Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1څښتن یو ځل بیا په اسراییلو باندې په قهر شو او داود یې د هغوی په ضد راوپاراوه چې سختي او تکلیف ورباندې راولي. څښتن هغه ته وویل:
2نو داود د خپلو لښکرو قوماندان یوآب ته حکم وکړ:
3مګر یوآب پادشاه ته ځواب ورکړ:
4خو پادشاه یوآب او د هغه عسکري منصبداران مجبور کړل چې د هغه امر ته غاړه کېږدي. نو هغوی د پادشاه د حضور څخه روان شول چې د اسراییلو خلک وشماري.
5هغوی د اردن د سیند څخه پورې وتل او خپل کار یې د عروعیر څخه او د یو بل ښار چې د درې په منځ کې ؤ پیل کړ. بیا وروسته هغوی د جاد د سیمې څخه تېر شول او شمال خوا یعزیر ته لاړل.
6هغوی جلعاد او د تحتیم حدشي سیمې ته لاړل او دان یعن ته ورسېدل، بیا وروسته لوېدیځ خواته تاو شول او صیدون ته ورسېدل.
7وروسته بیا هغوی جنوب خواته د صور قوي شوي ښار او د حویانو او کنعانیانو ټولو ښارونو ته لاړل. په پای کې د یهودا جنوبي خواته تر بئرشبع پورې لاړل.
8هغوی په نهو میاشتو او شلو ورځو په ټول هېواد کې وګرځېدل او بېرته اورشلیم ته راستانه شول.
9هغوی پادشاه ته د هغو نفرو د شمېر راپور ورکړ چې جنګ یې کولی شو. په اسراییلو کې اته لکه او په یهودا کې پنځه لکه نفره وو.
10خو وروسته له هغې چې داود سر شمېرنه واخیسته د هغه وجدان ناارامه شو او څښتن ته یې وویل:
11په راتلونکي سهار، مخکې له دې چې داود له خوبه راپاڅي څښتن جاد ته چې د داود نبي ؤ ویلي وو:
13نو جاد داود ته ورغی او څه چې څښتن ورته ویلي وو هغه یې بیان کړل. پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
14داود جاد ته په ځواب کې وویل:
15نو څښتن په هغه سهار په اسراییلو باندې وبا نازله کړه او تر هغه وخته پورې یې دوام وکړ چې هغه ټاکلی ؤ. د دان څخه تر بئرشبع پورې اویا زره خلک مړه شول.
16کله چې د څښتن فرښته نژدې وه چې اورشلیم له منځه یوسي، څښتن خپله اراده خلکو ته د سزا ورکولو په هکله بدله کړه او هغې فرښتې ته چې هغوی یې وژل وویل: په دې وخت کې د څښتن فرښته د یبوسي ارونه د درمند ځای سره وه.
17کله چې داود هغه فرښته ولیدله چې خلک یې وژل نو څښتن ته یې وویل:
18په هماغه ورځ جاد داود ته ورغی او ورته ویې ویل:
19نو داود لکه څنګه چې څښتن د جاد په وسیله امر کړی ؤ هغه ځای ته لاړ.
20کله چې ارونه وکتل، پادشاه او د هغه نفر یې ولیدل چې د ده خواته راروان دي. هغه راووت او د پادشاه په مخکې د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.
21ارونه پوښتنه وکړه: داود ځواب ورکړ:
22ارونه وویل:
23ای پادشاه، دا ټول تاسو ته درکوم.> همدارنګه ارونه پادشاه ته وویل:
24مګر پادشاه ارونه ته په ځواب کې وویل: نو داود هغه درمند ځای او غوایان په پنځوس مثقاله سپینو زرو باندې واخیستل.
25بیا داود په هغه ځای کې څښتن ته د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. نو څښتن د هېواد دپاره د هغه دعا قبوله کړه او په اسراییلو باندې وبا بنده شوه.