Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
53 verses
1داود پادشاه ډېر زوړ شوی ؤ او سره له دې چې د هغه خدمتګارانو هغه په کمپلو باندې پټاوه، خو بیاهم هغه نه تودېده.
2نو درباریانو یې هغه ته وویل:
3هغوی په ټولو اسراییلو کې یوه ښکلې پېغله ولټوله او په شونم کې هغوی د ابیشګ په نوم یوه نجلۍ پیدا کړه او هغه یې پادشاه ته راوستله.
4هغه ډېره ښکلې وه او د پادشاه خدمت او پالنه به یې کوله، مګر پادشاه د هغې سره یوځای نه شو.
5نو د داود زوی ادونیا چې مور یې حجیت نومېدله، هغه د پادشاهۍ دعوه وکړه. نو هغه څو جنګي ګاډۍ، اسونه او پنځوس نفره د بدرګې دپاره ځان ته تیار کړل.
6پلار یې داود د ده په کارونو کې هیڅکله لاس وهنه نه کوله. پرته له دې، هغه ډېر ښکلی ځوان ؤ او د ابشالوم څخه وروسته د هغه مشر زوی ؤ.
7ادونیا د زرویه د زوی یوآب او ابیاتار کاهن سره خبرې وکړې او هغوی موافقه وکړه چې د هغه څخه ملاتړ وکړي.
8مګر صادوق کاهن، بنایاه د یهویاداع زوی، ناتان نبي، شمعي، ریعي او د داود ساتونکي ګارډ د ادونیا طرفداران نه وو.
9یوه ورځ ادونیا د زوحلت تیږې ته نژدې چې د روجل د چینې تر څنګه ده، پسونه، غوایان او چاغ سخوندران قرباني کړل او هغه خپلو ورونو یعنې د پادشاه نورو زامنو او ټولو شاهي درباریانو ته چې د یهودا څخه وو بلنه ورکړه چې د قربانۍ میلمستیا ته راشي.
10مګر هغه ناتان نبي، بنایاه، د پادشاه د ساتونکو ګارډ او خپل ورور سلیمان ته بلنه ورنه کړه.
11بیا ناتان د سلیمان مور بتشبع ته ورغی او د هغې څخه یې پوښتنه وکړه:
12که چېرې غواړې چې خپل ژوند او د خپل زوی سلیمان ژوند وژغورې، نو زه تاته مشوره درکوم.
13هغه دا چې سمدستي داود پادشاه ته ورشه او ورته ووایه: اعلیحضرته، آیا تاسو زما سره دا قسم نه ؤ خوړلی چې په رښتیا سره به زما زوی سلیمان ستاسو څخه وروسته پادشاه شي او هغه به ستاسو په تخت باندې کښېني؟ نو بیا ولې ادونیا پادشاه شوی دی؟>
14ناتان زیاته کړه:
15نو بتشبع د زاړه پادشاه د لیدلو دپاره د هغه د خوب کوټې ته ورننوتله چېرته چې ابیشګ چې د شونم څخه وه د هغه خدمت کاوه.
16بتشبع د درناوي په خاطر ځمکې ته سر ټیټ کړ. پادشاه پوښتنه وکړه:
17هغې ځواب ورکړ:
18مګر ګورئ، ادونیا مخکې له مخکې پادشاه شوی دی او تاسو په دې هکله هیڅ خبر نه یاست.
19هغه ډېر غوایان، چاغ سخوندران او پسونه قرباني کړل او ستاسو ټول زامن، ابیاتار کاهن او ستاسو د لښکرو قوماندان یوآب یې دې میلمستیا ته راوبلل، مګر ستاسو زوی سلیمان ته یې بلنه ورنه کړه.
20اعلیحضرته، د ټولو اسراییلیانو سترګې ستاسو په لور دي چې تاسو ورته دا ووایئ چې له تاسو وروسته به څوک پادشاه شي.
21که چېرې تاسو داسې ونه کړئ، کله چې تاسو مړ شئ، نو زما د زوی سلیمان او زما سره به د مجرمانو په شان سلوک وشي.>
22په هغې شیبه کې چې بتشبع د پادشاه سره خبر�� کولې، ناتان نبي راورسېده.
23خلکو پادشاه ته خبر ورکړ: نو هغه د پادشاه حضور ته ورغی او د درناوي په خاطر ځمکې ته سر ټیټ کړ.
24ناتان وویل:
25نن هغه تللی دی او زیات شمېر غوایان، چاغ سخوندران او پسونه یې قرباني کړي دي. هغه ستاسو ټولو زامنو، د لښکرو قوماندانانو او ابیاتار کاهن ته بلنه ورکړې ده. همدا اوس هغوی د هغه سره خوري او څښي او وایي: ژوندی دې وي ادونیا پادشاه!
26مګر اعلیحضرته، هغه زه، صادوق کاهن، بنایاه او سلیمان نه یو بللي.
27آیا ادونیا دا کار ستاسو اعلیحضرت د فرمان سره سم کړی دی؟ ځکه چې ستاسو درباریان خبر نه دي چې ستاسو نه وروسته به څوک پادشاه شي او د پادشاهۍ په تخت به کښېني.>
28نو داود پادشاه وویل: ، نو هغه راغله او د پادشاه په حضور کې ودرېدله.
29په دې وخت کې پادشاه هغې ته وویل:
30زه به نن په یقین سره هغه کار سرته ورسوم چې د هغه په هکله مې ستا سره د څښتن، یعنې د اسراییلو د خدای په نوم قسم خوړلی ؤ، چې زما څخه وروسته به ستا زوی سلیمان پادشاه شي او هغه به زما په ځای زما په تخت باندې کښېني.>
31نو بیا بتشبع د درناوي په خاطر ځمکې ته سر ټیټ کړ، ویې ویل:
32داود پادشاه وویل: کله چې هغوی د پادشاه حضور ته راغلل،
33پادشاه هغوی ته وویل:
34صادوق کاهن او ناتان نبي دې هلته د اسراییلو د پادشاه په توګه د هغه سر په تېلو غوړ کړي. وروسته له هغې سرنی وغږوئ او داسې چیغې ووهئ: ژوندی دې وي سلیمان پادشاه!
35سلیمان مخکې او تاسو د هغه پسې بېرته دلته راشئ او هغه دې زما په تخت باندې کښېني او زما په ځای دې پادشاهي وکړي. ځکه چې هغه مې د اسراییلو او یهودا مشر ټاکلی دی.>
36بنایاه د پادشاه په ځواب کې وویل:
37لکه څنګه چې څښتن ستاسو اعلیحضرت سره مل ؤ، د سلیمان سره دې هم مل وي او د هغه پادشاهي دې د ستاسو د پادشاهۍ څخه هم ډېره لویه کړي.>
38نو صادوق کاهن، ناتان نبي، بنایاه او د پادشاه ساتونکي ګارډ یعنې کریتیان او فلیتیان لاړل، سلیمان یې د داود پادشاه په قچره باندې سپور کړ او هغه یې د جیحون د چینې پورې بدرګه کړ.
39صادوق کاهن د سپېڅلې خېمې څخه د تېلو ښکر راواخیست او د سلیمان سر یې غوړ کړ. وروسته بیا هغوی سرنی وغږاوه او ټولو خلکو چیغې ووهلې:
40وروسته بیا ټول د سلیمان پسې اورشلیم ته راستانه شول. هغوی داسې شپېلۍ غږولې او د خوشالۍ چیغې وهلې چې ځمکه یې لړزوله.
41کله چې ادونیا او د هغه مېلمنو د ډوډۍ خوراک پای ته رساوه، هغوی شورماشور واورېد. کله چې یوآب د سرني اواز واورېده، هغه پوښتنه وکړه:
42مخکې له دې چې هغه خپلې خبرې خلاصې کړي، د ابیاتار کاهن زوی یوناتان راورسېد. ادونیا وویل:
43یوناتان ځواب ورکړ:
44هغه صادوق کاهن، ناتان نبي، بنایاه، د پادشاه ساتونکي ګارډ یعنې کریتیان او فلیتیان د سلیمان سره ولېږل او هغه یې د پادشاه په قچره باندې سپور کړ.
45صادوق کاهن او ناتان نبي د جیحون د چینې سره د هغه سر په تېلو غوړ کړ چې پادشاه شي. بیا هغوی ښار ته ننوتل، د خوشالۍ چیغې یې وهلې او خلکو شورماشور جوړ کړ. دا هغه شورماشور دی چې تاسو واورېده.
46نو اوس سلیمان په تخت باندې ناست دی.
47بله خبره دا چې درباریان د مبارکۍ دپاره زمونږ بادار، داود پادشاه ته راغلي دي او وایي: ستاسو خدای دې د سلیمان نوم د ستاسو د نوم څخه هم زیات مشهور کړي او د هغه پادشاهي دې د ستاسو د پادشاهۍ څخه هم لویه کړي! او پادشاه په خپل کټ کې سجده وکړه
48او ویې ویل: د اسراییلو څښتن خدای ته دې ثناه وي، چا چې نن ورځ ماته ولیعهد راکړی دی او زه یې پریښی یم چې هغه په خپلو سترګو ووینم.>
49په دې خبره د ادونیا ټول مېلمانه ووېرېدل، پاڅېدل او هر یو په خپله لاره لاړ.
50مګر ادونیا د سلیمان له وېرې سپېڅلې خېمې ته لاړ او د خپل ژوند د ژغورلو دپاره یې هغه ښکرونه چې د قربانۍ د ځای په کنجونو کې وو، ونیول.
51سلیمان پادشاه ته خبر ورکړل شو چې ادونیا د هغه څخه وېریږي، د قربانۍ د ځای ښکرونه یې کلک نیولي دي او وایي:
52سلیمان په ځواب کې وویل:
53نو سلیمان پادشاه سړي ولېږل او هغه یې د قربانۍ د ځای څخه راښکته کړ. هغه راغی او د درناوي په خاطر یې سلیمان پادشاه ته خپل سر ټیټ کړ او سلیمان هغه ته وویل: