که ښځه دِ نۀ وى نو دَ وادۀ کولو خيال پريږده.
28خو که تۀ وادۀ هم وکړے نو څۀ ګُناه نِشته، اَؤ که پيغله وادۀ شى نو هم ګُناه نِشته، خو داسے خلق به جسمانى تکليف بيا مُومى اَؤ زَۀ تاسو بچ کول غواړم.
29خو اَئے ورُوڼو، زَۀ دا وايم چه وخت لنډ دے نو دَ وړاندے دَ پاره په کار دى چه دَ ښځو خاوندان دِ داسے وى لکه چه دَ هغوئ ښځے نِشته،
30اَؤ ژړيدُونکى دِ داسے وى لکه چه ژاړى نه، اَؤ څوک چه خوشحالى کوى، هغوئ دِ داسے وى لکه چه خوشحالى نۀ کوى، اَؤ آخستُونکى دِ داسے وى لکه چه مال نۀ لرى،
31اَؤ عيش کوُونکى دِ تش په دُنيا مئين نۀ وى ځکه چه دُنيا تيريدُونکے ده.
32نو زَۀ دا غواړم چه تاسو بے غمه اوسئ. لونډ سړے دَ مالِک په فکر کښے وى چه څنګه به مالِک راضى کړى.
33خو وادۀ کړے سړے دَ دُنيا په فکر کښے وى چه څنګه به خپله ښځه راضى کړى،
34اَؤ دوه زړيه شى. نا وادۀ شوے اَؤ پيغله دَ مالِک په فکر کښے اوسيږى چه دَ هغے بدن اَؤ رُوح دواړه پاک وى، خو وادۀ شوے ښځه دَ دُنيا په فکر کښے اوسيږى چه څنګه به خپل خاوند راضى کړى.
35دا ستاسو دَ فائدے دَ پاره وايم، نۀ چه ستاسو دَ ګيرولو دَ پاره بلکه دَ دے دَ پاره چه څۀ چه ښۀ وى، په هغے عمل وشى اَؤ تاسو دَ مالِک په خدمت کښے بے وسوسے آخته اوسئ.
36اَؤ که څوک دا ګڼى چه زَۀ دَ خپلے هغے پيغلے حق وهم دَ چا ځوانى چه خرابيږى اَؤ زلمى دَ وادۀ ضرورت هم ګڼى نو اِختيار ئے دے. په دے کښے ګُناه نِشته، هغوئ دِ وادۀ وکړى
37اَؤ هغه زلمى چه څۀ ضرورى نۀ ګڼى اؤ اِراده ئے کړے وى بلکه دَ خپلے اِرادے په پوره کولو وَس هم لرى چه زَۀ به خپله پيغله نۀ وادۀ کوم نو هغه ښۀ کوى.
38نو څوک چه خپله پيغله وادۀ کوى هغه ښۀ کوى، اَؤ څوک ئے چه نۀ وادۀ کوى هغه لا ښۀ کوى.
39تر څو چه دَ يوے ښځے خاوند ژوندے دے هغه دَ هغۀ پابنده ده، خو هر کله چه دَ هغے خاوند مړ شى نو دَ چا سره ئے چه زړۀ غواړى وادۀ کولے شى خو تش دَ ايماندار سره.
40خو لکه څنګه چه ده، که هغه شان پاتے شى نو زما په خيال کښے زياته بختوره ده، اَؤ زما خيال دے چه دَ خُدائے رُوح په ما کښے هم دے.