Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1نو دا د داود اخرنۍ خبرې دي:د یسي د زوی داود خبرېد هغه سړي خبرې چې خدای لوړ مقام ورکړی ؤچې ټاکلی هغه خدای ؤ د یعقوبسندرغاړی چې ؤ خوږ د اسراییلو
3د اسراییلو خدای خبرې کړلېد اسراییل ساتونکي وویل ماتهکله چې څوک په خلکو وکړي حکومت په عدلکله چې وکړي حکومت د خدای له وېرې سره
4په شان دی د سهار د رڼا وي چې لمر خاته کېوي په سهار چې په بې ورېځو سهارد هغې رڼا په شان چې راپیدا پس د باران شيچې واښه راشنه کوي په ځمکه باندې
5رښتیا، همداسې چلند زما د اولادې سره به هم کیږيخدای کړی زما سره دی لوظ ښه تلپاتې لوظهرڅه صحیح دي تنظیم شوي سرههغه به هیڅکله د ژمنې خپلې شاته نه شيزما همدغه تمنا ده ټولهدا یقیني ده چې خدای ما سره به مرسته وکړيدا یقیني ده چې هغه به دا ترسره کړي ټول
6خو دي بدکاره خلک په څېر د اغزوغورزول کیږي چې د ځانه ځنیچې په لاسو راټولېدلی نه شي
7هرڅوک چې اغزي لمس کړيکاروي دی اوسپنیز سامان یا لاستی د نېزېهلته به سوزیږي په کوم ځای چې وي پراته هغه>
8دا د داود د لښکرو درې نامتو جنګیالي وو: لومړی یې تحکموني یوشیب بشبت ؤ چې د دې زړورو مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې د اته سوه نفرو سره وجنګېده او هغوی ټول یې په یو وخت کې ووژل.
9دوهم یې العازار ؤ چې د دودو زوی ؤ او د اخوخ د خېل څخه ؤ. یوه ورځ چې فلسطینیان د اسراییلو سره د جګړې دپاره راغونډ شوي وو، هغه او داود فلسطینیان د جګړې دپاره راوپارول. اسراییلیان بېرته په شا شول،
10مګر العازار په میدان کې ودرېد او تر هغې پورې د فلسطینیانو سره وجنګېده چې لاس یې دومره شخ شو چې هغه نه شو کولی د خپلې تورې څخه یې لېرې کړي. په دغه ورځ څښتن اسراییلیانو ته لوی بری ورکړ. وروسته له هغې چې دا هرڅه پای ته ورسېدل اسراییلیان هغه ځای ته راستانه شول چې العازار په کې ؤ، مګر یوازې د دې دپاره چې وژل شوي عسکر لوټ کړي.
11دریم یې شمه د حراري آجي زوی ؤ. فلسطینیان په لحي کې چېرته چې د نسکو پټی ؤ راغونډ شول. اسراییلیان د فلسطینیانو څخه وتښتېدل،
12مګر شمه د پټي په منځ کې ټینګ ودرېد، د هغه څخه یې دفاع وکړه او فلسطینیان یې ووژل. په دغه ورځ څښتن اسراییلیانو ته لوی بری ورکړ.
13یو ځل د لو د پیل کېدلو وخت نژدې ؤ چې د داود د دېرشو افسرانو څخه درې تنه د عدولام سمڅې ته چې داود په کې ؤ ورغلل، په هغه وخت کې د فلسطینیانو یوې ډلې د رفائیم په دره کې خېمې ودرولې وې.
14داود هغه وخت په خپل محفوظ ځای کې ؤ او د فلسطینیانو یوې ډلې بیت لحم نیولی ؤ.
15داود ارمان وکړ او ویې ویل:
16نو هغو دریو زړورو نفرو د فلسطینیانو کرښې ماتې کړې، د کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او داود ته یې راوړې، مګر داود هغه ونه څښلې او هغه یې د نذرانې په توګه څښتن ته توی کړې.
17داود وویل: نو هغه دا اوبه ونه څښلې.د هغو دریو زړورو نفرو اتلولي دارنګه وه.
18ابیشای د یوآب ورور، چې مور یې زرویه وه، د دېرش کسیزه ډلې مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې د درې سوه نفرو سره وجنګېد او هغوی یې ووژل. نو په دې توګه هغه هم لکه د هغو دریو جنګیالیو په شان مشهور شو.
19که څه هم هغه په هغې دېرش کسیزې ډلې کې ډېر زیات مشهور او د هغوی مشر شو، مګر د هغو دریو تنو په شان مشهور نه شو.
20بل توریالی عسکر بنایاه د یهویاداع زوی ؤ چې د قبصئیل څخه ؤ. هغه ډېر د زړورتوب کارونه کړي وو چې په هغو کې د دوو سترو موآبي جنګیالیو وژل شامل وو. یو ځلې هغه د واورې په ورځ یوې کندې ته ورکوز شو او یو زمری یې وواژه.
21همدارنګه هغه یو ډېر غټ مصری چې په نېزه باندې سمبال ؤ وواژه. بنایاه په خپل ډانګ باندې په هغه حمله وکړه، د هغه مصري د لاس څخه یې نېزه واخیسته او هغه یې ورباندې وواژه.
22بنایاه داسې د زړورتوب کارونه وکړل چې د دریو جنګیالیو په منځ کې مشهور شو.
23د هغه عزت د هغې دېرش کسیزه ډلې څخه ډېر زیات شو، مګر په دریو جنګیالیو کې نه شمېرل کېده. داود هغه د خپلو ساتونکو د ګارډ مشر وټاکه.
24په دېرش کسیزه ډله کې دغه نفر وو:عساهیل د یوآب ورور.الحانان د دودو زوی د بیت لحم څخه.
25شمه او الیقا د حرود څخه.
26حالز فلتي.عیرا د عقیش زوی د تقوع څخه.
27ابیعزر د عناتوت څخه.مبونای د حوشا څخه.
28صلمون د اخوخ څخه.مهرای د نطوفه څخه.
29حالب د بعنه زوی د نطوفه څخه.اتای د ریبای زوی د بنیامین د جبعې څخه.
30بنایاه د فرعاتون څخه.هدای د جاعش د خوړونو څخه.
31ابي علبون د عربات څخه.عزموت د بحوریم څخه.
32الیحبا د شعلبون څخه.د یاشن زامن.یوناتان.
33شمه د حرار څخه.اخیام د شارر زوی د حرار څخه.
34الیفلط د احسبای زوی د معکې څخه.الیعام د اخیتوفل زوی د جیلوه څخه.
35حزرای د کرمل څخه.فعرای اربي.
36یجال د ناتان زوی د صوبې څخه.باني د جاد څخه.
37صالق د عمون څخه.نحرای د بیروت څخه یعنې هغه سړی چې د یوآب وسلې به یې وړلې.
38عیرا یترياو جارب یتري.
39اوریا حیتي.دا ټول اووه دېرش نفره وو.