Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
45 verses
1کله چې د داود د مړینې وخت رانژدې شو، خپل زوی سلیمان یې راوغوښت او خپل وصیت یې ورته وکړ:
3او څه چې ستا څښتن خدای یې درڅخه غواړي هماغسې وکړه. د هغه په لاره لاړ شه او د هغه په قوانینو او حکمونو باندې لکه څنګه چې د موسیٰ په شریعت کې لیکل شوي دي عمل وکړه، ترڅو په هر کار کې چې ته یې کوې او هر چېرته چې ځې نېکمرغه واوسې.
4که چېرې د هغه اطاعت وکړې، نو څښتن به هغه وعده عملي کړي چې زما سره یې کړې وه. ماته یې ویلي وو: ستا اولاده به تر هغې پورې په اسراییلو باندې حکومت کوي ترڅو پورې چې هغوی په وفادارۍ او د زړه له کومي زما حکمونو ته غاړه کېږدي.
5بله خبره دا چې تاته په یاد دي چې د زرویه زوی یوآب زما سره څه وکړل، هغه د اسراییلو د لښکرو قوماندانان یعنې ابنیر د نیر زوی او عماسا د یتر زوی ووژل. هغوی یې د سولې په وخت کې د هغو وژنو په بدل کې ووژل چې د جګړې په وخت کې یې وژلي وو. د هغه لاسونه د بې ګناه سړیو په وینو ککړ دي.
6ته د عقل نه کار واخله، هغه مه پرېږده چې سپین ږیری شي او په طبیعي مرګ مړ شي.
7مګر د جلعادي برزلای په زامنو باندې مهربانه اوسه او هغوی په هغو خلکو کې شامل کړه چې ستا په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري. ځکه کله چې زه ستا د ورور ابشالوم څخه وتښتېدم هغوی زما سره ودرېدل.
8یاد ساته چې شمعي د بنیامیني جیرا زوی چې د بحوریم څخه دی هم ستا سره دی. په هغه ورځ چې زه محنایم ته لاړم، هغه په ما باندې ډېر سخت لعنت ووایه. مګر کله چې هغه زما د لیدلو دپاره د اردن د سیند غاړې ته راغی، ما د څښتن په نامه هغه ته قسم وخوړ چې زه به هغه ونه وژنم.
9خو ته هغه بې سزا مه پرېږده. ته پوه سړی یې او په دې باندې پوهېږې چې د هغه سره باید څه وکړې. که څه هم هغه سپین ږیری دی، باید ووژل شي.>د داود مړینه
10داود مړ شو او د داود په ښار کې ښخ شو.
11هغه څلوېښت کاله په اسراییلو باندې پادشاهي وکړه - اووه کاله په حبرون کې او دري دېرش کاله په اورشلیم کې.
12نو سلیمان د خپل پلار داود په تخت باندې کښېناست او د هغه پادشاهي ټینګه شوه.
13یوه ورځ د حجیت زوی ادونیا د سلیمان مور بتشبع ته ورغی. بتشبع د هغه څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
14بیا هغه زیاته کړه: هغې ځواب ورکړ:
15هغه وویل:
16اوس زه یوه غوښتنه لرم، هیله ده چې هغه رد نه کړئ.>بتشبع ځواب ورکړ:
17هغه ځواب ورکړ:
18هغې ځواب ورکړ:
19نو بتشبع سلیمان پادشاه ته ورغله چې د هغه سره د ادونیا دپاره خبرې وکړي. پادشاه خپلې مور ته د هرکلي ویلو دپاره راپاڅېده او هغې ته یې د درناوي سر ټیټ کړ. بیا هغه په خپل تخت باندې کښېناست او بل تخت یې راوغوښت او مور یې د هغه ښي لاس ته په تخت باندې کښېناستله.
20بتشبع وویل: پادشاه په ځواب کې وویل:
21نو هغې وویل:
22پادشاه پوښتنه وکړه:
23نو سلیمان پادشاه د څښتن په نوم قسم وخوړ او ویې ویل:
24څښتن زه د خپل پلار داود په ځای پادشاه کړی یم او زما پادشاهي یې ټینګه کړې ده. هغه خپله وعده ترسره کړې ده او ماته او زما اولادې ته یې پادشاهي ورکړې ده. زه د ژوندي څښتن په نامه قسم خورم چې ادونیا به همدا نن ووژل شي!>
25نو سلیمان بنایاه د یهویاداع زوی ته حکم وکړ، هغه لاړ او ادونیا یې وواژه.
26پادشاه ابیاتار کاهن ته وویل:
27نو سلیمان ابیاتار د څښتن د کاهنتوب څخه لېرې کړ. په دې ډول یې د څښتن هغه خبره ترسره کړه چې د عیلي کاهن او د هغه د اولادې په باره کې یې په شیلوه کې کړې وه.
28کله چې یوآب د دې پېښې څخه خبر شو، هغه د څښتن خېمې ته وتښتېده او د قربانۍ د ځای ښکرونه یې ونیول. (یوآب د ادونیا ملاتړ کاوه، خو د ابشالوم څخه یې ملاتړ نه ؤ کړی.)
29سلیمان پادشاه خبر شو چې یوآب د څښتن خېمې ته تښتېدلی دی او د قربانۍ د ځای په خوا کې دی. نو سلیمان بنایاه ته امر وکړ:
30هغه د څښتن خېمې ته ورغی او یوآب ته یې وویل: یوآب په ځواب کې وویل: بنایاه بېرته پادشاه ته ورغی او د یوآب خبره یې ورته وکړه.
31نو بیا پادشاه بنایاه ته امر وکړ:
32څښتن به یوآب ته د هغو قتلونو په خاطر سزا ورکړي چې هغه کړي وو او زما پلار داود د هغو څخه خبر نه ؤ. یوآب هغه دوه سړي ووژل چې د هغه څخه نېک او بهتر وو، یعنې ابنیر د اسراییلو د لښکرو قوماندان او عماسا د یهودا د لښکرو قوماندان.
33د هغوی د قتلونو سزا به د تل دپاره د یوآب او د هغه د اولادې په غاړه وي. مګر څښتن به همېشه د داود اولادې ته چې د هغه په تخت باندې کښېني سوله ور په برخه کړي.>
34نو بنایاه سپېڅلې خېمې ته لاړ او یوآب یې وواژه. د هغه مړی په خپله ځمکه کې چې په دښته کې وه ښخ شو.
35پادشاه د یوآب په ځای بنایاه د لښکرو قوماندان کړ او صادوق کاهن یې د ابیاتار په ځای وټاکه.
36وروسته بیا پادشاه شمعي راوغوښت او هغه ته یې وویل:
37هغه ورځ چې ته لاړ شې او د قدرون له درې څخه پورې وزې، نو پوه شه چې ته به مړ شې او ته به په خپله ملامت یې.>
38شمعي پادشاه ته په ځواب کې وویل: نو شمعي د ډېرې مودې دپاره په اورشلیم کې پاتې شو.
39خو درې کاله وروسته د شمعي دوه غلامان د جت پادشاه آخیش د معکه زوی ته وتښتېدل. کله چې شمعي واورېدل چې هغوی په جت کې دي،
40هغه په خپل خره باندې کته واچوله او آخیش پادشاه ته ورغی چې خپل غلامان پیدا کړي. هغه یې پیدا کړل او بېرته یې خپل کور ته راوستل.
41کله چې سلیمان ته خبر ورسېده چې شمعي د اورشلیم څخه جت ته تللی ؤ او بېرته راستون شوی دی،
42پادشاه شمعي راوغوښت او هغه ته یې وویل:
43نو ولې دې هغه قسم مات کړ چې د څښتن سره دې کړی ؤ او زما د امر څخه دې هم سرغړونه وکړه؟>
44همدارنګه پادشاه شمعي ته وویل:
45مګر څښتن به ماته برکت راکړي او هغه به د داود پادشاهي تل تر تله ټینګه وساتي.>
46نو بیا پادشاه بنایاه ته حکم وکړ او هغه شمعي دباندې وویست او ویې واژه. نو پادشاهي د سلیمان په لاسونو کې ټینګه پاتې شوه.