Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1سلیمان د مصر د پادشاه فرعون سره یو تړون وکړ او د هغه د لور سره یې واده وکړ. هغه یې راوستله چې تر هغې پورې د داود په ښار کې واوسیږي ترڅو پورې چې هغه د خپلې ماڼۍ، د خدای د کور او د اورشلیم شاوخوا دېوال د جوړولو کار سرته ورسوي.
2تر هغه وخته پورې لا د څښتن دپاره کور نه ؤ جوړ شوی نو ځکه به قوم په مختلفو عبادت ځایونو کې قربانۍ کولې.
3سلیمان د څښتن سره مینه کوله او د خپل پلار داود د لارښودنو په مطابق یې عمل کاوه. مګر هغه هم د عبادت په مختلفو ځایونو کې قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوزوله.
4پادشاه جبعون ته لاړ چې هلته قربانۍ وړاندې کړي ځکه چې هغه د قربانۍ کولو تر ټولو مشهور ځای ؤ. سلیمان به د قربانۍ په هغه ځای کې زر سوزېدونکې نذرانې وړاندې کولې.
5یوه شپه په جبعون کې څښتن خدای هغه ته په خوب کې ورښکاره شو او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
6سلیمان په ځواب کې وویل:
7نو بیا، ای زما څښتن خدایه، تا خپل غلام زما د پلار داود په ځای پادشاه کړ. مګر زه د یو کوچني ماشوم په شان یم او په دې باندې نه پوهېږم چې څنګه پادشاهي وکړم.
8زه د هغه قوم په منځ کې اوسېږم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړی دی، هغه قوم چې دومره زیات دی چې نه شمېرل کیږي.
9نو ماته پوهه او حکمت راکړه چې ستا په قوم باندې په عدالت سره حکومت وکړم او د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړم. که نه، نو څوک کولی شي چې ستا په دې لوی قوم باندې پادشاهي وکړي؟>
10څښتن خوشاله شو چې سلیمان دغه غوښتنه کړې ده.
11نو خدای هغه ته وویل:
12څه چې تا غوښتي دي زه به یې درکړم. زه به تاته داسې پوهه او حکمت درکړم، چې له دې څخه مخکې هم د چا سره نه وو او وروسته به هم د چا سره نه وي.
13برسېره پردې هغه څه چې تا نه دي غوښتي زه به یې درکړم، یعنې شتمني او عزت دواړه، ترڅو ستا په ژوند کې په پادشاهانو کې څوک ستا سره برابر نه شي.
14او که چېرې زما اطاعت وکړې او د خپل پلار داود په شان زما د قوانینو او حکمونو څخه پیروي وکړې، زه به درته زیات عمر درکړم.>
15نو سلیمان راویښ شو او پوه شو چې څښتن ورسره په خوب کې خبرې کړې دي. بیا هغه اورشلیم ته لاړ، د څښتن د لوظ صندوق ته مخامخ ودرېد او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې څښتن ته وړاندې کړې. له هغې وروسته یې خپلو ټولو درباریانو ته میلمستیا ورکړه.
16یوه ورځ دوه فاحشې پادشاه ته راغلې او د هغه په مخ کې ودرېدلې.
17د هغوی څخه یوې وویل:
18زما د ماشوم د زېږېدلو په دریمه ورځ هغې هم یو ماشوم وزېږاوه. په هغه کور کې یوازې مونږ وو او زمونږ څخه پرته هلته بل هیڅوک نه ؤ.
19نو یوه شپه هغې ښځې په خوب کې خپل ماشوم د ځان لاندې کړی ؤ او هغه مړ شوی ؤ.
20نو د شپې په نیمایي کې چې کله زه ویده وم، هغه راپاڅېدلې وه او زما زوی یې زما له څنګ څخه اخیستی ؤ. هغه یې خپله غېږه کې او خپل مړ زوی یې زما په غېږه کې اچولی ؤ.
21کله چې سهار راپاڅېدم چې خپل ماشوم ته شیدې ورکړم، ومې لیدل چې هغه مړ دی! ما په غور سره په رڼا کې هغه ته وکتل او ومې لیدل چې هغه زما زوی نه دی.>
22هغې بلې ښځې وویل: اولنۍ ښځې بېرته په ځواب کې وویل: نو هغوی د پادشاه په حضور کې یو تر بله شخړه وکړه.
23پادشاه وویل:
24نو پادشاه وویل: نو کله چې هغوی پادشاه ته توره راوړه،
25بیا هغه حکم وکړ:
26هغه ښځه چې د ژوندي ماشوم اصلي مور وه، زړه یې په خپل ماشوم باندې وسوزېده او پادشاه ته یې وویل: مګر هغې بلې ښځې وویل:
27هغه وخت پادشاه خپله پرېکړه وکړه:
28کله چې د اسراییلو ټول خلک واورېدل چې پادشاه دا قانوني پرېکړه کړې ده، د هغوی په نظر کې پادشاه ډېر د عزت وړ شو، ځکه هغوی ولیدل چې خدای هغه ته حکمت ورکړی دی چې په عدل سره پادشاهي وکړي.