Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1هر څوک دِ مُونږ دَ مسيح خادم اَؤ دَ خُدائے دَ رازُونو مُختار وګڼى.
2اَؤ دلته په مُختار کښے دا خبره په کار ده چه هغه دِ ديانتدار وى.
3خو زما دَ پاره دا هيڅ خبره نۀ ده چه تاسو يا بل اِنسانى عدالت دِ زما جاج واخلى، بلکه زَۀ په خپله هم دَ ځان جاج نۀ آخلم.
4نو زما زړۀ ما نۀ ملامتوى خو په دے زَۀ رښتُونے کيږم نه، بلکه زما مالِک زما جاج آخلى.
5نو دَ وخت نه وړاندے فيصله مه کوئ بلکه دَ مالِک دَ بيا راتلو اِنتظار کوئ. هغه به دَ تيارے پټے خبرے ظاهرے کړى اَؤ دَ زړُونو خيالُونه به ظاهر کړى اَؤ هغه وخت به دَ هر چا تعريف دَ خُدائے له طرفه کيږى.
6اَئے ورُوڼو، ما په دغه خبرو کښے دَ خپل اَؤ دَ اپولوس ذکر دَ مِثال په طور وکړو دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ په وسيله دا زده کړئ. دَ ليک نه زيات مه وايئ اَؤ دَ يو په تائيد کښے دَ بل په خِلاف څۀ ونۀ وايئ.
7نو په تاسو کښے فرق څوک کوى؟ اَؤ تا څخه کُوم داسے څيز دے چه هغه تا دَ خُدائے نه نۀ وى مُوندلے؟ اَؤ چه تا دَ خُدائے نه ومُوندلو نو بيا فخر دَ څۀ خبرے لکه تا ونۀ ومُوندل؟
8تاسو خو اوس هم ماړۀ شوى يئ اَؤ شتمن يئ اَؤ تاسو بادشاهان شوئ. څۀ اَفسوس چه تاسو زمُونږ نه بغير بادشاهان شوئ، چه مُونږ هم درسره بادشاهى کړے وے!
9زما په خيال چه خُدائے مُونږ رسُولان دَ ټولو نه عاجزان کړلُو اَؤ دَ هغه خلقو په شان ئے پيش کړُو په چا چه دَ وژلو حُکم شوے وى، ولے چه مُونږ دَ ټولے دُنيا، يعنے فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے يوه تماشه شوُو.
10مُونږ دَ مسيح په خاطر بے وقوف يُو، خو تاسو په مسيح کښے هوښيار يئ! مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زوره ور! تاسو عزتمن يئ اَؤ مُونږ سپک!
11مُونږ تر اوسه وږى، تږى، بربنډ يُو اَؤ په سُوکُونو وهلے کيږو اَؤ بے درکه ګرزُو،
12اَؤ په خپلو لاسُونو خوارى کوُو. خلق په مُونږ بد وائى، مُونږ ورته دُعا کوُو، هغوئ مو تنګوى، مُونږ ئے زغمو،
13هغوئ مو بدناموى، مُونږ منت زارى کوُو. مُونږ تر نننئ ورځے دَ دُنيا دَ ډيران اَؤ دَ ټولو څيزُونو دَ ګرد په شان پاتے شوى يُو.
14زَۀ دا خبرے ستاسو دَ شرمولو دَ پاره نۀ ليکم بلکه خپل خواږۀ فرزندان مو ګڼم اَؤ تاسو ته نصيحت کوم.
15ولے چه که په مسيح کښے ستاسو اُستاذان په زرګُونو هم وى نو بيا هم ستاسو پلارُونه ډير نۀ دى، ځکه چه زَۀ دَ زيرى په وسيله په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو پلار جوړ شوم.
16نو زَۀ تاسو ته زارى کوم چه زما په شان شئ.
17دَ دے دَ پاره ما تاسو ته تيموتيوس دروليږلو، هغه په مالِک کښے زما خوږ اَؤ ديانتدار زوئے دے، اَؤ زما هغه طريقے چه په مسيح کښے دى، تاسو ته به دريادے کړى لکه چه زَۀ په هر ځائے کښے اَؤ په هر جماعت کښے تعليم ورکوم.
18ځنے داسے لافے کوى چه زَۀ ګنى تاسو ته درتلے نه شم.
19خو که مالِک وغوښتل نو زَۀ به تاسو ته زر درشم اَؤ دا خبره به معلُومه کړم چه دا کبرژن خلق تشے خبرے کوى يا څۀ کولے هم شى.
20ځکه چه دَ خُدائے بادشاهت په خبرو نه، بلکه په قُدرت ولاړ دے.
21نو تاسو څۀ غواړئ چه زَۀ کوتک په لاس درشم يا په مينه اَؤ نرمئ؟/p>