Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1اَئے وروُڼو، ما تاسو سره هغه شان خبرے ونۀ کړے شوے لکه چه دَ رُوحانيانو سره بلکه داسے لکه چه دَ دُنياوى خلقو اَؤ دَ هغوئ سره چه په مسيح کښے ماشُومان دى.
2ما تاسو ته پئ درکړلے خو ډوډئ نه، ځکه چه په تاسو کښے دَ هغے زغم نۀ وو بلکه اوس هم در کښے زغم نِشته.
3ولے چه تر اوسه دُنيادار يئ، ولے چه په تاسو کښے کينه اَؤ جګړه ده. نو آيا تاسو دُنيادار نۀ يئ څۀ؟ اَؤ دَ دُنيا په مُطابق مُوٰ يُون ونۀ کړو؟
4ځکه چه څۀ وخت چه يو وايئ چه زَۀ دَ پولوس يم اَؤ بل وائى چه زَۀ دَ اپولوس يم، نو آيا تاسو دَ دُنياوى خلقو په شان نۀ شوئ؟
5اپولوس څۀ ته وائى؟ اَؤ پولوس څۀ ته؟ هغوئ خادمان دى دَ چا په وسيله چه تاسو ايمان راوړو اَؤ دَ دواړو هغه حيثيت دے کُوم چه هغوئ ته خُدائے ورکړو.
6ما نهل کړو، اپولوس اوبۀ ورکړے، خو وده خُدائے ورکړه.
7نو بيا نه نهل کوُونکے څۀ څيز دے اَؤ نۀ اوبۀ ورکوُونکے، خو خُدائے چه وده ورکوُونکے دے.
8نهل کوُونکے اَؤ اوبۀ ورکووُونکے دواړه يو دى، خو دواړه به دَ خپلے خوارئ په مُطابق اَجر بيا مُومى.
9ولے چه مُونږ دَ خُدائے سره کار کوُونکى يُو، تاسو دَ خُدائے پټى يئ اَؤ دَ خُدائے ماڼئ.
10ما دَ هغه توان په مُطابق چه خُدائے راکړو، دَ يو پوهه ګِلکار په شان بُنياد کيښودو اَؤ بل پرے ماڼئ ودانوى، نو هر يو دِ خبردار شى چه پرے څنګه ماڼئ جوړوى.
11ځکه چه بغير دَ هغه بُنياد نه چه ايښودلے شوے دے، اَؤ هغه عيسىٰ مسيح دے، بل څوک بُنياد نۀ شى کيښودے.
12که څوک په هغه بُنياد باندے دَ سرو زرو يا دَ سپينو يا دَ قيمتى کاڼو يا لرګو يا واښو يا دَ بُوسو رده ږدى،
13نو دَ هغۀ کار به ښکاره شى ځکه چه دَ قيامت په ورځ به دَ اور سره راڅرګند شى. نو هغه به هغه کار راڅرګند کړى اَؤ هغه اور به په خپله دَ هر يو کار وآزمئى، چه څنګه دے.
14دَ چا ماڼئ چه په هغه بُنياد شوے، باقى به پاتے شى اَؤ هغه به اَجر بيا مُومى.
15اَؤ چه دَ چا ماڼئ وسوزيږى نو هغه به نُقصان ومُومى، خو په خپله به په سوزيدو سوزيدو کښے بچ شى.
16آيا تاسو خبر نۀ يئ چه تاسو دَ خُدائے کور يئ اَؤ دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى؟
17که څوک دَ خُدائے کور برباد کړى نو خُدائے به هغه برباد کړى ځکه چه دَ خُدائے کور پاک دے اَؤ هغه تاسو يئ.
18هيڅوک دِ خپل ځان ونۀ غُلوى. که څوک په تاسو کښے په دے جهان ځان حکيم ګڼى نو ځان دِ ناپوهه کړى چه حکيم شى.
19ځکه چه دَ دُنيا حِکمت دَ خُدائے په نزد بے وقُوفى ده، لکه چه ليکلى دى چه : ”هغه حکيمان دَ هغوئ په چالاکئ راګيروى.“
20اَؤ دا هم چه : ”خُدائے دَ حکيمانو په خيالُونو پوهه دے چه باطل دى.“
21نو بيا دِ په انسان څوک فخر ونۀ کړى، ولے چه هر څۀ ستاسو دى.
22که پولوس وى اَؤ که اپولوس، که پطروس، که دُنيا، که ژوند وى که مرګ، که اوسنى څيزُونه وى که راتلُونکى، هر څۀ ستاسو دى.
23اَؤ تاسو دَ مسيح يئ اَؤ مسيح دَ خُدائے دے.