Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1ما ته خبر رارسيدلے دے چه په تاسو کښے حرام کارى کيږى، بلکه داسے حرام کارى چه په غيرو قومونو کښے هم نۀ کيږى. په تاسو کښے يو سړے دے چه دَ هغۀ دَ خپلے ميرنئ مور سره ناجائزه تعلقات دى.
2اَؤ تاسو پرے غمژن نۀ شوئ چه چا چه دا کار کړے دے، تاسو هغه وشړئ بلکه فخر کوئ.
3زَۀ اګر که په جسمانى طور موجُود نۀ يم خو په رُوحانى طور موجُود يم. ګنى دَ موجُودګئ په حالت کښے مے په داسے کار کوُونکى زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم دا حُکم کړے دے،
4چه هر کله چه تاسو جمع کيږئ نو ګنى چه زَۀ په رُوح کښے تاسو سره موجُود يم، نو زمُونږ دَ مالِک مسيح دَ قُدرت مدد واخلئ،
5نو دَ داسے سړى وجُود دَ هلاکت دَ پاره شيطان ته وسپارئ، دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ رُوح دَ مالِک په ورځ خلاصُون بيا مُومى.
6ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. آيا تاسو نۀ يئ خبر چه لږه شان خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى؟
7زړه خمبيره وباسئ، ځانُونه پاک کړئ چه تاسو تازه اخښلى اوړۀ جوړ شئ ځکه چه تاسو بے خمبيرے يئ، ولے چه زمُونږ هم دَ فسح ګډُورے، يعنے دَ مسيح قُربانى وشوه.
8نو راځئ چه مُونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره اَؤ نۀ دَ بدئ اَؤ دَ شرارت په خمبيره بلکه په صفا زړۀ اَؤ دَ رښتياؤ په بے خمبيرے ډوډئ باندے.
9ما په خپل خط کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه دَ حرام کارو سره ناسته پاسته مه کوئ.
10دا خو نه چه تاسو بيخى دَ دُنيا دَ حرام کارو يا لالچيانو يا ظالمانو يا بُت پرستانو سره ملاويدل پريږدئ، ولے چه دغه شان خو به تاسو ته هډو دَ دُنيا نه وتل وُو.
11نو ما خو په حقيقت کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه که څوک ځان ته ورور وائى اَؤ حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو دَ هغۀ سره ناسته پاسته مه کوئ بلکه دَ داسے کس سره ډوډئ قدرے هم مه خورئ.
12ځکه چه په بے ايمانانو دَ حُکم کولو زما څۀ کار دے؟ خو آيا داسے نۀ ده چه تاسو په ايماندارانو حُکم کوئ؟
13خو په بے ايمانانو خُدائے حُکم کوى. ”نو بيا هغه بد سړے دَ مينځه وباسئ.“