Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1آيا په تاسو کښے دا جُرات څنګه وشو چه هر کله چه ستاسو دَ بل چا سره جګړه وى نو دَ فيصلے دَ پاره بے دينه خلقو ته ځئ اَؤ پاکانو ته نۀ ځئ؟
2آيا تاسو نۀ پوهيږئ چه پاکان به دَ دُنيا اِنصاف کوى؟ نو چه تاسو ته دَ دُنيا اِنصاف کول دى نو ولے تاسو دَ معمُولى نه معمولى جګړو دَ فيصله کولو جوګه هم نۀ يئ څۀ؟
3آيا تاسو نۀ ئے خبر چه مُونږ به دَ فرښتو اِنصاف کوُو؟ نو بيا به تاسو عامے مُقدمے نۀ شئ فيصله کولے څۀ؟
4نو که په تاسو کښے عامے مُقدمے وى نو آيا تاسو به هغه مُنصفان مُقرروئ چه په جماعت کښے سپک ګڼلے شى څۀ؟
5زَۀ تاسو ته دَ شرمولو دَ پاره دا وايم چه آيا په تاسو کښے يو هم څوک هوښيار سړے نِشته چه هغه دَ دوؤ وروڼو په مينځ کښے فيصله وکړے شى؟
6بلکه په ورُوڼو کښے مُقدمے کيږى اَؤ هغه هم دَ بے دينو خلقو په وړاندے.
7خو په اصل کښے په تاسو کښے لويه کمزورى دا ده چه په خپلو کښے مُقدمے کوئ. ظُلم زغمل ولے غوره نۀ ګڼئ؟ خپل نقصان ولے نۀ قبلوئ؟
8بلکه تاسو ظُلم کوئ اَؤ نُقصان وررسوئ، اَؤ هغه هم خپلو ورُوڼو ته!
9آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،
10نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.
11اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.
12ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم.
13خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى.
14خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى.
15آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ؟ چه ستاسو بدنُونه دَ مسيح اندامُونه دى؟ آيا دا مناسب دى چه زَۀ دَ مسيح اندامُونه دَ يوے کنجرئ سره ګډ کړم؟ نه، هيڅ کله نه!
16آيا تاسو نۀ يئ خبر چه هر هغه څوک چه کنجرئ ته لاړ شى نو هغه دَ هغے سره يو وجُود شى؟ ځکه چه صحيفے وائى چه : ”نر اَؤ ښځه به دواړه يو وجُود شى.“
17اَؤ څوک چه دَ مالِک سره يووالے لرى، هغه اَؤ مالِک به يو رُوح شى.
18دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.
19آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،
20ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.